ويکټوريا پارک کي يو ځوان مهاجر د خپلې ماشومې سره
ويکټوريا پارک کي يو ځوان مهاجر د خپلې ماشومې سره

تر څلورو مياشتو څخه لا زيات وخت مخکي يونان شاوخوا ۱۱ زره قبول سوي پناه غوښتونکي له کمپونو وايستل. زيات دغه مهاجر او د اتن په مرکز کي بې سرپناه پاته دي.

د ويکټوريا ميدان د يونان د پلازمېني په مرکزي برخه کي يو لوی پارک دی. د تاريکه کېدو سره سم دغه پارک ته هره شپه يو شمير کسان مخه کوي او هلته راغونډيږي. په دغو خلکو کي اکثریت يې مهاجر وي چي بعضي پکښي د خپل هيواد د خلکو تلاښ کوي، بعضي د تللو له پاره بل ځای نه لري او بعضي پکښي مور او پلار وي او نوزايده اطفال ورسره وي. په دغو کي حامله داره مېرمنې، فيزيکي او رواني ناروغان او زاړه انسانان هم شامل وي. تقريبا دوی ټوله بې سرپناه وي.

يوه افغانه کورنۍ چي په ويکټوريا پارک کي تر ونې لاندي شپې کوي/انځور: مېرمين مېکګرېګر ۲۰۲۰
يوه افغانه کورنۍ چي په ويکټوريا پارک کي تر ونې لاندي شپې کوي/انځور: مېرمين مېکګرېګر ۲۰۲۰

يوه افغانه کورنۍ د کارټن پر کاغذ او شړيو تر يوې ونې لاندي بديږي. هغوی و مهاجرنيوزي/انفومايګرنټس ته وويل چي د څو اونيو راهيسي تر همدغه یو ځای لاندي بديږي. په وينا يې دوی په لسبوس کي له موريا مهاجر کمپ څخه درته راغلي دي. د هغوی په وينا ورته د مهاجرو قبولي هم ورکول سوې ده.

آرمينه (مستعار نوم) وايي چي ځکه له افغانستان څه تښتېدلې ځکه چي طالب په په زور ورواده کېدونکې وه /انځور: مېرمين مېکګرېګر ۲۰۲۰
آرمينه (مستعار نوم) وايي چي ځکه له افغانستان څه تښتېدلې ځکه چي طالب په په زور ورواده کېدونکې وه /انځور: مېرمين مېکګرېګر ۲۰۲۰
څوارلس کلنه آرمينه (مستعار نوم) وايي:«زه له افغانستان څخه يم. زه دلته د خپل مور او پلار او ۱۶کلن ورور سره ژوند کوم. زما مور د زړه ناروغې او ورور مي رواني ناروغي لري. موږ دلته اوسيږو، خو هغوی زموږ سره مرسته ونه کړه. دوی موږ ته د ژوند کولو له پاره ځای او نه هم غذا او اوبه راکړي دي.»

پوليس کله کله د ويکټوريا ډګر له راغلو انسانانو څخه خالي کړي. مهاجرو وايي چي د پوليسو له خوا دغه عمليات په زياته د ماشومانو له پاره بېروونکي وي. پوليسو په تيرو مياشتو کي څو ځله مهاجر له دغه ځای څخه و اېليوناس يا د اتن نورو مهاجر کمپونو ته انتقال کړي دي کوم چي تر اندازې زيات ډک دي. 

۱۹ کلنه سادو د يوې ملګرې او د هغې د طفل سره په يوه خونه کي ژوند کوي/انځور: مېرمين مېکګرېګر ۲۰۲۰
۱۹ کلنه سادو د يوې ملګرې او د هغې د طفل سره په يوه خونه کي ژوند کوي/انځور: مېرمين مېکګرېګر ۲۰۲۰
۱۹ کلنه سادو وايي: «زه له سوماليې څخه يم. زه يو کال تر مخه يونان ته راغلم. زه تيسالونيکي ته په پښو ولاړم. زه د اوسېدو له پاره نه په کمپ کي ځای لرم او نه کور لرم. ټول کمپونه دمګړی ډک دي. ما پخوا داسي (په ويکټوريا ډګر) کي ژوند کاوه خو اوس د خپلې خوارخوندې ساکديو سره اوسېږم. زه نه کارډ او نه کور لرم. زه هيڅ شی نه لرم. زه په انتظار يم ځکه چي بل حل نه وينم.»

حکومت غوښتل چي مهاجر خودکفيل او مدغم سي. په دې ترڅ کي و مهاجرو ته مشوره ورکړل سوه چي ځان د (HELIOS) په پروګرام کي ثبت کړي کوم چي د مهاجرت د نړيوال سازمان (IOM) له خوا تمويليږي او د سبسديو له لاري د هغو کسانو سره د کرايې کومک کوي چي ځان ته پخپله د اوسېدو ځای پيدا کړي. خو يونان په تيرو دوو درو کالونو کي په زرونو پناه غوښتونکو ته قبولي ورکړې ده او ياد پروګرام صرف د يو محدود او کوچني شمير کسانو سره مرسته کولای سي.

د ويکټوريا ډګر په پارک کي هغه مهاجر چي د مهاجر نيوز سره يې خبري وکړې، د (HELIOS) يا د ادغام له پروګرام څخه يې هيڅ ډول مرستي نه ترلاسه کولې.

خالد وايي چي احساس کوي چي ژوند يې ضايع دی ځکه چي بې روزګاره ده/انځور: مېرمين مېکګرېګر ۲۰۲۰
خالد وايي چي احساس کوي چي ژوند يې ضايع دی ځکه چي بې روزګاره ده/انځور: مېرمين مېکګرېګر ۲۰۲۰
د محمد خالد رحيمي په نوم مهاجر وايي: «زه د اتو مياشتو له پاره په موريا کمپ کي وم او په اتن کي مي دا دويمه مياشته ده. موږ اتن ته راغلو ځکه چي راته کارډ راکړل سو او راته وويل سول چي په مهاجر کمپ کي نور اوسېدل مو غير قانوني دي. موږ په موريا کي ستاسو اسناد نه سو پروسه کولای. کله چي موږ دلته راغلو نو موږ دلته نه خپلوان درلودل او نه مو څوک پېژانده. موږ ويکټوريا پارک ته راغلو او دلته څو ورځي پاته سوو. زه له حکومت څخه هيڅ شی نه ترلاسه کوم. ما په موريا کمپ کي پسله ۴ مياشتو پېژند کارډ تر لاسه کړ د څلورو مياشتو په اوږدو کي مي له (UNHCR) څخه ۱۳۰ يورو ترلاسه کولې. له هغه وروسته يې ماته نوري پيسې نه راکولې. زه ځوان يم، پوهه لرم او قوت لرم خو له کوم وخت راهسي چي دلته يم، زه لکه مړی داسي يم.»
 نايله (مستعار نوم) په موريا کمپ کي له ترخو خاطرو خبره کوي/انځور: مېرمين مېکګرېګر ۲۰۲۰
نايله (مستعار نوم) په موريا کمپ کي له ترخو خاطرو خبره کوي/انځور: مېرمين مېکګرېګر ۲۰۲۰

په يونان کي مهاجر تر هغه وخته نه کار او نه ټولنيزو خدماتو ته لاسرسی پيدا کولای سي، ترڅو چي يې د مالېې/ټکس شمېره نه وي ترلاسه کړې. خو د دغه شمېرې د ترلاسه کولو له پاره هغوی مجبوره دي چي د اوسېدو ځای خپل ځای تثبيت کړي. که دوی بې سرپناه وي نو بيا د ماليې ياد اړينه شمېره نه سي ترلاسه کولای.

د مهاجرو د ملاتړ له پاره د يونان شورا غړې او حقوقپوهې، نتاليا رفائېلا کافکوتسو و مهاجر نيوز ته وويل چي په يونان کي د مهاجرو د ادغام له پاره د يو اوږدمهال پلان نشته والی يوه لويه ستونزه ده. 

ښاروالۍ د ويکټوريا پارک چوکۍ ليري کړي دي. مهاجر اوس د کارټن پر کاغذونو او شړيو پکښي کښېني/انځور: مېرمين مېکګرېګر ۲۰۲۰
ښاروالۍ د ويکټوريا پارک چوکۍ ليري کړي دي. مهاجر اوس د کارټن پر کاغذونو او شړيو پکښي کښېني/انځور: مېرمين مېکګرېګر ۲۰۲۰

 کافکوتسو زياته کړه چي د يونان دولت د ژبي د زدکړې، د ماليې د شمېر ترلاسه کولو او د کار په بازار کي د کار موندلو په ترڅ کي مرستي نه کوي.

يو شمير هغه مهاجر چي له ويکټوريا ميدان څخه د ثبتېدنې مراکزو ته انتقال کړل سوي ول، مقصد يې په سرپناه کي د هغوی ثبتول او په مرسته يې د ماليې شمېره ترلاسه کول ؤ. خو بيا هم زياتو کسانو لا تر اوسه دغه شمېرې نه دي ترلاسه کړي.

په ويکټوريا پارک کي اکثريت مهاجر له افغانستان څخه دي/انځور: مېرمين مېکګرېګر ۲۰۲۰
په ويکټوريا پارک کي اکثريت مهاجر له افغانستان څخه دي/انځور: مېرمين مېکګرېګر ۲۰۲۰

د ويکټوريا پارک اکثر مهاجر د موريا يا د آژې سمندر د نورو ټاپوګانو د مهاجر کمپونو اوسېدونکي ول. هغوی د قبولۍ ترلاسه کولو وروسته اتن ته مخه وکړه. خو په اتن کي دوی بې سرپناه او په ښار کي خواره وېشلي دي. دوی دوه انتخابه لري چي يا خو بې سرپناه واوسيږي يا بېرته ټاپوګانو ته ولاړ سي.

د مهاجرت په تړاو د اروپايي اتحاديې د نوو اصولو مسوده په پام کي لري چي د پناه غوښتنې نظام لا زيات مؤثره او عادلانه کړي. خو د کافکوتسو په وينا دغه مسوده او پلان يوه «لويه ناهيلي» ده. هغه زياتوي چي په موريا کمپ، نوي کمپ يا ويکټوريا پارک کي د کږديو وېشل او يا د بديدو له پاره د ځانګړو بستو وېشل د ستونزي اصلي هواری نه دی. کافکوتسو زياتوي: «کله چي د بشري حقونو د خوندي کولو خبره سي، نو په دې کي يونان ناکامه سوی او اروپا هم ورسره ناکامه سوې ده.»

م.م./ا.ا.

 

نورې ليکنې