رحمت د ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۰ پورې په موریا کمپ کې اوسېده. کرېډېټ: رویترز، ۲۰۱۸، له ارشیف څخه
رحمت د ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۰ پورې په موریا کمپ کې اوسېده. کرېډېټ: رویترز، ۲۰۱۸، له ارشیف څخه

ډېری افغانان اروپایي هیوادونو ته د راتګ په موخه د ترکیې له لارې یونان ته ځان رسوي. دمګړۍ د دغه هیواد د مهاجرو په کمپونو او یا عامه پارکونو کې په زرګونو کسان ایسار پاتې دي. ۳۷ کلن حکمت* یو له هغو مهاجرو دی چې له خپلې ۴ میاشتنۍ لور سره د یونان پلازمېنه اټن په وېکتوریا پارک کې شپې سبا کوي. نوموړي د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«زه له خپلې ۴ میاشتنۍ لور سره د اټن په وېکتوریا پارک کې اوسېږم. څو میاشتې مخکې مې قبولي ترلاسه کړه. هغه وخت زما ښځه او درې ماشومان هم یونان کې اوسېدل، خو دوی د ټولنیزې ساتنې سند تر ترلاسه کولو وروسته جرمني ته لاړل. زه له خپلې کوچنۍ لور سره یونان کې پاتې شوم ځکه چې لور مې تر اوسه د پېژندنې کارت نه لري.

موږ نږدې ۱۲ میاشتې مخکې د پناه غوښتنې مرکه ترسره کړه. لس میاشتې وروسته مو د مرکې ځواب را ورسېد. خو د کورونا ویروس له امله و نه توانېدم چې د خپلې ښځې د پېژندننې کارت ترلاسه کړم. صبر مو وکړ ترڅو چې بندیزونه نرم شي، بیا مو کارت ترلاسه کړ. هغه مهال موږ ټول د یونان په لېسبوس ټاپو کې اوسېدو.

لور مې هم لېسبوس کې وزېږېدله. چارواکو څخه مو غوښتنه وکړه چې ور ته هم کارت ورکړي. خو دوی را ته وویل چې د نوې زېږېدلې ماشوم د کارت ترلاسه کولو لپاره باید اټن ته ولاړ شو.

د امکاناتو نشتوالی

کله چې اټن ته را ورسېدو، هېڅ ډول امکانات مو نه درلودل. موږ سره دولتي مرستې بندې شوې وې او د اوسېدو ځای مو هم نه درلود. له مجبورۍ د اټن وېکتوریا پارک ته مو پناه راوړه. دوه میاشتې مو تر ونو لاندې تېرې کړې. یوازې یو کمپل مو درلود. کافي خواړه او څښاک مو نه لرل. له نېکه مرغه چې لږې پیسې مې درلودې، ځینو سازمانونو هم مهاجرو ته خوراکي توکي ورکول.

پارک کې امنیتي وضعیت خراب و. د شپې له خوا به مې خوب نه کاوه ځکه چې د غلو څخه مې وېره درلوده. ښځه او ماشومان مې بالاخره جرمني ته لاړل ځکه چې د پېژندنې کارت او افغاني پاسپورټونه لرل.

دوی اوس د جرمني د مهاجرو په یو کمپ کې ژوند کوي او هلته یې د پناه غوښتنه کړې ده. خو زه تر هغه وخت پورې جرمني ته نه شم تللی چې لور مې د پېژندنې کارت ترلاسه کړي. چارواکي وایي چې دا کار به یو کال وخت ونیسي.

د مهاجرت پیل

زه له خپلې کورنۍ سره د ۲۰۱۸ په اکټوبر میاشت کې د یونان لېسبوس ټاپو ته ورسېدم. تر دې دمخه ایران پلازمېنه تهران کې مهاجر وم. هلته مې په ساختماني برخو کې کار کاوه، خو ایران کې مې د اوسېدو اجازه نه درلوده. له پولیسو څخه مې وېره لرله. که دوی مهاجر ونیسي یا رشوت ترې اخلي او یا یې ډیپورت کوي. زوی مې ښوونځي ته د تلو حق نه درلود ځکه چې مهاجر و. د خلکو او پولیسو چلند هم د مهاجرو سره سم او انساني نه و.

بیا ولولئ: افغان مهاجر فیصل: «د جګړو له امله خپل کلي پرېښودو ته اړ شوم»

په ۲۰۱۸ کې مې له یو قاچاق وړونکي سره تېلېفوني خبرې وکړې. را ته یې وویل چې لومړی باید خپلې پیسې یوه صرافي کې پرېږدم. بیا له خپلې کورنۍ سره د ازادي ډګر ته ولاړم. د قاچاق وړونکي موټر راغی او موږ یې له ترکیې سره پولې ته څېرمه انتقال کړو. دوه شپې مو د ده په کور کې تېرې کړې. کور کې یې دوې نورې افغانې کورنۍ هم وې. بیا یې یو بل موټر کې سپاره کړو او د ترکیې پولې ته یې انتقال کړو. دغه نیسان موټر کې ۲۵کسان سپاره ول. هوا ډېره یخه وه. هلته ځینې خیمې درول شوې وې. ښځې خیمې ته را دننه شولې خو موږ په ازاده هوا کې د سفر پیل ته انتظار کاوه.

د شپې په ۳ بجو قاچاق وړونکی راغی او موږ یې ترکیې ته انتقال کړو. موږ د ترکیې وان سیمه ته نږدې د نوموړي په کور کې اوسېدو. څه موده وروسته یې موټر کې سپاره کړو او انقرې ته واستولو. دوه شپې مو د انقرې په جومات کې تېرې کړې. بیا مو د یو افغان مهاجر په مرسته چې ترکي یې زده وه د سرویس تکټونه واخیستل او استانبول ته ولاړو.

سمندر کې مو کښتۍ خرابه شوه

خو استانبول کې مو وضعیت نور هم سخت شو. د کور د موندلو هڅې مو وکړې خو د پېژندې کارت د نه لرلو په صورت کې څوک تاسو ته کور نه درکوي. د شپې له خوا هوا ډېره سړه شوې وه.

یو ځل بیا مې له یو قاچاق وړونکي سره خبرې وکړې، ورته مې وویل چې غواړو یونان ته ولاړ شو. موږ یې یو زېر زمین ته انتقال کړو. لس شپې مو هلته تېرې کړې خو له زېرزمینه د وتلو اجازه مو نه درلوده. موږ ته یې د پیسو په بدل یوازې بېسکېټونه راکول. بیا یې یو موټر کې سپاره کړو او سمندر په لور یې حرکت وکړ.

دا ځل مو کښتۍ سمندر کې خرابه شوه. ترکي ځواکونو وژغورلو او چناق قلعې ته یې انتقال کړو. بیا یې له موږ څخه پیسې واخیستلې او د ترکیې د خاورې د پرېښودلو سندونه یې راکړل.

دا کار مو څلور ځله تکرار کړ. خو په پنځم ځل یونان ته ورسېدو. کښتۍ کې مو د۱۶ کمسنه مهاجرو په ګډون ۳۵ کسان سپاره ول. د سفر پر مهال مو کښتۍ ته اوبه دننه شوې. خپل ټول وسایل مو سمندر ته واچول او په ډېرې سختۍ مو له کښتۍ څخه د اوبو د ایستلو هڅې وکړې.

افغان کډوال کریم خان یونان کې: «یوازنۍ هیله مې دا ده چې ماشومان مې ښه راتلونکی ولري»

خپلو ماشومانو ته روښانه راتلونکی غواړم

کله چې لېسبوس ټاپو ته ورسېدو، لومړی په یو کمپ کې تر قرنطین لاندې وو. چارواکو بیا موریا کمپ ته انتقال کړو او یوه خیمه یې راکړه. خو خیمه مو وړوکې وه او ما له خیمې بهر شپې سبا کولې. دغه راز ما هر سهار له ۴ تر ۸ بجو پورې د سبا ناري په لیکو او د ورځې له ۱۱ تر ۲ بجو د غرمي ډوډۍ په لیکو کې انتظار کاوه. بالاخره مو ځواب را ورسېد او موږ موریا کې د اورلګېدنې یوه ورځ مخکې اټن ته راغلو.

اوس چې وېکتوریا پارک کې ایسار پاتې یم نه پوهېږم چې څه باید وکړم. لور مې ناروغه ده او باید د ۲۰۲۱ په جنورۍ میاشت کې عملیات وشي. خو زه پیسې نه لرم. دلته دواګانې وړیا دي، خو طبي معاینې وړیا نه دي. ژمی هم په را رسېدو دی او موږ په ازاده هوا کې شپه سبا کوو.

یوازنۍ هیله مې دا ده چې ټول ماشومان مې له خپلې مور سره جرمني کې ژوند وکړي. ما په افغانستان کې ستونزې درلودې، ویره مې لرله چې ښایي ووژل شم، خو دلته مې وضعیت نور هم سخت شو. دمګړۍ وېکتوریا پارک کې د ژوند تر ټولو سختې ورځې تېروم. زما برخلیک مهم نه دی، خو خپلو ماشومانو ته روښانه راتلونکی غواړم.»


  • مستعار نوم
 

نورې ليکنې