نږدې ۵۰۰۰۰۰ ناقانونه مهاجر په لنډن کې اوسېږي. کرېډېټ: پېکسابي
نږدې ۵۰۰۰۰۰ ناقانونه مهاجر په لنډن کې اوسېږي. کرېډېټ: پېکسابي

د برتانیا حکومت پرېکړه کړې چې د مهاجرت د نوي پلان په چوکاټ کې دغه هیواد کې د بهرنیو کارګرو د مېشتولو لپاره د کلنیو عوایدو کچه ۲۵۶۰۰ پونډ ته راټیټه کړي. تر دې دمخه بهرني کارګر اړ وو چې برتانیا کې د مېشتېدو لپاره په کال کې ۳۵۸۰۰ پونډ ترلاسه کړي.

د برتانیا حکومت د مهاجرت د نوي پلان په چوکاټ کې د بهرنيو کارګرو د مېشتولو لپاره د دغو کسانو د کلنیو عوایدو کچه ۲۵۶۰۰ پونډ ته راټیټه کړې ده. د برتانوۍ ورځپاڼې تېلېګراف په حواله چارواکو دغه قاعده «په چوپه توګه» وضع کړې ده.

یاده ورځپاڼه زیاتوي چې «تر دې دمخه بهرني کارګر اړ وو چې په کال کې له ۳۵۸۰۰ نه کم عاید ترلاسه کولو په صورت کې دغه هیواد کې تر ۶ کلونو ژوند وروسته له برتانیا څخه ووځي.»

د کورنیو چارو وزارت دا پرېکړه هغو بهرنیانو ته برتانیا کې د اوسېدو اجازه ورکوي چې په کال کې یې عاید تر ۲۰۴۸۰ یورو لږ دی. دغه کسان همداراز د برتانیا د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنه کولی شي.

بل پلو ګارډین وایي چې دغه مهاجر کولی شي «هغو کارونو ته ځان نوماند کړي چې د کارګرو شمېر پکې لږ دی.»

د برتانیا د مهاجرت نوی پلان به د ۲۰۲‍۱ د جنورۍ په لومړۍ نېټه پلی شي. د دې پلان له مخې هغه بهرنیان چې ۷۰ پاینټونه یې ترلاسه کړي برتانیا ته د کار کولو لپاره تللی شي. دغه پاینټونه د وړتیاوو، د کار نوعیت، له انګلېسي سره اشنایي او د معاش پر بنسټ ورکول کېږي. د بېلګې په توګه:

  • هغه کسان چې مناسب مسلکي مهارتونه لري ۲۰ پاینټونه ترلاسه کولی شي.
  • له انګلېسي سره اشنایي ۲۰ پاینټونه لري
  • هغه کسان چې غواړي په داسې برخو کې کار وکړي چې د کارګرو شمېر پکې لږ دی ۲۰ پاینټونه لري
  • ډوکټورا لرونکي مهاجر د خپل مسلک پر اساس ۱۰ تر ۲۰ پاینټونه ترلاسه کوي.

د برتانیا د کورنیو چارو پخوانۍ وزیرې ترېزا مې په ۲۰۱۱ کې پرېکړه کړې وه چې بهرني کارګر یوازې په دې شرط برتانیا کې اوسېدلی شي چې په کال کې یې عاید ۳۵۸۰۰ پونډ وي.

 

نورې ليکنې