آتن کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د یونان د پناه غوښتنې وزیر سره کتلي. انځور: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
آتن کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د یونان د پناه غوښتنې وزیر سره کتلي. انځور: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی یونان ته د خپل دوه ورځیني سفر په لړ کې له دغه هیواد سره د کډوالۍ په تړاو د دوه اړخیز هوکړه لیک پر لاسلیکولو سلا شوی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرې اعلامیې پر بنسټ چې دوشنبه د تلې په ۲۷ خپره شوې، د یاد وزارت سیاسي معین میرویس ناب د یونان په پلازمینه آتن کې د دغه هیواد د پناه غوښتنې له وزیر نوتیس میتاراخي سره د کډوالۍ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړي.

په دغه اعلامیه کې راغلي: « دواړو لوریو یونان ته د افغانانو د قانوني کډوالۍ لپاره د فرصتونو، اړینو آسانتیاوو او شرایطو د برابرولو لپاره د دوه اړخیزو همکاریو د هوکړه لیک د لاسلیک په اړه هوکړه کړې.»

همدارنګه په دغه کتنه کې افغان او یوناني چارواکو منلي چې د افغانستان امنیتي شرایطو ته په پام سره به یونان څخه د افغان کډوالو ستنول په داوطلبانه او باعزت ډول تر سره کیږي.

د افغان چارواکو د غه سفر داسې مهال ترسره کیږي چې په دې وروستیو کې د لیسبوس ټاپو د موریا په کمپ کې د اورلګیدنې له امله ګڼ شمیر افغان کډوال زیانمن او له خپلو سیمو بې ځایه شوې ول.

نور ولولئ: یونان: نږدې ۷۰۰ مهاجر له لېسبوس ټاپو څخه مرکزي یونان ته انتقال شوي

په کتنه کې چې په یونان کې د افغانستان سفیر هم ګډون درلود دواړو لوریو د یونان د لیسبوس ټاپو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري، په کوربه ټولنه کې د دوې د چټک ادغام او په دې برخه کې د اغیزمنو پروګرامونو د برابرولو په اړه خبرې کړې.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د خپل سفر په لړ کې په یونان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ له چارواکو سره هم د لیسبوس ټاپو کې د میشتو افغانانو د ستونزو په تړاو خبرې کړي.

 

نورې ليکنې

Webpack App