د طالب او افغان ځواکونو د نښتو له امله د نادعلي ولسوالۍ څخه لښکرګاه ښار ته بې ځایه شوې کورنۍ.   
© AFP. اکتوبر۲۰۲۰،۱۴
د طالب او افغان ځواکونو د نښتو له امله د نادعلي ولسوالۍ څخه لښکرګاه ښار ته بې ځایه شوې کورنۍ. © AFP. اکتوبر۲۰۲۰،۱۴

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداري عالي کمیشنري ( UNHCR ) وايي چې د افغانستان په سویل هلمند کې د دولت او وسله والو مخالفینو د جګړو له امله نږدې ۴۰ زره تنه چې ۵ زره کورنۍ کیږي بې ځایه شوي.

په افغانستان کې ملګرو ملتونو د کډوالو اداري عالي کمیشنري نن چهارشنبه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د دغو زرګونه بې ځایه شویو ملکیانو لپاره د بیړني محافظت او مرستې غوښتنه وکړه.

د یادې کمیشنرۍ په خبرپاڼه کې راغلي:« د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د هلمند د نهر سراج، ناوې، نادعلي، مارجې ولسوالیو او لښکرګاه ښار کې د جګړې له امله میرمنې، نارینه او ماشومان خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي چې ځینې يي د ژوندانه هیڅ وسایل هم له ځان سره نه لري. که څه هم د نویو بې ځایه شویو دقیقه شمیره نه ده معلومه خو سیمه ایز چارواکي اټکل کوي چې په تیرو لسو ورځو کې تر ۵۰۰۰ کورنۍ چې ۴۰ زره تنه کیږي خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي.»

خبر پاڼه کې په افغانستان کې د کډوالۍ عالي کمیشنرې میرمن «کارولین ون بور» له خولې راغلي چې دغه ډله ایزه بې ځایه کیدنه د هغو تاوتریخوالو یو ستره بیلګه ده چې افغانستان ور سره مخامخ ده او دا په داسې حال کې ده چې دغه هیواد د ناامنیو او کرونا ویروس له ګواښ سره لاس او ګریوان ده او په دې برخه کې بیړنۍ مرستې ته اړتیا ده.

یاده اداره په تیرو څو ورځو کې هلمند کې له زیانمنو کورنیو سره د بشري مرستو په موخه د شاوخوا ۵۰۰۰ کورنیو سروي ترسره کړې. دغه کمیشنري وايي چې ګڼو کورنیو سره يي له وړاندې بشري مرستې ترسره کړي.

د UNHCR لومړنۍ ارزونې ښيي چې د جګړو له امله دغه زیانمنې کورنۍ بیړنیو بشري مرستو لکه غذا، د څښاک اوبه، سرپناه، تشنابونه، روغتیايي توکي او نغدي مرستو ته اړتیا لري.

بل پلو بیا له پيښو سره د مبارزې عالي اداره ( ANDMA) له دغو زیانمنو کورنیو سره د مرستې په موخه ۲۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې او شاوخوا ۲۰۰ کورنیو سره د غذايي بستو مرسته کوي.

نور ولولئ: هلمند کې جګړه: زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي

د یادولو ده چې د ۲۰۱۲ کال راهیسې شاوخوا ۴،۱ میلیونه تنه د جګړو له امله په افغانستان کې بې ځایه شوي او یوازې په روان کال کې د وروستیو تاوتریخوالو له امله ۲۲۰ زره تنه تازه له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي.

 

نورې ليکنې