د ۲۰۲۰ د سپتمبر ۲۹مه. مهاجر د بوسنیا او کروېشیا ګډې پولې ته څېرمه. کرېډېټ: رویترز
د ۲۰۲۰ د سپتمبر ۲۹مه. مهاجر د بوسنیا او کروېشیا ګډې پولې ته څېرمه. کرېډېټ: رویترز

د بوسنیا په شمالي سیمه کې د مهاجرو مدافع بنسټونه د کروېشیایي پولیسو له خوا له پولې څخه د تېرېدونکو مهاجرو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لوړې کچې په هکله خبرداری ورکوي. دوی د عینو شاهدانو له قوله وایي چې پولیس مهاجر وهي ټکوي، وسایل یې اخلي او یا په جنسي توګه یې ځوروي.

د کرواسیا پولیسو له خوا د مهاجرو پر وړاندې د تاوتریخوالي ادعاوې نوې نه دي. خو د مهاجرو مدافع بنسټونه د عیني شاهدانو له قوله وایي چې له تېرو څو اونیو راهیسې له بوسنیا څخه کرواسیا ته د تلونکو مهاجرو پر وړاندې تاوتریخوالی بې سارې کچې ته رسېدلی دی. 

تېره اکټوبر میاشت پوله کې د تاوتریخوالي څار شبکې غړې نو نېم کېچن په نامه ټولنه چې د کرواسیا پر سرحد د تاوتریخوالي پېښې ثبتوي د هغو مهاجرو د سترګو لیدلي حالونه یې راټول کړي چې ولیکا کلېدوشا ته څېرمه د کرواسیا په ستینګراد سیمه کې له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. 

دغه کسان – چې له څو میاشتو راهیسې له پولې څخه د تېرېدو هڅه کوي – وایي چې د کرواسیایي پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته ورسره تاوتریخجن چلند شوی دی. دوی زیاتوي چې پولیسو یې جامې، پیسې او تېلېفونونه هم نیولي دي.

د نو نېم کېچن ټولنې د عامه اړیکو مشره باربارا بېکارېز کډوال نیوز ته وایي: «موږ هره ورځ ولیکا کلېدوشا کې حاضر یو او له داسې کسانو سره په تماس کې یو چې د تاوتریخوالي قربانیان دي. خو په تېرو دوو اونیو کې تاوتریخوالی بې سارې کچې ته رسېدلی دی.»

وهل ټکول او غیرانساني چلند

یادې ټولنې ځینې ویډیوګانې ترلاسه کړې چې ښيي مهاجر پر خپلو بدنونو داسې ټپونه لري چې ممکن د کرواسیا د پولیسو د تاوتریخجن چلند له امله رامنځ ته شوي وِي. په اکثرو مواردو کې د یادو مهاجرو پر بدونونو ټپونه او د ټپونو نښې لیدل کېږي چې اټکل کېږي د درو او یا سوټو نښې وي. 

پوله کې د تاوتریخوالي څار شبکې په خپل راپور کې زیاتوي چې د دغو کسانو پر بدنونو د وینې د غونډېدو نښې ښيي چې دوی داخلي خونریزي کړې ده. د ځینو مهاجرو پر بدنونو نښې بیا ښيي چې ممکن پولیسو مهاجر په درو او یا سوټو وهلي وي.

عیني شاهدانو دغه راز ویلي چې پولیسو ورسره غیرانسانی چلند کړی دی. د اکټوبر پر ۱۵مه له پولې څخه شړل شوې د مهاجرو یوې ډلې ویلي چې پولیسو دوی پوره یو ساعت وهلي او ټکولي. یو بل مهاجر چې یوه ورځ وروسته له پولې څخه شړل شوی وایي چې له هغه سره هم ورته چلند شوی دی.

جنسي ځورونه

په تېرو څو اونیو کې د کرواسیا د پولیسو له خوا د مهاجرو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي په هکله هم راپورونه ورکول شوي دي. ګارډین د ډنمارک د مهاجرو شورا له قوله راپور ورکوي چې په څو ورځو کې یې دوه داسې پېښې ثبت کړې دي چې ښيي مهاجر د کروېشیایي پولیسو له خوا د جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. 

لومړۍ پېښه د اکټوبر پر ۱۲مه له هغې وروسته رامنځ ته شوه چې پولیسو نووو سېلو ښار ته نږدې د دوو کمسنه مهاجرو په ګډون ۵ افغانان ونیول. 

ګارډین وایي چې د مصطفي هودزیچ په نامه د ولیکا کلېدوشا ښار ډاکټر د مهاجرو د معاینې وروسته دغه پېښه تایید کړې ده. ورځپاڼه د نوموړي له قوله زیاتوي چې د مهاجرو پر بدنونه ټپونه لیدل کېدل. «زه د جنسي تاوتریخوالي د نښو شتوالي هم تاییدوم چې ډېرې واضحې وې. ما هېڅکله داسې ټپونه نه وو لیدلي. خو دا لومړی ځل نه دی چې زه د یو ډاکټر په توګه د جنسي تاوتریخوالي داسې نښې ګورم چې د پناه غوښتونکو په حواله د کرواسیا هغو پولیسو رامنځ ته کړې چې تورې جامې اغوندي.»

د ډنمارک د مهاجرو شورا د اکټوبر پر ۱۹مه د جنسي تاوتریخوالي یوه بله پېښه ثبت کړه. د مهاجرو یوې ډلې چې ډېری یې بنګله دېشیان وو ویلي چې د بوسنیا او کرواسیا ګډه پوله کې نیول شوي وو. یو کرواسیایي پولیس چې تور یونیفورم درلود او خوالۍ یې هم اغوستې وه ورنه پوښتنه کړې: «ډله کې مو څو تنه همجنس خوښوونکي دي؟»

پولیسو بیا دوی وهلي او ټکولي او یو سرتېري له یو مهاجر څخه يوښتنه کړې چې ته همجنس خوښوونکی یې. بیا یې نوموړی مهاجر په جنسي توګه ځورولی. 

ځینې مهاجر خپسکه نیسي

تېره چهارشنبه د اکټوبر ۲۱مه د اروپایي کمېسیون د کورنیو چارو کمېشنرې یولا جوهانسون وویل چې د کروېشیایي پولیسو پر ضد ادعاوې ته جدي رسیدګي کوي. 

د کروېشیا حکومت بیا ویلي چې د سرتېرو له خوا یې له واکه د احتمالي ګته اخیستلو پلټڼې پیلوي. 

د نو نېم کېچن غړې باربارا بېکارېس وایي: «موږ فکر کوو پولیس ځکه د مهاجرو وسایل سوځوي او پیسې او تېلېفونونه یې نیسي چې دوی له پولې د تېرېدو هڅه و نه کړي.» د تاوتریخوالي بل دلیل ممکن دا هم وي چې مهاجر کرواسیا ته له ننوتلو منصرف شي. 

نوموړې زیاتوي: «مهاجر سوریه کې د تاوتریخوالي له امله خپسکه نه نیسي، پوله کې د تاوتریخوالي په خاطر خپسکه نیسي.» خو دوی لا هم له پولې نه د تېرېدو لپاره هڅه کوي. باربارا بېکارېس وایي: «خلک کومه چاره نه لري. هر چېرې چې لاړ شي په شا تمبول کېږي.» تېره سپټمپر د کډوالۍ نړیوال سازمان وویل چې نږدې ۸۵۰۰ کسان بوسنیا کې ایسار پاتې دي.

 

نورې ليکنې