د اوفپرا ودانۍ. کرېډېت: اوفپرا
د اوفپرا ودانۍ. کرېډېت: اوفپرا

فرانسه کې د اکټوبر میاشتې له ۳۰مې راهیسې د دویم ځل لپاره ګرځبندیز لګول شوی دی. د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون خپله ټلویزیوني وینا کې وویل چې د «عامه خدماتو ادارې» به د قرنطین پر مهال پرانیستې وي. کډوال نیوز د مهاجرو ادارې یا اوفپرا او د پناه غوښتنې ملي محکمې یا سي ان دي اې د فعالیتونو په هکله معلومات ورکوي.

زه له اوفپرا سره مرکه لرم، د قرنطین پر مهال مې مرکه ترسره کېږي؟ زه باید سي ان دي اې ته حاضر شم، ایا غونډه کېږي؟

په روانه نومبر میاشت کې د فرانسې د مهاجرو او بې وطنو د ساتنې ادارې یا اوفپرا سره د پناه غوښتنې ټولې مرکې ترسره کېږي. د اوفپرا په سایټ کې راغلي هغه پناه غوښتونکي چې اوفپرا سره مصاحبه لري باید د مرکې سند او له کوره د وتلو سند سره خپلو مرکو ته حاضر شي.

د پناه غوښتنې ملي محکمې د اکټوبر میاشتې پر ۳۰مه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټولې غونډې د تقسیم اوقاتو له مخې ترسره کېږي. ستاسې مرکه هم په ټاکل شوی وخت کې ترسره کېږي.

ایا زه له خپلو ماشومانو سره اوفپرا یا سي ان دي اې ته تللی شم؟

که ممکن وي، نه.

اوفپرا او سي ان دي اې وايي چې د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پناه غوښتونکي د امکان په صورت کې باید په یوازې توګه خپلو مرکو ته حاضر شي.

ایا د ویروس د مخنیوي لپاره دغو ځایونو کې تدابیر نیول شوي؟

هو.

اوفپرا کې د ټولو پناه غوښتونکو د بدن د حرارت درجه اخیستل کېږي او ورته ماسکونه هم ورکول کېږي. د دغې ادارې په ودانۍ کې د ماسکونو اغوستل جبري دي.

زه د ناروغۍ او یا د نورو ستونزو له امله خپلې مرکې ته نه شم تللی، څه باید وکړم؟

که چېرې تاسې خپلې مرکې ته نه شئ تللی، باید د مرکې د ځنډ غوښتنه وکړئ. د دې غوښتنې لپاره تاسې باید هغه ادرس ته ایمیل واستوئ کوم چې د مرکې د سند پر سر لیکل شوی دی.

د اوفپرا د هرکلي څانګه تړلې ده. یوازې هغه کسان چې د مرکې سند لري اوفپرا ته تللی شي.

 

نورې ليکنې