آرشيف انځور Credit: Picture Alliance
آرشيف انځور Credit: Picture Alliance

د مهاجرت د نړيوال سازمان (IOM) د معلوماتو پر اساس د ليبيا ساحل ته نږدې د مهاجرو د کښتۍ د ډوبېدنې له کبله لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي.

د مهاجرت نړيوال سازمان د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۲۳ وويل چې له د کښتۍ پنځه تنه پاتې سپاره کسان د مديترانې په سمندر کې ژغورل شوي دي. 

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي د IOM سازمان ويلي چې په کښتۍ کې پاتې کسان وروسته د کب نيونکو کښتيو له خوا بېرته ليبيا ته وړل شوي دي. ویل شوې چې یاده پیښه یوه ورځ وړاندې د سه شنبې په ورځ رامنځ ته شوې وه.

د ياد سازمان د معلوماتو له مخې په ټوليزه توګه په دغه کښتۍ کې له ۷۰ ډیر مهاجر سپاره ول او د سه شنبې په شپه يې د مدیترانې له لارې سویلي اروپا ته د اوښتو هڅه کړې وه. سازمان زياته کړې چي دغه کښتۍ د سمندري ساتونکو له خوا له نیولو وروسته بېرته ليبيا ته لېږدول شوې وه.

د مهاجرو د ملاتړ غير دولتي سازمانونه له ډیرې مودې راهیسې نیوکه کوي چې ليبيا يوه خوندې سيمه نه ده او له دې کبله نه بايد چي ورته مهاجر بېرته ولېږدول شي.

په ليبيا کي په ۲۰۱۱ د اوږدمهال واکمن معمر القذافي د راپرځول کېدنې وروسته دغه هيواد په بې نظمي او کورنۍ جګړه کي ښکیل شو. د شمالي افريقا دغه هيواد له هغه راهيسي له افريقا څخه اروپا ته د مهاجرت له پاره په يو مرکزي ترانزيتي هيواد بدل شوی دی. اکثره مهاجر اروپا ته د رسیدو له پاره پر داسې ربړي کښتيو سپريږي چې د سمندري سفر له پاره وړ نه وي. د مهاجرت د نړيوال سازمان په وينا په روان عيسوي کال کي تر ۵۰۰ زيات مهاجر په مديترانه کې اروپا ته د رسېدو په هڅه کې ډوب شوي دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې