هانوور هوايي ډګر ته له يونان څخه د مهاجرو رسېدنه / آرشيف انځور
هانوور هوايي ډګر ته له يونان څخه د مهاجرو رسېدنه / آرشيف انځور

و آلمان ته له يونان څخه د مهاجرو د لېږد په لړۍ کي د پنجشنبې په ورځ د مهاجرو نوې ډله د هانوور هوايي ډګر ته ورسېدله.

د ماشوم مهاجرو او د هغوی د کورنيو يوه بله ډله له يونان څخه و آلمان ته ورسېده. په دې ترڅ کي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۲۹مه) د آلمان په هانوور هوايي ډګر کي له ماپښين مخکي ۶۶ مهاجر له الوتکي راکښته سول. په دغو کي ۱۳ کورنۍ او ۱۸ داسي کم سن ماشوم مهاجر شامل ول چي بېله سرپرسته ول. دغه معلومات د آلمان د کورنيو چارو وزارت ورکړل.

تازه رارسېدلي مهاجر به د آلمان پر بيلو ايالتونو وويشل سي. په دې توګه نو د اپريل له مياشت څخه له يونان څخه ۱۰۷۵ مهاجر آلمان ته د الوتکو په مرسته راوستل سوي دي.

د هغه وروسته چي د يونان په ليسبوس ټاپو کي اور ولګېد او په زرهاوو مهاجرو خپله سرپناه له لاسه ورکړه نو د آلمان حکومت چمتو والی وښودی چي له يونان څخه ۱۵۵۳ مهاجر چي د محافظت اړتيا لري، ومني. په دې ترڅ کي د ۱۵۰ بې سرپرسته ماشوم مهاجرو د منلو ژمنه هم وسوه. 

آلمان د ياد شمير تر څنګ د اروپايي اتحاديې د يو مرستندويه اقدام په ترڅ کي هم ۲۴۳ ناروغ ماشومان او د هغوی کورنۍ مني. په ټوليزه توګه به له يوناني ټاپوګانو څخهو ۲۷۵۰ مهاجرو آلمان ته راوستل کيږي.

آ./ا.ا. 

 

نورې ليکنې