مانش کانال کې د مهاجرو بېړۍ. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز
مانش کانال کې د مهاجرو بېړۍ. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز

تېره سه شنبه د اکټوبر ۲۷مه مانش کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې ۴ قربانیان د یوې کردۍ ایرانۍ کورنۍ غړي وو. د دغې کورنۍ تره ویلي چې تر دې دمه یې ۱۵ میاشتنی وراره هم لادرک دی.

بي بي سي د علي په نامه د دې کورنۍ د تره له قوله وایي چې پېښه کې ۳۵ کلن رسول ایران نژاد، ښځه یې ۳۵ کلنه شیوا محمد پناهي، او ۹ او ۶ کلن ماشومان یې اناهیتا او آرمین مړه شوي دي.

دغه کورنۍ د ایران د سوېلي سیمې سردشت اصلي اوسېدونکې وه چې عراق سره ګډه پوله لري.

بي بي سي زیاتوي چې تر دې دمه د ۱۵ میاشتني ارتین برخلیک نامعلوم دی. د نوموړي تره علي بي بي سي ته ویلي: «ځینې کسان وایي چې ژوندی دی، ځینې نور وایي چې مړ شوی دی.»

هغه زیاته کړې: «کورنۍ مو ناامېده شوې ده. پلار، مور او خوېندې مې سخت ژاړي.» د علي په خبره دغې کورنۍ برتانیا ته د رسېدو له پاره قاچاق وړونکو ته «زیاتې پیسې ورکړې وې».

بیا ولولئ: مانش کانال کې غمجنه پېښه: نور د ژوندیو مهاجرو د موندنې چانس نشته

تېره ورځ د دنکرک څارنوال چې د پېښې د څېړلو مسولیت په غاړه لري وویل د ژغورل شویو ۱۴ تنو څخه یې تحقیقات کړي دي، خو یو بل مهاجر تر اوسه تر روغتیایي درملنې لاندې دی.

د عیني شاهدانو په حواله مړه شوي مهاجر د یوې کورنۍ غړي وو. د ځینو سرچینو په خبره دغه بېړۍ کې ټولټال ۲۲ مهاجر سپاره ول. مانا یې دا چې تر دې دمه د یوه کوچني ماشوم په ګډون درې تنه نور لادرکه دي. اټکل کېږي چې دغه ماشوم د وژل شوې کورنۍ غړی وي.

په ورته مهال د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې برتانیا ټولې خيلې هڅې کوي چې د هغو بې باکه جرمي ډلو مخه ونیسي چې زیان منونکو کسانو ته د خطرناکو سفرونو زمینې برابروي.

بل لور ته ۳۷ کلن عراقي کرد شومان مانیش سکای نیوز ته ویلي چې دنکرک سیمه کې له یادې کورنۍ سره اشنا شوی و. د نوموړي په حواله دا یوه «عالي» و «صمیمي» کورنۍ وه.

هغه زیاته کړې: «دوی ته مې مشوره ورکړه چې هیله کوم کښتۍ کې [برتانیا ته] مه ورځئ. څو وار مې ورته وویل خو دوی ما ته غوږ و نه نیو... خدای ته یې توکل وکړ، فکر یې کاوه چې خدای به یې وساتي.»

بیا ولولئ: مانش کانال: په آزادو اوبو کې د کډوالو ژغورنه څنګه تنظیمېږي؟

هغه کمپ کې چې یادې کورنۍ پکې ژوند کاوه «ټول خلک غمجن دي». شومان وایي چې دغه خبر دردولی، «خو موږ څه کولی شو؟»

دا مانش کانال کې تر ټولو غمجنه پېښه ده. سږ کال تر دې دمه یاد کانال کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷ تنو ته رسېږي. د رسمي شمېرو له مخې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اګست تر ۳۱مې پورې ۶۲۰۰ کسانو کوچنیو کښتیو کې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کړې ده.

په ورته مهال د برتانیا حکومت مانش کې د مهاجرو د مخنیوي لپاره خپل مهاجرتي سیاست سخت کړی او د برتانیا د پناه غوښتنې سیستم کې یې بدلون راوستی دی.

 

نورې ليکنې