فرانسه کې د دویم ځل لپاره ګرځبندیز لګول شوی. انځور: رویترز
فرانسه کې د دویم ځل لپاره ګرځبندیز لګول شوی. انځور: رویترز

د فرانسې حکومت د کورونا ویروس د دویم څپې د مخنیوي لپاره د یوې میاشتې لپاره د ګرځبندیز د لګولو اعلان کړی دی. نور جزیات یې لاندې مطلب کې لوستلی شئ.

سر له نن جمعه د اکټوبر میاشتې ۳۰مه فرانسه کې د دویم ځل لپاره ګرځبندیز ولګول شو. د فرانسې لومړي وزیر ژان کاستېکس ټینګار کړی چې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره «د حل بله لاره» نشته.

چارواکي اندېښنې ښیي چې دا وار د اپریل میاشتې پرتله د بستري کېدونکو مهاجرو شمېر زیات وي. د وروستیو شمېرو له مخې تر دې دمه فرانسه کې ۳۶۰۰ کسان د کورونا ویروس له امله مړه شوي دي. یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هیواد کې د قربانیانو شمېر ۲۵۰ تنو ته رسېږي.

ټول هغه کسان چې فرانسه کې اوسېږي د ګرځبندیز مراعاتولو ته اړ دي.

کډوال نیوز د نویو بندیزونو په هکله بشپړ معلومات ورکوي.

  • له کوره بهر وتل

له ټولو خلکو څخه غوښتل شوي چې خپلو کورونو کې پاتې شي.

که څه هم کارکوونکي خپلو کارځیو ته د ورتګ اجازه لري، خو حکومت ټینګار کړی چې له لېرې کار کولو ته باید لومړیتوب ورکړل شي. عامه ترانسپورت پرانیستی دی.

خلک یوازې په لاندې حالاتو کې له کوره وتلی شي:

  • د سودا اخیستلو لپاره (له سوپرمارکېټونو، درملتونونو، دوکانونو او... څخه)
  • ډاکټر ته د تلو لپاره
  • د قضایي او یا اداري مرکې د لرلو په صورت کې
  • د عامه ګټو ماموریتونو د ترسره کولو لپاره
  • سپورټ کولو او یا د خپلو کورنیو حیواناتو د ایستلو لپاره (یوازې د یو ساعت او د کور تر یو کیلومترۍ پورې)
  • د عاجلو کورنیو مسایلو لپاره

په دغو حالاتو کې خلک اړ دي چې د کورنیو چارو وزارت سایټ کې خپور شوی سند ډک کړي. کارفرمایان او ښوونځي خپلو کارکوونکو او زده کوونکو ته دایمي سندونه ورکوي.

له فرانسې نه بهر او یا د فرانسې دننه سفر منع دی.

له ګرځبندیزه سرغړونکی ۱۳۵یورو جریمه کېږي.

  • د غیرضروري ځایونو او دوکانونو تړل کېدل

د لومړي ګرځبندیز په څېر ټول هغه دوکانونه چې غیرضروري ګڼل کېږي باید وتړل شي. بارونه او رستورانتونه، سپورټي سالونونه، د کنفرانس سالونونه، سینماګانې او تیاترونه... تړلې دي.

  • دولتي ادارې او ښوونځي پرانیستي دي

دولتي ادارې او غذایي بازارونه د ګرځبندیز پر مهال پرانیستي دي. دغه راز به ټول وړکتونونه، ښوونځي او لېسې پرانیستې وي. خو د ابتدایي ټولګیو زده کوونکي د نورو زده کوونکو په شان باید ماسک وکاروي.

پوهنتونونو کې انلاین کورسونو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

  • عبادتځي پرانیستي دي خو د مذهبي مراسمو د ترسره کولو اجازه نه لري

عبادتځي به پرانیستي وي خو د ګرځبندیز پر مهال به د مذهبي مراسمو د ترسره کولو اجازه و نه لري.

خارو ته سپارلو مراسمو کې یوازې ۳۰ کسان ګډون کولی شي. د واده مراسمو کې د ګډونوالو شمېر۶ کسانو ته راټیت شوی.

چارواکي به ۱۵ ورځې وروسته د روغتیایي وضعیت بیا کتنه وکړي.

 

نورې ليکنې