په ليسبوس کي زيات ماشومان هم تر رواني فشار لاندي دي
په ليسبوس کي زيات ماشومان هم تر رواني فشار لاندي دي

د موريا کمپ په پخواني اوسېدونکو مهاجرو کي د رواني ناروغيو بحران مخ په پراخېدو دی. د ليسبوس په نوي کمپ کي حتی بعضي ماشومان هم روانې درملنې ته اړ دي.

د هغه وروسته چي د ليسبوس پر ټاپو د موريا په کمپ کي اور ولګېد نو شاوخوا ۱۲ زره مهاجر بې سرپناه سول. يونان له سوځل سوي موريا کمپ څخه مهاجر د خيمو جوړ سوي نوي کمپ ته انتقال کړل. 

د نور په نوم ۱۷ کلنه سوريايي مهاجره هم د ګڼ شمېر نورو مهاجرو په شان له خيمو په جوړ سوي نوي کمپ کي شپې او ورځي تېروي. هغه وايي چي کله چي په نوامبر کي په موريا کمپ کي اور ولګېد نو دې خپلي مور ته وويل چي هلته يې پرېږدي چي مړه سي.

د کمپ د يو شمير نورو بالغو او نابالغو اوسېدونکو په شان نور هم د ډپرېشن يا ژورخفګان ضد درمل خوري.

پر ماشومانو اوږدمهاله اغېزې

د موريا کمپ د اورلګېدنې وروسته په لومړيو اونيو کي له کمپ څخه هغه ماشومان چي بې سرپرسته ول، د يونان مرکزي وچې ته انتقال کړل سول. خو يو شمير نور ماشومان په ليسبوس ټاپو کي پاته سول. 

د بې سرحده ډاکټرانو له سازمان څخه د روانې ناروغيو ډاکټر ګرېګ کافارنوس په ليسبوس کي د پناه غوښتونکو درملنه کوي. هغه وايي چي هغه مهاجر چي د تر ټولو لوی ګواښ سره مخامخ دي، هغه ماشوم مهاجر دي. د هغه په وينا دغه لوی ګواښ اوږدمهاله رواني اغيز دی.

کافارنوس و مهاجر نيوز ته وويل: «ماشومان ريزيلينت دي او بېرته رغيږي، خو دوی په داسي يو عمر کي هم قيام لري چي د دوی د کردار او شخصيت د جوړېدنې وخت وي.»

د رواني چارو دغه کارپوه زياتوي: «که دوی په دغه کم عمر تراوماتيکه تجربه ولري نو دا به د هغوی پر شخصيت جوړېدنه او کردار په راتلونکي کي اغېز او به دې توګه اوږدمهاله ستونزي د پايلي په توګه ولري.» 

په دغه کمپ کي اوسېدنکی ماشومان مخ په زياتېدونکې توګه د ناهيلۍ احساس لري. د کافارنوس په وينا په زياته هغه وخت کله چي دوی ويني چي موږ او پلار يې نه سوي کولای چي خپله فيصله وکړي او بند او ناهيلي دي.

کافارنوس زياتوي: «که يو اته کلن ماشوم لا تسليم سوی وي او هيله يې له لاسه ورکړې وي، نو دغه ماشوم به په ۱۲ کلنې او ۱۶ کلنې څنګه وي؟ که يو ماشوم په ۸ کلنۍ او ۱۰ کلنۍ لا و روانې درملو ته اړ وي چي علايم يې بايد پر سرحد کي وساتل سي، نو دا به د ماشوم له پاره په راتلونکي کي څه معنی ولري؟»

د کافارنوس په وينا کله چي رواني ستونزي د تراوما په نتيجه کي رامنځ ته سي او د تراوما سره اړين چلن نه ؤ سوی، نو بيا له سايکولوژيستيکي ستونزو څخه اوږدمهاله ناروغي جوړيږي: «نو موږ څه کوو؟ موږ د ماشومانو يو داسي نسل رالويوو چي خپل ټول پاته ژوند به و رواني درملو ته اړتيا ولري.»

احمد(مستعار نوم) د کمپ يو بل کمسن اوسېدونکی او ۲۵ کلن دی. هغه له افغانستان څخه په يوازي و يونان ته سفر وکړ. د هغه په وينا دوه واري يې کوښښ کړی دی چي ځانوژنه وکړي خو ملګرو يې مخه نيولې که نه نو دی به مړ وای.

له کمپ څخه انتقال يوازنی حل

د ژغورنې نړيواله کميټه کومه چي په ليسبوس کي د رواني ستونزو لرونکو پناه غوښتونکو او مهاجرو سره مرسته کوي. دغه سازمان مهاجرو ته مشورې او درمل ورکوي. خو د نړيوال سره صليب د سازمان د چارواکې مارتا روسو په وينا په داسي حال کي چي د بعضو کسانو روغتيايي وضعه بېرته بهتره کيږي خو «يوازنی اوږدمهال حل دا دی چي دغه کسان له داسي تراوماتيک ځای څخه چيري چي دوی اوسي انتقال کړل سي.»

د کافارنوس په وينا فرق نه کوي چي که د يو چا هر څومره رواني درملنه هم وسي خو که هغوی په دومداره توګه د تراوما سره مخامخ وي نو په درملنه کي پرمختګ د ناروغې څخه هميشه يو قدم شاته وي. هغه زياتوي: «زه د روانې تراوما کوم علاج نه لرم، په همدې توګه د تاوتريخوالي د ګواښ يا و ساده آسانتياؤ ته د نه لاسرسي ضد کوم علاج نه لرم. زه نه سم کولای چي يو شخص ته ووايم چي هر څه به ښه سي، ځکه چي زه خبر يې چي د هغوی له پاره به بهتري نه رامنځ ته کيږي.»

که تاسو د جدي بيا بيا راتلونکو خودکشۍ/ځانوژنې د فکرونو سره لاس او ګريوان ياست نو بېله فرق څخه چي د نړۍ په کوم کونج کي ژوند کوئ، کولای سئ چي پر دغه پاڼه https://www.befrienders.org مرسته ترلاسه کړئ.

په يونان کي د ځانوژنې د فکر لرونکو سره د مرستي له پاره يا خو د ۱۰۱۸ تليون شمېر له لاري پر تليفون تماس نيولای سئ او يا پر دغه پاڼه http://suicide-help.gr مرسته طلب کولای سئ.

م.م./ا.ا.

 

نورې ليکنې