زرګونه تنه د جلال اباد ښار د فوټبال سټډیوم کې د پاکستان ویزو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي. انځور: ننګرهار ولایت رسنیو دفتر. اکتوبر .۲۰۲۰
زرګونه تنه د جلال اباد ښار د فوټبال سټډیوم کې د پاکستان ویزو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي. انځور: ننګرهار ولایت رسنیو دفتر. اکتوبر .۲۰۲۰

افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار په پلازمینه جلال اباد ښار کې نن چهار شنبه د ویزې د ترلاسه کولو په ګڼه ګوڼه کې ۱۱ تنه وژل شوي.

د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل بې بې سي سره په خبرو کې ویلي چې لسګونه زره خلک د جلال اباد ښار د فوټبال په سټدیوم کې د پاکستان د ویزې د ترلاسه کولو په موخه راټول شوي ول چې د ډیرې ګنې ګوڼې له امله ۷ میرنې او ۴ نارینه خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ شمیر نور ټپیان دي.

د ننګرهار والي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، سره له دې چې ګڼ شمیر پولیس او ملکي کارکوونکي د نظم په موخه سیمه کې ګمارل شوي و خو د زیاتې ګڼې ګڼې له امله یاده پیښه رامنځ ته شوې.

نوموړي وايي چې یاده ستونزه د دواړو هیوادونو په کچه ده چې له همدې امله يي دغه موضوع د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سره شریکه کړې.

بل پلو په کابل کې د پاکستان سفارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یادې پیښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي چې د جلال اباد، کندهار، هرات او مزار شریف په ښارونو کې د ویزو ویش ته به ادامه ورکوي.

له پیښې یوازې څو ساعته وروسته، د ننګرهار والي په دې ولایت کې د پاکستان سر قونسل عابدالله سره د ویزو د سهولتونو په اړه خبرې کړي.

 

نورې ليکنې