د ۲۰۲۰ د اکټوبر ۱۴مه. د سولیداریتي میګران وېلسون رضاکاران. د خوړو د وېشلو په دغه ځای کې اوس برېښنا پرې شوې. کرېډېت: سولیداریتي میګران وېلسون
د ۲۰۲۰ د اکټوبر ۱۴مه. د سولیداریتي میګران وېلسون رضاکاران. د خوړو د وېشلو په دغه ځای کې اوس برېښنا پرې شوې. کرېډېت: سولیداریتي میګران وېلسون

څو ورځې مخکې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون پاریس او ۸ لویو ښارونو کې د شپې له ۹ د سهار تر ۶ بجو پورې د خلکو پر ګرځېدو د بندیز د لګولو اعلان وکړ. دا په داسې حال کې چې دمګړۍ په سلګونه مهاجر د ایل دو فرانس د سړکونو پر غاړو شپې سبا کوي. سازمانونه وایي چې د حکومت د ځواب تر ترلاسه کولو پورې به له دغو مهاجرو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

تولوز کې د یوتوپیا ۵۶ ټولنې غړې انا وایي: «د سه شنبې په نیمه شپه مو اطلاع ترلاسه کړه چې تولوز د هغو سیمو په ډله کې شامل شوی چې وضعیت یې [د کورونا ویروس د خپرېدو له امله] د اندېښنې وړ دی. څو ساعته وروسته، د چهارشنبې سهار په ۵ بجو، له بلانیاک عامه پارک سیمه ۲۰۰ مهاجر اخراج کړل شول.»

تېره چهارشنبه شپه د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د پاریس او تولوز په ګډون ۹ لویو ښارونو کې د شپې له خوا د خلکو پر ګرځېدو را ګرځېدو د بندیز د لګولو اعلان وکړ. خو انا وایي چې د سرپناه نه لرونکو مهاجرو وضعیت ته په کتو سره دا تصمیم هېڅ مانا نه لري.

د بلانیاک له عامه پارک څخه اخراج شويو ځینو مهاجرو - یوازې پناه غوښتونکو - ته په هوټلونو کې سرپناه برابره شوه، خو یوازې د دوو شپو لپاره. انا په دې هکله وایي: «دغو کسانو د کورونا ویروس ازموینې ترسره کړې خو نن سهار بېرته سړکونو ته ستانه شوي، دوی د خپلو ازماینو پایلې هم نه دي ترلاسه کړې. دمګړۍ دغه مهاجر له عامه پارک څخه د اخراج شویو نورو کسانو سره د بلانیاک په یوه تشه ودانۍ کې ژوند کوي، خو برېښنا ته لاسرسی نه لري.»

«پر مهاجرو خواړه وېشلو ته دوام ورکوو»

د دغې ټولنې په حواله د مهاجرو د ژوند وضعیت او د روغتیایي تدابیرو ترمنځ هېڅ ډول تناسب نشته. د یوتوپیا ۵۶ یو بل غړی ګاېل مانزي وایي: «نه پوهېږو چې ګرځنبدیز به پر دغو کسانو څنګه تطبیق شي. خو د وبا پر مهال دوی ته چې په ډله کې یې کورنۍ او کمسنه مهاجر هم دي، باید سرپناه برابره شي.»

یاد سازمان زیاتوي چې د ګرځبندیز سره سره د فرانسې په لویو ښارونو او په ځانګړې توګه پاریس کې د شپې له خوا خپلو ګزمو ته ادامه ورکوي. ښاغلی مانزي وایي چې دوی خپل تقسیم اوقات کې بدلون نه راولي.

بیا ولولئ: فرانسه غواړي د مهاجرو د هرکلي مرکزونو کې ۴۰۰۰ پناه غوښتونکو ته سرپناه جوړه کړي

سولیداریتي میګران وېلسون یو له هغو سازمانونو دی چې اونۍ کې څو ځله سن دني او پورت دوبرویلیې سیمو کې پر مهاجرو خواړه وېشې. تېره سه شنبه دغه سازمان په درېو بېلابېلو کمپونو کې پر ۱۵۰۰ مهاجرو خواړه وېشلې. د سولیداریتي میګران وېلسون غړې کلاریس بوتیې وایي: «پر مهاجرو خواړه وېشلو ته ادامه ورکوو، موږ ګرځبندیز نه شو مراعاتولی.»

د یادې ټولنې په حواله دمګړۍ د سن دني په کمپ کې نږدې ۱۰۰۰ مهاجر ژوند کوي. دا ټولنه زیاتوي که څه هم ډېری دغه کسان مجرد سړي دي، خو ښځې او ماشومان هم د سړکونو پر غاړو لیدل کېږي.

نږدې سل کمسنه مهاجر د سړکونو پر غاړو ژوند کوي

بل لور ته د میدي دیو مي ټولنې غړې اګات ندیمي بیا وایي چې دمګړۍ نږدې سل کمسنه مهاجر د پاریس د سړکونو پر غاړو شپې سبا کوي. هغه زیاتوي: «هیله لرم چې دولت دغو مهاجرو ته د سرپناه برابرولو لپاره ګزمه کوونکې ډلې جوړې کړې.» دغه ټولنه وایي د دولت او د پاریس ښاروالۍ د نه اقدام په صورت کې به مهاجرو ته د ښاریانو په کورونو کې سرپناه برابره کړي.

آغلې ندیمي زیاتوي: «اوس چې د شپې له خوا پر ګرځېدو بندیز لګول شوی او هوا هم مخ په یخېدو ده، موږ مهاجر په سړکونو کې یوازې نه شو پرېښودلی.»

میدي دیو مي هغه سازمان دی چې د فرانسویانو په کورونو کې لسګونو کمسنه کسانو ته سرپناه برابره کړې. همدا راز دغه سازمان د اکټوبر له پیله راهیسې نږدې ۱۵ هغو کسانو ته د سن دني په یوه تیاتر کې سرپناه برابره کړې چې فرانسوي چارواکي یې د کمسنه مهاجرو په توګه نه نه پېژني. خو یاد مهاجر یوازې د نومبر تر پایه پورې دغه تیاتر کې اوسېدلی شي.

که څه هم د فرانسې ولسمشر ېمانوېل مکرون په خپلو ویناوو کې وویل چې د ګرځبندیز پر مهال سازمانونه زیان منونکو کسانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکولی شي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړل.

 

نورې ليکنې