سعدیه حسابي د لیون ښار د «مووېز هرب» په رستوران کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
سعدیه حسابي د لیون ښار د «مووېز هرب» په رستوران کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

ځینو مهاجرو اروپایي هیوادونو ته تر رسېدو وروسته په بېلابېلو برخو کې بریاوې ترلاسه کړې دي. پخوانۍ افغان مهاجره سعدیه حسابي یوه له هغو کسانو ده چې د اشپزۍ په برخه کې زیاتې لاس ته راوړنې لري. کډوال نیوز له سعدیې حسابي سره د فرانسې په لیون ښار کې د مهاجرو د خوړو فېستیوال پر مهال لیدنه کړې ده.

نن پنجشنبه د اکټوبر میاشتې ۲۲مه پخوانۍ افغان مهاجره سعدیه حسابي د فرانسې د لیون ښار په «مووېز هرب» رستوران کې خپلو مېلمنو ته افغاني خواړه تیاروي. تیبو، فرانسوا، فاني او اوا هغه فرانسویان دي چې د خوړو د تیارولو په برخه کې ورسره همکاري کوي. د خوړو په لېست کې دغه نومونه لیکل شوي دي: اش، پکوره، پلو، بوراني، بغلاوه او فرني. نن د مهاجرو د خوړو فېستیوال ورځ ده او سعدیې د پخوانۍ افغان مهاجرې په توګه چې اوس پر مسلکي اشپزۍ بوخته ده دغه فېستیوال کې ګډون کړی دی.

آغلې حسابي وایي: «موخه مې دا ده چې د اشپزۍ له لارې خلکو ته رېښتني ارزښتونه انتقال کړم. زما په اند اوسني عصر کې انساني ارزښتونه سرچپه شوي دي. په اصل کې انسان اړتیا لري چې وخوري، ساه واخلي او مینه وکړي. خو اوس فرعي ارزښتونه پر اصلي ارزښتونو بدل شوي دي.» نوموړې زیاتوي چې اشپزي د ريښتیني ارزښتونو د انتقالولو یوه ډېره مهمه لاره ده.

دغه ۴۳ کلنه پخوانۍ افغان مهاجره چې دوه ماشومان لري تر ۱۴ کلنۍ پورې د افغانستان پلازمېنې کابل کې اوسېدلې ده. خو په کال ۱۹۹۰ کې یې د خپلې مور تر مرګ او افغانستان کې د امنیتي وضعیت تر خرابېدو وروسته اروپا ته کډه وکړه.

سعدیه وایي: «کابل کې مې ژوند ښه و. زه د رابعې بلخي ښوونځي کې زده کوونکې او د خپل ټولګي اول نمره وم. خو کله چې مې مور مړه شوه ما له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه.»

آغلې حسابي بیا د خپل مور پلار د یو پخواني ملګري په مرسته د فرانسې ویزه ترلاسه کړه او پاریس ته راغله.

د مهاجرو د خوړو فېستیوال په لیون ښار کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
د مهاجرو د خوړو فېستیوال په لیون ښار کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

«د یوې خپلواکې ښځې په توګه ژوند»

سعديه حسابي تر ۱۸ کلنۍ پورې د خپل مور پلار پخواني ملګري په کور کې اوسېدله. هغه وایي چې په لومړي سر یې له فرانسوي کلتور سره اشنایي نه درلوده. «فرانسوي ژبه مې نه وه زده. لومړی د فرانسوي ژبې کورس او بیا ښوونځي کې شامله شوم.» خو د سعدیې اصلي ستونزه کلتوري شوک و. «ما د ټولنیزو اصولو په اړه هېڅ معلومات نه درلودل. وخت ته مې اړتیا لرله چې له نوې نړۍ سره بلده شوم. بله خبره دا چې فرانسه کې بېلابېل امکانات او فرصتونه موجود وو.» سعدیه وایي لومړیو کې د خپل هیواد د وضعیت له امله شرمېدله. «له افغانانو سره مې هېڅ اړیکه نه لرله. فکر مې کاوه چې هیواد مې شاته پاتې دی. غوښتل مې چې د یوې خپلواکې ښځې په توګه ژوند وکړم او د خپل هویت د تعیینولو حق ولرم.»

اته لس کلنۍ کې سعدیې له یو ترېخ واقعیت سره مخ کېږي: «راته معلومه شوه چې زه په اصل کې فرزندي یم او مور او پلار مې رېښتني مور او پلار نه دي. خو زه یې په کور کې لویه شوې وم او دوی زما د مور او پلار حیثیت درلود.»

په همدغه کال سعدیه د ښوونځي تر پای ته رسولو وروسته د روغتیایي او ټولنیزو چارو (BEP Carrières sanitaires et sociales) په رشته کې لوړې زدکړې پیلوي. د نوموړې په حواله دغې رښتې ورته اجازه ورکړه چې د ښځو پر بدن او د ماشومانو پر زېږېدنې پوه شي.

سعدیې په ۱۹۹۶ کې د لیون ښار د قابلګۍ ښوونځي کې نوم لیکنه وکړه. هغې په ۱۹۹۸ کې یې خپل ډېپلوم ترلاسه کړ او د رون په رواني روغتون کې یې د ستاژ دوره پیل کړه. نوموړې د دې دورې په هکله وایي: «جالبه تجربه وه ځکه چې ما غوښتل انسانان وپېژنم. رواني روغتون کې دا زمېنه را ته برابره شوه.»

که څه هم په اصل کې سعدیه یوازې د یوې میاشتې لپاره دغه روغتون ته تللې وه، خو هغه وایي چې تر ۲۰۱۸ کال کې یې همهلته کار وکړ. نوموړې زیاتوي: «د ستاژ تر پای ته رسولو وروسته مې روغتون کې د کار غوښتنه وکړه. غوښتنه مې ومنل شوه او ما هلته خپل کار ته ادامه ورکړه.»

اساسي بدلون: «له ځان سره مې وویل چې دغه شخص زه نه یم»

سعدیه چې په کال ۲۰۰۵ کې فرانسوي تابعیت ترلاسه کړی، وایي: «په ۱۸ کلنۍ کې مې ټولې هیلې دا وې چې د نورو په شان دنده، کور، مېړه، موټر، ماشوم او سپی ولرم. هیلې مې پوره شوې. خو کله چې ۴۰ کلنه شوم، له ځان سره مې وویل چې دغه شخص زه نه یم، د همدې وجه ما د خپل ژوند د بدلولو پرېکړه وکړه.»

نوموړې په ۲۰۱۶ کې د اشپزۍ ښوونځي کې نوم لیکنه وکړه او په کال ۲۰۱۸ کې یې د ښوونځي تر پای ته رسولو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه. هغه وایي: «هڅه مې وکړه چې افغاني اشپزۍ سره اشنا شوم. په ۲۰۱۸ کې مې بیا خپله ټولنه جوړه کړه.»

د سعدیې حسابي د اشپزۍ ټولنه کابلیون (Kaboulyon) نومېږي چې د کابل او لیون څخه جوړ شوی دی. که څه هم سعدیه شخصي رستوران نه لري، خو هغې تر دې دمه له مشهورو فرانسوي اشپزانو سره همکاري کړې ده. نوموړې وایي: «په ۲۰۱۹ کې مې دوې ورځې د میشل ترواګرو سره اشپزي وکړه. هغه یو ډېر مشهور فرانسوی اشپز دی. رستوران ته یې ورغلم او پخلی مې وکړ.»

سعدیه له دوه کاله راهیسې په ځینو بنسټونو لکه پول بوکیوز (Fondation Paul Bocuse) او اپرانتي دوتوی (Apprentis d'Auteuil) او یا د ښوونځیو زده کوونکو ته د اشپزۍ درسونه ورکوي. نوموړې دغه راز د ځانګړو مراسمو لپاره خلکو ته افغانۍ خواړه لکه سمبوسې، بولاني، پلو او بوراني تیاروي. آغلې سعدیه دا هم وایي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د مهاجرو د خوړو په فېستوال کې ګډون کوي.

لیون ښار کې د مهاجرو د خوړو فیستوال ګډونوال. کرېډېټ: کډوال نیوز
لیون ښار کې د مهاجرو د خوړو فیستوال ګډونوال. کرېډېټ: کډوال نیوز

راتلونکې پروژه: اکو ویلاژ

سعديه وایي چې په لومړي سر کله چې فرانسې ته ورسېدله، له فرانسوي خوړو سره یې اشنایي نه لرله. «د فرانسې غذايي کلتور عجیب و. د بېلګې په توګه سمندري خواړه او بدبویه پنېر. خو اوس چې ګورم زه د ټولو دغو خوړو سره مېنه لرم.»

هغه زیاتوي چې د راتلونکي لپاره نورې برنامې هم لري. «له دوو میاشتو راهیسې مې یو انلاین کورس کې نوم لیکنه کړې. دا د ټولنیزو سازمانونو د جوړولو په هکله کورس دی.» سعدیه غواړي چې د دغه کورس تر پای ته رسولو وروسته د خپلې سترې پروژې کار پیل کړي چې اکو ویلاژ نومېږي. اکو ویلاژ د افغان ښځو لپاره د چاپېریال ساتنې اصولو په پام کې نیولو سره د یو کلي د جوړولو پروژه ده: «داسې یو ځای چې افغانې ښځې پکې کار وکړي او په هره برخه کې چې وي پکې ونده واخلي.»

سعدیه چې په کال ۲۰۱۹ کې یې د مني ګرام جایزه ترلاسه کړې وایي هغه ځان یوازې تر پولو او سرحدونو محدود نه بولي ځکه چې د نړۍ اوسېدونکې ده. «زه له دوو کلتورونو څخه استفاده کوم، نو شتمنه یم.»

 

نورې ليکنې