تېره ورځ مانش کانال کې تر ټولو غمجنه پېښه رامنځ ته شوه. د دنکرک ساحلي اوبو کې د مهاجرو د بېړۍ ډوبېدو پېښه کې ۴ کسان چې په ډله کې یې دوه ماشومان هم دي مړه شول. د لادرکه شویو کسانو د لټون عملیات پای ته رسېدلي او داسې معلومېږي چې نور د ژوندیو مهاجرو د موندنې چانس نشته. پولیسو د احتمالي قاچاق وړونکو د موندلو په موخه ژغورل شوي ۱۴ کسان توقیف کړي دي.
دا مانش کې تر ټولو غمجنه پېښه ده. د مانش او شمالي سمندر قومنداني کډوال نیوز ته وایي چې پرون سه شنبه سهار د اکټوبر ۲۷مه مانش کانال کې د مهاجرو یوه بېړۍ چې تر ۲۰ ډېر کسان پکې سپاره و د دنکرک ساحلي اوبو په «۳ کیلومترۍ کې» ډوبه شوه.
دغه پېښه کې یو سړی، یوه ښځه، او دوه ۵ او ۸ کلن ماشومان مړه شوي دي.
«سمندر کې یوازې د ۶ ساعتونو لپاره د ژوندي پاتې کېدو امکان شته»
د مانش قومنداني وایي چې تېره ورځ د ماښام په ۶ بجو د لادرکه شویو مهاجرو د موندلو عملیات پای ته رسېدلي. یاده قومنداني زیاتوي چې د ژغورنې عملیات د سهار په ۱۰ بجو پیل شول. نور د ژوندي کسانو د موندلو هېڅ چانس نشته.
«د اوبو د تودوخې درجه ۱۴ ده او د شمال چټکیا په ساعت کې ۳۰ کیلومتره اټکل شوې ده. له بده مرغه په داسې شرایطو کې سمندر کې تر ۶ ساعتونو ډېر د ژوندي پاتې کېدو چانس نشته.»
تر اوسه د مړو کره شمېر نه دی معلوم. دا هم معلومه نه ده چې بېړۍ کې څومره کسان سپاره ول. ۱۵ کسان چې په ډلې کې یې ښځې او ماشومان هم دي ژغورل شوي دي. د لومړینو معلوماتو له مخې دوی ټول ایرانیان دي او د کالې او دنکرک روغتونونو ته انتقال شوي دي. د عیني شاهدانو له مخې ممکن چې یو نوی زېږېدلی ماشومان د لادرکه شویو کسانو په ډله کې وي.
د دنکرک څارنوال بیا ویلي ځینې کسان وایي چې کښتۍ کې ۲۲ مهاجر سپاره وو. مانا یې دا ده چې د یو نوی زېږېدلی ماشوم په ګډون ۳ کسان تر اوسه لادرکه دي.
یاد څارنوال زیاته کړې چې د احتمالي قاچاق وړونکو د موندلو له پاره ژغورل شوي ۱۴ کسان په توقیف کې دي. د نوموړي په حواله د دغو کسانو د توقیف موخه دا ده چې «معلومه شي دوی قربانیان دي که قاچاق وړونکي...»
«برتانوۍ بېړۍ د ځینو مهاجرو د ژغورنې توان درلود»
د ماربوزت په نامه یوې برتانوۍ بېړۍ د سه شنبې د سهار په ۹ نیمو بجو چارواکو ته د مهاجرو د یوې کښتۍ په اړه اطلاع ورکړه چې د ډوبېدو او بېرته راګرځېدو په حال کې وه. چارواکو بیا سمندر ته ۶ کښتۍ او درې چورلکې واستولې. د مانش قومنداني وایي: «ماربوزت تېر سهار دغه کسان لیدلي وو. کله چې کښتۍ ته یې رانږدې شو، مهاجر اوبو کې غورځېدلي وو. دغې [برتانوۍ] بېړۍ د ځینو کسانو د ژغورنې توان درلود...»
د پېښې په اړه پلټڼې پیل شوې او مسولیت یې سرحدي پولیسو ته سپارل شوی دی.
په ورته مهال د برتانیا د کورنیو چارو زیرې پریتي پاتل د پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دی چې دا پېښه د مانش له لارې د ناقانونه سفرونو «ګواښونه» رابرسېره کوي. هغې زیاته کړې: «زه به خپلې ټولې هڅې وکړم چې د هغو بې باکه مجرمانو مخه ونیسم چې زیان منونکي کسان استثماروي.»
له څو میاشتو راهیسې مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. د سمندري قومندانۍ په حواله د روان کال تر دې دمه مانش کې ۳ کسان مړه شوي وو، خو اوس یې شمېر ۷ کسانو ته رسېږي.
تېره اکټوبر میاشت د فرانسې سنګاټ ساحل کې د یو سړی جسد وموندل شو چې ژغورنې واسکټ یې اغوستی و. دوه میاشتې مخکې د یو بل کس جسد همدغه ساحل کې موندل شوی و.
د مانش او شمالي قومندانۍ د شمېرو له مخې د روان کال له جنورۍ د اګست تر ۳۱مې پورې ۶۲۰۰ کسانو هڅه کړې چې کوچنیو کښتیو کې برتانیا ته ځان ورسوي.