د تېرې جمعې په ورځ د یو چېچیني مهاجر له خوا د فرانسې د کنفلان – سنت – هونورین سیمه کې د یو ښوونکي تر وژلو وروسته د پناه غوښتنې د حق په هکله ځینې رسنۍ او سیاسي چارواکي ناسم معلومات خپروي. نور جزیات یې دې متن کې لوستلی شئ.
- د پناه غوښتنې ملي محکمې رول
تېره شنبه د اکټوبر ۱۷مه د یو چېچیني مهاجر له خوا د یو فرانسوي ښوونکي تر وژنې یوه ورځ وروسته لو پوان مجلې وویل چې «محکمې پر دولت فشار اچولی و چې د نوموړي بریدګر کورنۍ ته پناه ورکړي.» خو د بهرنیو د حقونو مدافع وکیل سیلوېن سالیګاري دغه ادعا ردوي.
فرانسه کې ټول پناه غوښتونکي اړ دي چې د فرانسې د کډوالو او بې وطنو ادارې یا اوفپرا ته د پناه غوښتنلیک وړاندې کړي.
که چېرې د نوموړي دوسیه رد شوه، هغه حق لري چې د پناه غوښتنې ملي محکمې څخه د بیاکتنې غوښتنه وکړي. د فرانسې د پناه غوښتنې خاورې یا فرانس تېر دزیل ادارې مشر پییر هانري په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «په یوه لویه دموکراسي کې د استیناف حق یو اساسي حق ګڼل کېږي.»
ښاغلي سالیګاري وایي: «د پناه غوښتنې ملي محکمه درې خپلواک قاضیان لري. دوی قضاوت کوي چې د پناه غوښتونکو دوسیې د ژنېو کنوانسیون تر قواعدو لاندې راځي که نه.»
- ایا بهرني مهاجر ته تر بالغ کېدو وروسته قبولي ورکول کېږي؟
لو پوان د یو چارواکي له قوله زیاتوي چې «بریدګر په ۲۰۱۱ کې قبولي ترلاسه کړې وه، خو کله چې بالغ شو په اتومات ډول یې اقامت کارت ترلاسه کړ.»
فرانسه کې کله چې د یو کمسن مهاجر مور او پلار قبولي ترلاسه کوي، نوموړی د «کورنیو د یووالي» په چوکاټ کې له دغه حق څخه برخمن کېږي. کله چې دغه ماشوم بالغ شو، هغه ته د ده د پلار او مور په څېر لس کلنه قبولي ورکول کېږي. سالیګاري وایي: «موږ نه شو کولی هغه مهاجر اخراج کړو چې ټول عمر یې فرانسه کې ژوند کړی او کورنۍ یې په قانوني توګه دغه هیواد کې اوسېږي.»
بل پلو پییر هانري زیاتوي: «لس کلن کارت په اتومات ډول کم سن مهاجرو ته نه ورکول کېږي. دوی باید له ۱۱ کلنۍ راهیسې په منظمه توګه فرانسه کې اوسېدلی وي.»
- د پناه غوښتنې حق ردول
د یوروپ ۱ په حواله د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن د پناه غوښتنې حق تر پوښتنې لاندې راوړی دی.
د فرانسې په اساسي قانون کې راغلي چې هغه کسان چې خپلو هیوادونو کې له ګواښ سره مخ دي دغه هیواد کې د پناه غوښتنه کولی شي. د کورنیو چارو وزارت په سایټ کې راغلي: «د پناه غوښتنې حق له اساسي قانون څخه سرچینه اخلي چې وایي هر هغه کس چې خپل هیواد کې د بیان د ازادۍ له امله تر تعقیب لاندې وي فرانسه کې د پناه غوښتنې حق لري.»
دغه راز فرانسې د ژنېو کنوانسیون لاسلیک کړی او نه شي کولی چې د پناه غوښتنې له حق څخه سرغړونه وکړي. د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ وایي چې دغه کنوانسیون ۱۴۵ هیوادونو لاسلیک کړی چې د پناه غوښتونکو حق او د هیوادونو مکلفیتونه پکې درج شوي دي.
- د ځینو هیوادونو اوسېدونکو ته «په سیستماتیک ډول» پناه ورکول کېږي؟
یوروپ ۱ دا هم وایي چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر غوښتنه کړې چې د پناه غوښتنې حق نباید په «سیستماتیک ډول» د ځینو هیوادونو اوسېدونکو ته ورکړل شي.
خو دا ادعا ناسمه ده. فرانسه کې هېڅوک په اتوماتیک ډول لس کلنه قبولي او یا د ټولنیزې ساتنې سند (د ۴ کلونو لپاره) نه اخلي.
سالیګاري وایي: «د ځینو هیوادونو اوسېدونکي لکه سوریایان، افغانان، سومالیایان او سوډانیان د نورو پرتله په اسانه توګه د ټولنیزې ساتنې سندونه اخلي، ځکه چې دغو هیوادونو کې جګړې روانې دي. خو باید ووایو چې دغه کسان باید ثابته کړي چې د یادو هیوادونو اتباع دي. تر دې دمخه اوفپرا او د پناه غوښتنې ملي محکمې د دغو هیوادونو د اتباعو غوښتنې رد کړې دي.»
د یادولو ده چې د مهاجرو په هیوادونو کې د جګړو د پای ته رسېدو په صورت کې د ټولنیزې ساتنې سند په اسانه توګه ورڅخه بېرته اخیستل کېږي.
- د اقامې سند ترلاسه کول مشکل دي
سالیګاري وایي چې فرانسه کې د اقامې سند ترلاسه کول ډېر مشکل دي. هغه زیاتوي چې یوازې ۲۰ سلنه کسان د اوفپرا له خوا قبولي ترلاسه کوي. د نوموړي په حواله په کال ۲۰۱۹ کې د ۱۳۲۶۱۴ دوسیو څخه یوازې ۳۶۵۱۲ دوسیې منل شوې دي.
د ښاغلي سالیګاري په خبره که چېرې فرانسه کې د مهاجرو شتون دغه هیواد ته ګواښ وګڼل شي، د اقامي سند په اسانه توګه ورڅخه بېرته اخیستل کېږي.