د کډوالو یوه کښتۍ د مانش په کانال کې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۶ مه و ژغورل شوه. انځور: د فرانسې سمندري ځواکونه
د کډوالو یوه کښتۍ د مانش په کانال کې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۶ مه و ژغورل شوه. انځور: د فرانسې سمندري ځواکونه

د وروستیو شمېرو له مخې پرون سه شنبه د دنکرک په ساحلي اوبو کې د مهاجرو د یوې بېړۍ ډوبېدنه پېښه کې د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.

پرون سه شنبه د اکټوبر ۲۷مه مانش کانال کې د مهاجرو د بېړۍ ډوبېدنه پېښه کې د یوې ښځې او دوو ۵ او ۸ کلنو ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.

فرانسوي ژغورونکو لوموي د یو سړي جسد وموند او د درې نورو مهاجرو چې د زړه سکته یې کړې وه د ژغورلو لپاره هڅه وکړې. خو دغو کسانو هم ساه ورکړه. د ژغورونکو یوې سرچینې ویلي چې تر پېښې لږ موده وروسته دوه قربانیان د بېړۍ پاتې برخه کې وموندل شول چې سمندر کې ډوبه شوې وه.

د سیمې قومندان هروې تورمانت لون پلاژ کې د یوې خبري کنفرانس پر مهال وویل چې د عینو شاهدانو په حواله یو بل کس چې «ښایي نوی زېږېدلی ماشوم وي د لادرکه شویو کسانو په ډله کې دي.»

ژغورل شوي ۱۵ کسان چې ایرانیان دي او په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم شته د کالې او دنکرک روغتونونو ته انتقال شوي دي. د شمالي سیمې قومندانۍ د یوه مهاجر روغتیایي وضعیت نازک بللی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د سپرلیو کره شمېر نه دی معلوم، خو داسې معلومېږي چې ۱۹ تر ۲۰ کسان د مهاجرو په بېړۍ کې سپاره ول.

بیا ولولئ: مانش کانال: په آزادو اوبو کې د کډوالو ژغورنه څنګه تنظیمېږي؟

د مهاجرو دغه بېړۍ د سهار په ۹ نیمو بجو د یوې برتانوۍ کښتۍ له خوا په داسې حال کې ولیدل شوه چې غوښتل یې بېرته ساحل ته را وګرځي خو ډوبه شوه. لږ وروسته چارواکو شپږ کښتۍ او درې چورلکې د یادې بېړۍ د ژغورلو لپاره سمندر ته واستولې. د ژغورنې عملیاتو بیا تر شپې پورې دوام وکړ.

د شمالي سیمې قومندان هروې تورمانت دا هم وویل چې د هوا خرابو حالاتو هم د کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې رول درلود.

له څو میاشتو راهیسې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. د فرانسې د سمندري قومندانۍ په حواله ۲۰۱۹ کې ۴ کسان مانش کانال کې مړه شوي دي. د روان کال تر دې دمه مانش کانال کې د وژل شویو شمېر ۳ کسان ویل شوي وو، خو له دغې نوې پېښې سره د سږني کال د قربانیانو شمېر ۷ کسانو ته رسېږي.

 

نورې ليکنې