لېسبوس ټاپو کې د مهاجرو نوی کمپ. کرېډېت: رویترز
لېسبوس ټاپو کې د مهاجرو نوی کمپ. کرېډېت: رویترز

ډېری افغانان اروپایي هیوادونو ته د راتګ په موخه د ایران او ترکیې له لارې یونان ته ځان رسوي. دمګړۍ د دغه هیواد په پنځو ټاپوګانو کې په زرګونو مهاجر ایسار پاټې دي چې ډېری یې د افغانستان اصلي اوسېدونکي دي. ۳۸ کلن کریم خان* یو له هغو مهاجرو دی چې د یونان په لېسبوس ټاپو کې اوسېږي. نوموړي د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«زه له خپلې کورنۍ سره له نږدې یو کال راهیسې د یونان په لېسبوس ټاپو کې اوسېږم. کله چې یونان ته ورسېدو، چارواکو موږ ته سمندر ته څېرمه په یو کمپ کې سرپناه راکړه او بیا یې موریا کمپ ته انتقال کړو. موږ موریا نه بهر ځنګل کې خیمه ودروله. د ژمي له کبله تر خیمې لاندې ژوند اسان نه و. اوبه او ډوډۍ مو درلودې، خو په روغتیایي برخه کې ستونزې زیاتې وې. ښځه مې ناروغه ده او دواګانو ته اړتیا لري، خو دواګانو ته مو لاسرسی نه درلود. په لومړي سر حکومت به له موږ سره مالي مرستې کولې، بیا یې مرسته بنده کړه. تېره فبرورۍ میاشت کې مو له چارواکو سره مرکه لرله. د پناه غوښتنه مو یو ځل رد شوه. د بیا کتنې درخواست مو وکړ. دا ځل یې ځواب مثبت و او موږ ته یې د مهاجرت کارتونه راکړل. د همدغو کارتونو د ترلاسه کولو له امله له دوو میاشتو راهیسې څوک نور له موږ سره مالي مرسته نه کوي.

لا زیاتو امکاناتو ته اړتیا شته

تېره سپټمبر میاشت موریا کمپ کې اورلګېدنه په زرګونه کسان بې سرپناه کړل. هغه شپه موږ تر خپلې خیمې لاندې ناست وو چې چیغې مو واورېدلې. اور ډېر ژر ټول کمپ ته خپور شو. موږ د نورو په شان وډارېدو او وتښتېدو. خو ټول وسایل مو وسوځېدل. نږدې ۱۰ ورځې مو د سړک پر غاړه تېرې کړې. هلته هوا ډېره یخه وه او هېڅ ډول امکانات مو نه درلودل. چارواکو بیا مهاجر یو نوي کمپ ته انتقال کړل. ځینو مهاجرو ویل نه غواړي چې دغه کمپ ته ورشي. خو ما کومه بله چاره نه درلوده ځکه چې ښځه او هلکان مې راسره وو. اوس په همدغه کمپ کې اوسېږو.

بیا ولولئ: یونان: د لېسبوس ټاپو په نوي کمپ کې مهاجر اوبو او برېښنا ته لاسرسی نه لري

دغه کمپ کې هم د ژوند شرایط ښه نه دي. خو د کمپ مسولینو موږ ته خیمه او کمپلونه راکړي دي. په ورځ کې یو ځل پر مهاجرو خواړه وېشل کېږي. خو د شپې له خوا هوا سړه ده او مهاجر لا زیاتو امکاناتو ته اړتیا لري. اوس مې ماشومان ګرمې جامې نه لري. کمپ کې څو ډاکټران شته، خو کله چې دوی ته مراجعه کوو، دوی وایي چې دوا نشته. زه نه پوهېږم چې څه باید وکړم. دوه اونۍ مخکې مو چارواکو نومونه په یو لېست کې ثبت کړل. موږ ته یې وویل چې دا د هغو کسانو لېست دی چې جرمني ته به انتقال شي. خو تر اوسه مو په دې هکله هېڅ ډول معلومات نه دي ترلاسه کړي. 

بیا ولولئ: یونان: بېړني حالت له سرپناه نه لرونکو مهاجرو کورونا هېر کړی

له ایرانه تر یونان پورې له ګواښونو ډک سفر

یونان ته تر راتلو مخکې لس کاله د ایران په ورامین کې مهاجر وم. هلته د افغان مهاجرو د ژوند شرایط خورا سخت دي. ایران کې مو د اوسېدو سند نه درلود. ماشومان مې اجازه نه لرله چې ښوونځي ته لاړ شي. ما کله ساختماني کارونه کول، کله مې د پلاستیکو په کارخانه کې کار کاوه. د کار شرایط هم ډېر سخت وو. کارفرمایان پوهېدل چې زه سند نه لرم، نو له ما سره یې ناسم چلند کاوه. څه وخت یې معاش راکاوه، خو وروسته یې بند کړ. دغه راز ډاکترانو هم را نه دوه چنده زیاتې پیسې اخیستې. دغه وضعیت مهاجرت ته اړ کړو.

بیا ولولئ: افغان مهاجر فیصل په تهران کې: «د جګړو له امله خپل کلي پرېښودو ته اړ شوم»

په ۲۰۱۹ کې مو له یو قاچاق وړونکي سره خبرې وکړې. هغه را ته وویل چې لومړی باید ترکیې ته ولاړ شم. لس ورځې مو د غرونو له لارې پیاده مزل وکړ. وضعیت ډېر خراب و. ایراني او ترکي پوله ساتونکو پر مهاجرو ډزې کولې. ماشومانو مې وېره درلوده. لور مې له همدغه وخت راهیسې د اورېدو لویه ستونزه لري. پولیسو دغه راز د مهاجرو پر وړاندې ګازونو کارول. موږ لومړی وان ته ځان ورساوه او وروسته بیا استانبول ته. هلته د قاچاق وړونکي په کور کې اوسېدو. ګڼې افغانې کورنۍ را سره وې.

بیا ولولئ: ترکیه له ایران سره پر پوله د کډوالو په شکنجه کولو تورنه ده

له څه مودې وروسته قاچاق وړونکي یوه بېړۍ کې سپاره کړو. بېړۍ وړوکې وه خو ۷۰ کسان پکې سپاره ول. بیا ترکي پولیسو ونیولو او خپلې پوستې ته یې انتقال کړو. له مهاجرو سره یې چلند تاوتریخجن او غیرانساني و. دوی موږ تر لسو شپو وروسته خوشي کړو. خو موږ نه پوهېدو چې چېرته ولاړ شو. قاچاق وړونکي ته مو زنګ وواهه. هغه را ته وویل چې باید یې کورته بېرته ورشو. لږ موده وروسته یو ځل بیا یونان ته مو د ورتګ لپاره هڅه وکړه. سمندر کې د ۸ ساعتونو تر تېرولو وروسته بالاخره لېسبوس ته را ورسېدو. خو سفر مو دومره خطرناک او ستړی کوونکی و چې ماشومانو مې ساحل ته له رسېدو سره سم ضعف وکړ.

اوس چې یونان کې ایسار پاتې یو، له چارواکو څخه مو هیله دا ده چې وضعیت ته مو پام وکړي. له تاسو څخه هم غواړو چې غږ مو تر چارواکو ورسوئ. یوازنۍ هیله مې دا ده چې ماشومان مې یو ښه هیواد کې ژوند وکړي او روښانه راتلونکی ولري.» 


  • مستعار نوم
 

نورې ليکنې