ویال کمپ. د کډوال نیوز له ارشیف څخه
ویال کمپ. د کډوال نیوز له ارشیف څخه

یوناني چارواکو د کورونا ویروس د پېښو د ډېرېدو له امله د خیوس ټاپو د مهاجرو په کمپ کې د قرنطین موده د راتلونکې نومبر میاشتې تر ۴مې پورې غځولې ده.

د ځایي رسنیو په حواله د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې چارو وزارت پرون پنجشنبه د دغه هیواد په خیوس ټاپو کې پروت د ویال د مهاجرو د هرکلي او پېژندنې مرکز کې د راتلونکې نومبر میاشتې تر ۴مې پورې د قرنطین موده د غځولو اعلان کړی دی.

ویال کمپ د روانې اکټوبر میاشتې له ۱۴مې راهیسې تر قرنطین لاندې دی. یوناني چارواکو د اکټوبر میاشتې په پیل کې ویلي وو چې دغه کمپ کې یې د کورونا ویروس زیاتې مثبتې پېښې ثبت کړې دي، خو په کورونا ویروس د اخته مهاجرو شمېر یې نه و ورکړی. ځایي رسنیو بیا راپور ورکړی و چې ویال کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۳۰ تنو لوړ دی.

دغه کمپ کې د قرنطین د غځولو تصمیم د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې، د روغتیا او د ولسي وګړو ساتنې وزارتونو له خوا نیول شوی دی.

د تېرې اګست میاشتې پر ۱۳مه ویال کمپ د کورونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه شوې وه چې له امله یې چارواکو پر یاد کمپ ګرځبندیز لګولی و. ویال کمپ د یونان په خیوس ټاپو کې موقعیت لري او نږدې ۳۰۰۰ مهاجر پکې ژوند کوي.  

په ورته مهال د لېسبوس د مهاجرو په نوي کمپ کې د ۲۴۰ مهاجرو د کورونا ویروس د ازموینو پایلې مثبتې راغلي دي. یاد مهاجر قرنطین شوي دي.

د تېرې سپټمبر میاشتې په پای کې د اټن په مالاکاسا کمپ کې یو ۶۱ کلن افغان مهاجر د کورونا ویروس له کبله مړ شو. دغه کس چې کورنۍ یې ورسره وه روغتون تر تر انتقالېدو وروسته سا ورکړې وه.  

په داسې حال کې چې د تېرې مې میاشتې له ۴مې راهیسې پر یونانیانو قرنطین پای ته رسېدلی، خو د مهاجرو هرکلي مرکزونه تر اوسه تر قرنطین لاندې دي. څو میاشتې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون نږدې ۲۰ سازمانونو د مهاجرو پر وړاندې د یوناني چارواکو پر تبعیضي چلند نیوکې کړې وې.

 

نورې ليکنې