په ساموس کي د سپتمبر د دويمي د اورلګېدنې وروسته مناظر 2020 | Photo: Ayhan Mehmet/AA/Picture-alliance
په ساموس کي د سپتمبر د دويمي د اورلګېدنې وروسته مناظر 2020 | Photo: Ayhan Mehmet/AA/Picture-alliance

د «بې سرحده ډاکترانو» سازمان د يونان په ساموس ټاپو کي په مهاجر کمپ کي د اوسېدونکو مهاجرو د وضعې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان وايي چي د «واتي» په مهاجر کمپ کي اورلګېدنې يو ځل بيا دا خبره روښانه کړه چي دا څومره مهمه او اړينه خبره ده چي مهاجر له ساموس ټاپو څخه بل خوندي ځای ته انتقال کړل سي. د «واتي» مهاجر کمپ د آژه په سمندر کي واقع د يونان په ساموس ټاپو کی واقع دی او پکښي يوه ورځ مخکي د اورلګېدنې له کبله تر لسو زياتي کږدۍ وسوځل سوې.

ياد سازمان ويلي چي په واتي کي د اورلګېدنې پيښي دا بيا ثابته کړه چي «د واتي کمپ هيڅ خوندي ځای نه دی.» کله چي په دغه کمپ کي اور ولګېد نو د «بې سرحده ډاکټرانو» له سازمان څخه مرستندويان هم دغه کمپ ته ورسېدل چي هلته مرسته وکړي.

ياد سازمان ويلي چي اور تر قابو لاندي راوستل سوی او وژل سوی دی خو په نتيجه کي يې انسانان ژوبل سوي هم دي. ياد سازمان دغه معلومات پر خپله ټويټر پاڼه ورکړي دي. زياته سوې چي په دغه کمپ کي اوسېدونکو انسانانو ته بايد خوندي سرپناه برابره کړله سي. په واتي کمپ کي د ۴۵۰۰ په شاوخوا کي مهاجر اوسيږي. د «زې برويکه» په نوم سازمان ويلي دي چي په واتي کي د اورلګېدنې له کبله په لوی احتمال زيات شمېر انسانان بې سرپناه سوي دي. د ملګرو ملتونو د (UNHCR) سازمان ويلي دي چي د اورلګېدنې وروسته د مهاجرو د ثبتېدنې په مرکز کي و کږديو ته زيان اوښتی دی.

د جمعې په ورځ د ترکيې په ساحل کي د زلزلې له کبله هم ساموس ټاپو لړزېدلی ؤ او په ترڅ کي يې دوه ځوانان ووژل سوي ول. د بې پولې ډاکټرانو يو همکار د دوشنبې په ورځ وويل چي د زلزلې له کبله هم په ساموس کي يو شمير ودانۍ زيانمني سوي دي، خو په وينا يې هيڅ مهاجر لادرکه نه دي. زياته سوې چي په ساموس کي د بې سرپناه سوو مهاجرو سره د بسترو او شړيو مرسته سوې ده. ويل سوي چي د دغه سازمان همکارانو و ځايي روغتون ته هم خپله مرسته وړانديز کړې ده.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې