په ليسبوس کي د نوي کمپ انځور چي اوسېدونکو اخيستی دی
په ليسبوس کي د نوي کمپ انځور چي اوسېدونکو اخيستی دی

اکسفام او په يونان کي د مهاجرو د ملاتړ شورا د اکتوبر په ۲۰مه نېټه يوه ګډه اعلاميه خپره کړې چي پکښي د «دويم موريا کمپ» وضعيت تر ټولو بد بللی.

د اکسفام د غير دولتي سازمان او په يونان کي د مهاجرو د ملاتړ د شورا په ګډه اعلاميه کي راغلي دي:«د يونان په ليسبوس ټاپو کي نوی عبوري کمپ کې حالت د اصلي موريا کمپ په پرتله بدتر دی.» په اعلاميه کي زياته شوې چي دغه نوی کمپ د سرپناه لپاره مناسب ځايونه، په کافي اندازه روانې اوبه، روغتيايي او حقوقي خدمات نه لري.

په اعلاميه کي ويل شوي چي د نوي کمپ دغه بد حالت هغه غوښتنې ډیرې کړي چې په کمپ کې میشت مهاجر دې په چټکه توګه له دغه ځایه د یونان مرکزې وچې او یا نورو اروپايي هیوادونو ته واستول شي.

د ژمې له پاره نه چمتووالی

په اعلاميه کي همدارنګه راغلي چي په نوي کمپ کي «شاوخوا ۸۰۰۰ انسانان» ځای پر ځای شوي چي اکثره يې «ماشومان لرونکي کورنۍ» دي.

اعلامیه زیاتوي چې د کمپ اوسیدونکو د سرپناه لپاره داسې خیمې ویشل شوي چې د ژمي لپاره مناسبې نه دي او همدارنګه د کمپ ځینې برخې له سمندر سره نږدې یوازې ۲۰ متره واټن لري.

د ليسبوس ټاپو کې د موريا کمپ چي پکښي شاوخوا ۱۲ زره مهاجر ځای پر ځای ول، په دې وروستیو کې د اور لګېدنې له کبله له منځه ولاړ او اوسیدونکي يي نورو ځایونو ته ولیږدول شول.

نور ولولئ: یونان: نږدې ۷۰۰ مهاجر له لېسبوس ټاپو څخه مرکزي یونان ته انتقال شوي

د سپتمبر میاشتې په وروستیو کې اکسفام ادارې له دغه نوې کمپ څخه د لیدنې او اروزونې وروسته و موندله چې مهاجر دغلته له ګڼو ګواښونو لکه خوراکي او روغتیايي توکو ته په سمه توګه نه لاسرسۍ، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د کافي تدابیرو نشتوالي او د تشنابونو د اوبو د سیستم له ستونزو سره مخامخ دي.

د موسم له پاره نه چمتووالی

دغه نړيوال سازمان په کمپ کي د ځای پر ځای شویو خیمو په هکله ويلي چي زيات شمير دغه خیمې د ژمې د سخت موسم او باد او باران او سیلابونو پر وړاندې لازم مقاومت نه لري.

مهاجر نيوز د اکتوبر په پيل کي يې له دغه کمپ څخه له لیدو وروسته داسې انځورو ترلاسه کړ چې د خیمو ترمنځ تلونکو لارو کې ډنډې اوبه ښيي. په سیمه کې شته مهاجر وايي چې له لسو دقیقو وروسته خیمې يي لمده کیږي او اوبو ور ننوځي.

په کمپ کې میشت مهاجر اکسفام ته ويلي چي دوې ته په کافي اندازه غذا نه ویشل کیږي، یوازې په ورځ کې یو یا دوه ځلې غذا ویشل کیږي. دغه مهاجر د غذايي موادو له بد کیفیته هم سرټکوي.

په کمپ کې د پاکوالي کافي امکانات هم شتون نه لري، اکسفام وايي چې دغلته روانې پاکو اوبو د نشتوالي له امله اوسیدونکي اړ دي چې خپل کالي د سمندر په اوبو کې پریمینځي. اکسفام په کمپ کې د شته وضعیت له امله د روغتیايي ستونزو د رامنځ کیدو ګواښ کوي.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالۍ او جنستي ګواښ

اکسفام اداره وايي چې د کمپ زیاتره میرمنې د « تشنابونو او حمام کولو او په کمپ کې د کافي رڼا نشتوالي» له کبله له ځانګړو ستونزو سره مخامخې دي. د یادې ادارې په وینا دغه میرمنې د جنسي زورونې او تیري له ګواښ سره مخامخ کیدای شي.

د دغه غیر دولتي سازمان د مهاجرت د برخې کارپوه رافائېل شيلهاف په يوه خبري بيانيه کي ويلي:«کله چي د موريا کمپ وسوځېد نو موږ د اروپايي اتحاديې له چارواکو مو داسې پیاوړې بيانيې واورېدې چي بيا به موريا کمپ نه تکراريږي، خو موږ اوس د نوي کمپ سره دويم موريا کمپ لرو.»

شيلهاف پر اروپايي او يوناني چارواکو د نیوکو ترڅنګ ویلي د دې پر ځای چې چارواکي د موریا کمپ له سوځیدو وروسته اوسیدونکو ته يي د ژوندانه مناسب ځای برابر کړي وای دوې يي له ګړاوه ډک یو بل ژوند کې راګیر کړل.

نامعلوم برخلیک او ناهیلۍ

د شيلهاف په وينا د اروپايي اتحاديې پر باندنۍ پوله د مهاجرو ساتل نه يوازي دغه مهاجر د خپل برخليک په هکله د ناڅرګندوالي او ناهيليو سره مخامخ کړي بلکه «د اروپايي سياستوالو او ولس له نظر څخه يي ليري کړي دي.»

په يونان کي د مهاجرو د ملاتړ شورا هم د اکسفام نيوکي او ملاحظات تائيد کړي دي. له دغې شورا څخه يوې حقوقي کارپوهي، نتاليا رافائېلا کافکوتسو، ويلي دي چي دغه شورا هم په نوي کمپ کي د مهاجرو د ژوند پر شرايطو اندېښمنه ده.

نور ولولئ: د لیسبوس په نوي کمپ کې مهاجر اوبو او بریښنا ته لاسرۍ نه لري

د کافکوتسو د يونان د حکومت د هغه اعلان هرکلی کړی چي غواړي د راتلونکي عيسوي کال تر اپريل پوري د دغه کمپ ټول مهاجر بل ځای ته انتقال کړي. خو هغې نيوکي کړي چي د راتلونکي ژمي له پاره په کافي اندازه چمتوالی نه دی نيول شوی او په دې ترڅ کي يې يونان ناکامه بللی ده.

د مهاجرت په تړاو د اروپايي اتحادیې نوی تفاهم

کافکوتسو ويلي چي د يونان حکومت نه بايد چي «يوه سياسي ستونزه له ټاپو څخه مرکزي وچي ته انتقال کړي» بلکه له ټاپو څخه د مهاجرو د بیا ځای پر ځای کولو يا انتقال تر څنګ بايد د هغوی د ادغام له پاره هم ستراتيژي او پروګرام ولري. د هغې په وينا په دې ترڅ کي بايد د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر منځ له یو اروپايي هیواد څخه بل اروپايي هیواد ته د حفاظت او ادغام لپاره یو مناسب میکانیزم رامنځ ته شي.

اکسفام او د مهاجرو شورا د اروپايي اتحاديي د کمیسیون د مهاجرت د ګډ سیاست پر مسودې شک ښودلی. کافکوتسو ویلي د لیسبوس او د آژې په نورو یوناني ټاپوګانو کې د مهاجرو د ثبت په مرکزونو کې شته ستونزې په نوې مسوده کې په پام کې نه دي نیول شوي. د نوموړې په وینا ښايي له تیرو ناخوالو څخه په دې برخه کې زده کړه نه وي شوې.

ا.و./ا.ا.

 

نورې ليکنې