تقریبا هره ورځ فرانسوي او بریتانوي ځواکونو د مانش سمندر ته د کډوالو د کښتیو د ورتګ د ژغورلو هڅه کوي. دغه کار څه ډول تنظیمیږي؟ ایا د انګلیس او فرانسې ترمنځ دغه سمندر پوله لري ؟ ایا بریتانوي ځواکونه کولای شي بیړۍ چلونکي بیرته د فرانسې اوبو ته واړوي؟ مهاجر نیوز دغه موضوع ته کتنه کړې.
د روان کال له پیله د کښتیو په وسیله د مانش کانال څخه د تیریدو هڅې په بیسارې ډول ډیرې شوي. د فرانسې د پادو کالې ښار د پولیسو د قومندانۍ د معلوماتو له مخې څلور تنه په ۲۰۱۹ کال کې او درې تنه نور بیا په ۲۰۲۰ کال کې دغلته خپل ژوند له لاسه ورکړی. د هوا په مناسب موسم کې د مانش کانال له لارې بریتانیا ته د کډوالو د اوښتو هڅې ډیریږي. د روان کال له پیله تراوسه د فرانسوي ځواکونو لخوا د کډوالو د اوښتو له ۴۷۰ څخه د ډیرو هڅو مداخله شوې.
د فرانسې د کالې له سیمي چې د بریتانیا سمندر ته یوازې ۵۰ کیلومتره واټن لري د کډوالو د ژغورنې عملیات څه ډول تنظیمیږي ؟ د سمندر پوله په کوم ځای کې ده ؟ ایا فرانسویان یوازې په خپل سیمه کې د کډوالو د ژغورلو د هڅې په فکر کې دي ؟ ایا بریتانوي ځواکونه د فرانسې په سیمه کې مداخله کولای شي؟
مهاجر نیوز د دغو پوښتنو د ځواب لپاره په فرانسه کې د مانش او شمالي سمندر د پولیسو قومندانۍ ویاندې سره مصاحبه کړې.
۱ - په کانال کې څوک مرسته کوي ؟
د هر سمندر په څیر، مانش کانال هم په څو اداري برخو ویشل شوی: د فرانسې اوبه او د بریتانیا اوبه.د کالې او دوور بندر سواحل دغه سیمه سره نښولې.
هر هیواد په خپل سیمه کې حاکمیت لري نو له همدې امله فرانسه او بریتانیا هر یوه په خپلو سیمو څارنه لري او مداخله کوي. د مانش او شمالی سمندر د پولیسو قومندانۍ ویاندې مارین مونژاد مهاجر نیوز ته وویل: « دا هر څه یوازې د تیوري له نظره پیښیږي، که دبیلابیلو عواملو له امله برتیانوي ځواکونه د مرستې عملیات نه شي ترسره کولای دوې له فرانسوي ځواکونو غواړي چې د دوې پر ځای دغه کار ترسره کړي. نو په دې توګه دوې د بریتانیا اوبو ته د ننه کیږي»
د ژغورنې د عملیاتو د ترسره کولو لپاره، دواړه هیوادونه د « مانش پلان» په نوم دوه اړخیز د همکارۍ تړون لاسلیک کړی. د فرانسې اړخ ته د خلکو د ژغورلو ماموریت د مرستندویانو له ملاتړ سره مخامخ کیږي او د بریتانیا په اړخ کې بیا دا په دوور بندر کې د میشت بریتانوي سرحدي ځواکونو پورې اړه لري.
نور ولولئ: برتانیا ښایي د مهاجرو د کښتیو د مخنیوي لپاره مانش کال کې جالونه وکاروي
سرچنیه وايي، سیمې ته په پام سره د نړیوال سمندري قوانیونو له مخې د SAR ( د څارنې او ژغورنې ) عملیات د فرانسوي او بریتانوي ځواکونو او یا هم د دوې د ګډ ماموریت لخوا په « کراس ګیرس نیز او دوور » کې تر سره کیږي.
۲ – که چیرې یو کښتۍ د کب نیونکو او یا سوداګریزو بیړیو لخوا په نښه شي څه پیښیږي ؟
که چیرې یوه سوداګریزه بیړۍ او یا کب نیونکي د کډوالو د کښتیو له لارې تیریږي، هغوې سمدلاسه په سیستماتیک ډول د بیړنۍ ژغورنې له اړونده مسولینو سره اړیکه نیسي چې څوک راواستوي، دا به د ژغورنې او یا سمندري ځواک کښتۍ وي.
په سمندر کې ملکي وګړي هم مکلف دي چې د کډوالو په ژغورنه کې مرسته وکړي خو دوې د اړوندو چارواکو امر ته په تمه وي.
۳ – ایا فرانسوي ځواکونه کولای شي د کډوالو کښتۍ د برتیانیا لوري ته حرکت ورکړي؟
د پولیسو دغه ویاندې زیاتوي، په سمندر کې ټول عملیات د خفګان له مخې توجیه کیږي نه د دولت د سیاسي ارادې له مخې. مارین مونژارده ټینګار کوي:)« که په وچه کې لومړیتوب د اوښتو مخینوی د نو په سمندر کې لومړیتوب د انسانانو د ژوند ژغورل دي.»
د تیورۍ له نظره، تقریبا تل د کډوالو یوه کښتۍ له ستونزو ډک بلل کیږي، په معمول ډول د هغه جریان له لارې کنټرولیږي چې ښايي له منځه ولاړه شي، ښايي له یوه سوداګریزې بیړۍ سره ټکر وکړي او یا هم خراب شي. کله هم له حده زیاد مسافر په بیړۍ کې ځای پر ځای کیږي چې سپاره کسان پکې له خطر سره مخامخ کیږي. دغه څارنوال وايي په داسې یو حالت کې د انسانانو ژغورل حتمي دي نو مونږ اجازه نه ورکوو چې کښتۍ د بریتانیا لورې ته حرکت وکړي.
مارین مونژارده زیاتوي:« مونږ په دې پوهیږو چې کډوال غوره ګڼي چې د بریتانوي ځواکونو لخوا و ژغورل شي تر څو بریتانيي ته واستول شي.» خو په سمندر کې مونږ سیاسي لوبه نه ترسره کوو. مونږ مداخله کوو ځکه د مرګ خطر نږدې وي.
هغه وايي له دې سره ځینې استثناوې شتون لري په ځانګړې ډول د کښتیو په ویرونکي حالت کې. دغه ویاندې زیاتوي:« که چیرې زمونږ تګلاره د مسافرو ژوند له خطر سره مخامخ کړي نو مونږ به نږدې پاتې شو.» مونږ نه غواړو وضعیت لا ستونزمن کړو. مونږ دوې نه پریږدو، مونږ حالت له لرې څارو.
مارین د خپلو خبرو په دوام وايي ښايي ځینۍ کښتۍ د ډیرو ستونزو له امله په لومړیتوب کې وي، په داسې حالت کې چې مونږ و نه شو کولای هرچیرې حضور ولرو نو مونږ بریتانوي چارواکو ته خبردارۍ ورکوو. مونږ له هغوې غواړو چې د ستونزو د حل لپاره مونږ باید ځینو سیمو کې چټک اقدام ترسره کړو. په داسې حال کې دوې بیا خپله اقدام کوي.
نور ولولئ: برتانوي چارواکي دغه هیواد ته د مهاجرو د رسېدو د مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.
۴ – په سمندر کې بریتانیا کولای شي یوه کښتۍ فرانسې اړخ ته واستوي ؟
نه، بریتانیا دا واک نه لري چې د کډوالۍ کښتۍ فرانسې ته واستوي.که چې د سمندري ځواک ته کډوال ځانونه ورسول نو دوې بیا برتیانیا ته استول کیږي. د مانش او شمالی سمندر د پولیسو قومندانۍ ویاندې نتیجه ګیري کوي چې:« په دې لحاظ د برتیانیا په اوبو کې د کډوالو له ستونزو سره مخ ژغورل شوې کښتۍ به د برتیانیا سواحلو ته بیرته و ګرځول شي.»