د بامف دفتر BAMF | Photo: picture-alliance/Geisler-Fotopress
د بامف دفتر BAMF | Photo: picture-alliance/Geisler-Fotopress

په آلمان کي د پناه غوښتنې د دوسيو د پروسې موده د کال د لومړۍ ربعې په پرتله اوږده سوېده. د معلومات د آلمان حکومت د اپوزيسيون د يو سوال په جواب کي ورکړي دي.

په آلمان کي د پناه غوښتنې د دوسيې د فيصله کولو اوسط موده د ۲۰۲۰ کال په دويمه ربعه کي له ۶،۲ مياشتو څخه و ۱۰ مياشتو څخه زياته سوې ده. دا معلومات د آلمان حکومت په مرکزي پارلمان بُنډسټاګ کي د کين ګوند د فراکسيون د يو سوال په جواب کي ورکړي دی. د آلمان د حکومت د دوشنبې ورځي (د ۲۰۲۰ کال د نومبر ۲يمه) په دغه جواب کي د پناه غوښتنې د دوسيو د ځنډ يو لامل «د کرونا پانډمي د مخنيوي اقدامات» بللي دي.

زياته سوې چي د مهاجرت او پناه غوښتنې له پاره د آلمان ځانګړي فدرالي ادارې «بامف» د ردېدو اطلاعنامې د کرونا پاندمي له کبله په عبوري او بشپړه توګه ځنډولي دي. ويل سوي چي دا له دې کبله ځکه چي د پناه غوښتونکو له پاره د اړتيا په صورت کي له وکيل يا ورته کارپوه څخه حقوقي مشوره ترلاسه کول تقريبا ناممکن سوي دي. حال دا چي دا ډول حقوقي مشوره د هغوی حق ده. 

د آلمان د حکومت په جواب کي راغلي چي د بامف ادارې باندنيو څانګو «زياتره زړې دوسيې تر کار لاندي نيولي، ځکه چي د نوو پناه غوښتنو او دوسيو شمير ډېر راکم سوی ؤ.» د دغو زړو دوسيو په هکله ويل سوي چي د هغو پناه غوښتونکو وې چي د پناه غوښتنې مرکې يې تر سره سوي وې خو د بېلګي په توګه د طبي راپور يا نورو اړينو اسنادو د نه شتون له کبله ځنډېدلي وې. زياته سوې ياد لامل هم په اوسط توګه د پناه غوښتنو د دوسيو د پروسې د مودې د زیاتېدو سبب سوی دی.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې