پیکپا نن جمعه د اکټوبر ۳۰مه وتړل شو. انځور @lesvossolidarity
پیکپا نن جمعه د اکټوبر ۳۰مه وتړل شو. انځور @lesvossolidarity

یوناني چارواکو نن جمعه لېسبوس ټاپو کې د لېسووس سولیداریتي پیکپا د مهاجرو مرکز د تړلو عملیات پیل کړل. دغه مرکز زیان منونکو مهاجرو لکه ښځو او ماشومانو ته سرپناه برابروله. د پیکپا مدیرې د دې مرکز تړل «غیرانساني» بولي.

پیکپا مرکز د سولې او خوندیتوب ځای بلل کېده. یوناني چارواکو نن جمعه د اکټوبر میاشتې ۳۰مه د لېسووس سولیداریتي پیکپا مرکز د تړلو او له مرکز څخه د لسګونو مهاجرو د را ایستلو عملیات پیل کړل. دوی وایي چې دغه مرکز یو عامه ځای دی چې اشغال شوی و.

د یونانۍ د کډوالۍ وزارت پرون پنجشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې «دا یو عامه ځای دی چې په تېرو څو کلونو کې هغې ټولنې اشغال کړی و چې [د چارواکو] تر نظارت لاندې فعالیت نه کوي.»

یاد وزارت له لېسووس سولیداریتي پیکپا څخه غوښتي وو چې د مهاجرو د انتقالولو په بهیر کې چارواکو سره همکاري وکړي.

اټکل شوې چې د پیکپا ۷۴ اوسېدونکي میتیلین بندر ته څېرمه هغه کمپ ته انتقال شي چې د ښاروالۍ له خوا جوړ شوی دی.

دغه مرکز په کال ۲۰۱۲ کې جوړ شوی و او هدف یې دا و چې زیان منونکو مهاجرو ته سرپناه برابره کړي. د پیکپا مدیرې افي لاتسودي د مرکز تړل «غیرانساني» بللي دي.

هغې د پیکپا پر سایټ خپره شوې ویډیو کې ویلي: «موږ ته اطلاع نه وه راکړل شوې... له چارواکو څخه مو د وخت غوښتنه وکړه ترڅو د مرکز اوسېدونکو ته چې په ډله کې یې ګڼ شمېر ماشومان هم دي او له میاشتو راهیسې پیکپا کې اوسېږي، اطلاع ورکړو.»

د پیکپا د تړلو عملیات نن سهار په داسې حال کې ترسره شول چې رسنیو، ژباړونکو او روغتیایي ډلې مرکز ته د ننوتلو او له اوسېدونکو سره یې د اړیکه نیولو اجازه نه درلوده.

لېسووس سولیداریتي پیکپا له ۲۰۱۲ راهیسې مېندوارو ښځو، ماشومانو او معلولینو ته سرپناه برابروي. د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال پیکپا لېسبوس ټاپو کې ډېر مهم رول لوبولی و. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ په ۲۰۱۶ کې د مرکز مدیرې افي لتسودي ته د نوموړې د خدماتو په خاطر د هانسون جایزه ورکړه.

د ټولنو او د لېسبوس ځایي اوسېدونکو د مخالفتونو سره سره د یونان حکومت پرېکړه کړې چې د ۲۰۲۱ تر اوړي پورې لېسبوس ټاپو کې د موریا پخواني کمپ پر ځای یو تړلی کمپ جوړ کړي.  

 

نورې ليکنې

Webpack App