انځور: د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼه
انځور: د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼه

تېره سه شنبه مانش کانال کې د مهاجرو د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښې قربانیانو شمېر ۷ کسانو ته لوړ شوی. پېښه کې د ۴ مهاجرو تر مرګ وروسته پرون پنجشنبه دنکرک څارنوالۍ د درېو نورو کسانو چې په ډله کې یې یو کوچنی ماشوم هم دی د ورکېدو اعلان کړی.

دا مانش کې تر ټولو غمجنه پېښه ده. تېره سه شنبه د اکټوبر میاشتې ۲۷مه مانش کانال کې د مهاجرو د یوې بېړۍ د ډوبېدو پېښې د قربانیانو شمېر ۷ تنو ته لوړ شوی دی. پرون پنجشنبه د دنکرک څارانولۍ وویل چې د یو ۱۵ میاشتني ماشوم په ګډون ۳ کسان لادرکه دي.

له پېښې درې ورځې وروسته نور د دغو کسانو د موندنې هیله نشته.

پېښه کې د یوې کورنۍ ټول غړي وژل شوي: یو ۳۵ کلن سړی، ۳۲ کلنه ښځه او درې ماشومان یې. د دنکرک څارنوال سباستین پیېو بي بي سي سره د قربانیانو د خپلوانو د خبرو په تاییدولو سره د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دغه کورنۍ د ایران سوېلې سیمې سردشت اصلي اوسېدونکې وه.

د دې کورنۍ د ۸ کلنې نجلۍ او د ۶ کلنې زوی جسدونه تېره سه شنبه وموندل شول. عیني شاهدانو د پېښې په ورځ وویلي وو چې یو ۱۵ میاشتني ماشوم لادرک دی. د دنکرک څارنوال له مخې دغه کسان د کښتۍ د ډوبېدو پر مهال بېړۍ کې دننه بند پاتې وو.

لومړنۍ پلټنې ښيي چې پېښه کې دوه تنه نور چې تر اوسه یې هویت نه دی معلوم هم لادرکه شوي دي. بېړۍ کې سپاره ډېری مهاجر ایراني او عراقي کردان وو.

د وژل شوې کورنۍ تره تېره چهارشنبه بي بي سي سره په خبرو کې وویل: «کورنۍ مو ناامېده شوې ده. پلار، مور او خوېندې مې سخت ژاړي.» نوموړي زیاته کړه چې کورنۍ برتانیا ته د ورتګ لپاره زیاتې پېسې ورکړې وې.

چارواکو د ژغورل شویو ۱۵ تنو له ۱۴ څخه یې تحقیقات کړي دي. د دنکرک څارنوال ویلي چې د کښتۍ د چلوونکي د معلومولو لپاره ښایي دغه تحقیقات ادامه ولري. نوموړي زیاته کړې چې د قاچاق وړونکو د پېژندلو لپاره هم پلټنې روانې دي.

د روان کال له پیله راهیسې مانش کانال کې ۹ مهاجر مړه شوي دي. د رسمي شمېرو له مخې د روان کال د جنورۍ له پیله د اګست تر ۳۱مې پورې ۶۲۰۰ کسانو هڅه کړې چې کوچنیو بېړیو کې ځان برتانیا ته ورسوي. د برتانیا حکومت بیا ژمنه کړې چې د مهاجرو د څپې د مخنیوي لپاره خپل مهاجرتي سیاست کې بدلون رامنځ ته کړي.  

 

نورې ليکنې