د برتانیا د زندانونو د څار ادارې کارکوونکو تېره سپټمبر میاشت دوور ښار کې د تګ هوېن په ګډون له ځینو توقیف خونو څخه کتنه وکړه چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته رسېدونکي مهاجر پکې ساتل کېږي. یادې ادارې په خپل راپور کې دغو مرکزونو کې د مهاجرو هرکلي پر خرابو او نامناسبو شرایطو نیوکه کړې ده.
د برتانیا د زندانونو څار ادارې په یوه راپور کې چې تېره جمعه د اکټوبر ۲۳مه خپور شوی د مانش کانال له لارې په کوچنیو بېړیو کې برتانیا ته د رسېدونکو مهاجرو د هرکلي نامناسب شرایط غندلي دي.
دغې ادارې چې تېره سپټمبر میاشت له یادو توقیف خونو څخه کتنه کړې ویلي چې توقیف خونو کې د مهاجرو هرکلی شرایط نامنظم دي او چارواکو برتانیا ته د مهاجرو د رسېدا وړاندوینه نه وه کړې.
د یادې ادارې کارکوونکي په ځانګړې توګه د دوور ښار په تګ هوېن توقیف ځای کې د هرکلي شرایطو نامناسبوالی په ګوته کړی دی.
بیا ولولئ: مانش کانال: په آزادو اوبو کې د کډوالو ژغورنه څنګه تنظمېږي؟
د روان کال له جون تر اګست میاشت پورې ۲۵۰۰ مهاجر دغه مرکز ته انتقال شوي دي. دغه کسان بیا له تګ هوېن څخه نورو توقیف خونو ته استول شوي دي. د راپور له مخې تګ هوېن د هغو ودانیو په شان دی چې د جوړېدو په حال کې دي او کافي امکانات پکې نشته.
په ورته مهال د زندانونو د څار مشر پیتر کلارک زیاته کړې چې که څه هم «مهاجر دغه مرکز ته د رسېدو پر مهال لیت پیت شوي وو، خو دوی اړ وو چې څو ساعته په ازاده فضا او یا وړوکو کانتینرونو کې تېر کړي...» د نوموړي په خبره مرکز کې وچې جامې هم نه وې.
د یادې ادارې له خوا اخیستل شوي انځورونه ښيي چې تګ هوېن کې یوازې څو خیمې او داسې کانترونه شته چې کړکۍ نه لري.
په اصل کې مهاجر باید د لنډې مودې لپاره تګ هوېن کې وساتل شي، خو د زندانونو د څار ادارې راپور ښيي چې ځینو بندیانو تر ۵۰ساعتونو ډېر دغه مرکز کې تېر کړي او اوبو او د خوب لپاره وسایلو ته یې لاسرسی نه درلود.
یادې ادارې دغه راز توقیف خونو کې د کمسنه مهاجرو پر خراب وضعیت هم نیوکه کړې ده. د راپور له مخې ځینې کم عمر لرونکي مهاجر په غیرقانوني توګه بند کې ساتل شوي او یا هم د یارز وود د بالغو مهاجرو توقیف ځي ته استول شوي دي.
ټول هغه کسان چې په کوچنیو بېړیو کې برتانیا ته رسېږي په لومړي سر تګ هوېن مرکز ته استول کېږي. چارواکي بیا دغه کسان د برتانیا نورو مرکزونو ته انتقالوي. د زندانونو د څار اداره وایي چې له تګ هوېنه د کتنې په ورځ ۲۰۰ نوي مهاجر دې مرکز ته رسېدلي وو.
دا په داسې حال کې ده چې برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین د پي اې مېدیا له قوله وایي سږ کال تر ۷۴۰۰ ډېرو مهاجرو د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته رسولي دي چې د تېر کال پرتله ۴سلنه زیاتوالی ښيي. یوازې د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۲مه ۴۱۶ کسانو په کوچنیو بېړیو کې برتانوي سواحلو ته ځان ورساوه. بل پلو د پا دو کالې قومنداني وایي چې د روان کال له پیله راهیسې فرانسوي چارواکو برتانیا ته د مهاجرو د ورتګ لپاره د ۴۷۹ هڅو مخه نیولې، خو ۵۵۹ هڅې کامیابې شوې دي.