افغان مهاجر اروپا ته د رسېدو لپاره له سختو ستونزو سره مخ کېږي. دغه سفرونه اوږده او له ګواښونو ډک وي. ۲۲ کلن محمد رامین* چې له درې کلونو راهیسې په فرانسه کې اوسېږي د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.
«زه د افغانستان د کندز ولایت د چادرې ولسوالۍ څخه یم. اوس د فرانسې په مونبېلیارد سیمه کې د مهاجرو په یوه استوګنځي کې ژوند کوم. څو میاشتې مخکې مې د جانبي حفاظت سند ترلاسه کړی دی.
ما د نورو افغان مهاجرو په شان د امنیتي ستونزو له امله خپل هیواد پرېښود. کندز او په ځانګړې توګه چادره کې امنیتي وضعیت ډېر خراب و. طالبانو غوښتل چې زه یې په لیکو کې جګړه وکړم. یوه ورځ په ډېرې سختۍ له چاردرې څخه وتښتېدم او کندز ښار ته ورغلم. هلته مې د کورنۍ یوه ملګري ژوند کاوه. هغه له یو قاچاق وړونکي سره اړیکه لرله. له قاچاق وړونکي سره مې خبرې وکړې. ما ته یې وویل چې باید کابل ته لاړ شم. کله چې کابل ته ورسېدم، قاچاقبر ما ته سرویس ټکټ واخیست او زه د نیمروز په لور روان شم. هلته د یو بل قاچاق وړونکي کور ته ورغلم.
یوه اونۍ تر خیمې لاندې
سبا سهار مو په یو ډاتسن موټر کې د پاکستان په لور حرکت وکړ. ډاتسن کې دوې نورې کورنۍ هم سپرې وې. کله چې پاکستان ته ورسېدو، د پاکستاني بلوچانو یو موټر راغی او موږ یې کوټې ته انتقال کړو. کوټه کې مو نږدې یوه اونۍ د قاچاق وړونکي په کور کې تېره کړه. کور نه و، حویلي کې یوه لویه خیمه درول شوې وه. ټولو مهاجرو پر ریګونو او خاورو خوب کاوه. دوی موږ ته ورځ کې دوه ځله ډوډۍ راکولې. د سهار له خوای چای او وچه ډوډۍ او د غرمې له خوا پیاز او وچه ډوډۍ. موږ ته یې ګواښونه هم کول چې چوپ واوسو ځکه چې پاکستاني سرتېرو په سیمه کې ګزمه کوله.
یوه اونۍ چې تېره شوه قاچاق وړونکي موږ ته وویل چې «ګېم» [له پولې څخه تېرېدل] ته باید چمتو واوسو. بیا یې ډاتسن کې سپاره کړو او د ایران د پولې په لور یې حرکت وکړ. موږ ټوله شپه مزل وکړ. موټر په یوه غرنۍ سیمه کې ودرېد او قاچاق وړونکي موږ ته وویل چې باید غر کې پناه واخلو. هوا تیاره او یخه وه. خو له نیکه مرغه چې موږ ګرمې جامې درلودې. شپه مو همدغه ځای کې تېره کړه.
فکر مو کاوه چې هلته موږ یوازې یو. خو کله چې سهار شو ومو لیدل چې نورې کورنۍ هم هلته دي. بیا قاچاق وړونکی پر موټرسایکل راغی. دوه دوه مهاجر یې سیستان بلوچستان ته انتقال کول. له دغې سیمې څخه ښار ته ورغلو چېرې چې د قاچاق وړونکي کور موقعیت درلود. یوه دوه پوړیزه ودانۍ وه. قاچاق وړونکي له خپلې کورنۍ سره په لومړی پوړ کې ژوند کاوه او مهاجر دویم پوړ کې.
بیا ولولئ: افغان مهاجر فیصل په تهران کې: «د جګړو له امله خپل کلي پرېښودو ته اړ شوم»
واورو کې پیاده مزل
قاچاق وړونکي مهاجرو ته جعلي پېژندپاڼې جوړې وکړې او ۴-۴ کسان یې تکسیو کې سپاره کړل. د تکسیو چلوونکو له قاچاق وړونکو سره لاس درلود. تهران کې مو د یو بل قاچاق وړونکي کور کې شپه سبا کړه. دغه قاچاقبر مو جعلي پېژندپاڼې واخیستې او نوي کارتونه یې راکړل. موږ بیا د ترکیې په لور حرکت وکړ.
شپه مو پولې ته څېرمه تېره کړه. هوا ډېره سړه وه او سخت واوره اورېده. قاچاقبر سهار وختي وویل چې باید «ګېم» ته ځان چمتو کړو، دا یې هم وویل چې تر یو ساعت پیاده مزل وروسته به پولې ته ورسېږو. خو دروغ یې ویلی و. ځکه چې موږ تر ساعتونو ساعتونو پیاده مزل وروسته بالاخره پولې ته ورسېدو. پوله کې د ترکیې پولیسو ونیولو. کورنۍ یې بېرته ایران ته وشړلې خو مجرد مهاجر یې په سوټو وهل ټکول. بیا یې ایران ته اخراج کړو. یو ساعت مو پولې ته نږدې تېر کړ او یو ځل بیا مو له پولې څخه د تېرېدو هڅه وکړه. یو غر ته وختلو او منډې مو ووهلې. د سرحد ساتونکو ګزمه کوونکی موټر راغی او ډزې یې وکړې. خو موږ ترې وتښتېدو.
لږ وروسته یو قاچاق وړونکی راغی چې پر اسپه سپور و. مهاجرو ته یې وویل چې ځان «ګېم» ته چمتو کړي. موږ د شپې په ۱۰ بجو دوبۍ عزیز سیمه کې د قاچاق وړونکي کور ته ورسېدو. هلته ۵۰-۶۰ نور مهاجر هم ول. قاچاق وړونکي د استانبول تکټونه واخیستل او استانبول ته یې ولېږدولو. د استانبول په ترمینال کې یو بل قاچاق وړونکی راغی او مهاجر یې تکسیو کې د استانبول زیتون برنو سیمه کې د اصلي قاچاقبر کور ته انتقال کړل چې یو افغان و. ما خپلې کورنۍ ته زنګ وواهه او ورته مې وویل چې هغه پیسې خلاصې کړي چې د کابل یوه صرافۍ کې د قاچاقي سفر د لګښت لپاره اېښودل شوې وې.
بیا ولولئ: مراکشي مهاجر منیر د ترکیې او یونان پر سرحد: «پولې ته مې ځان ورساوه، خو پوله تړلې وه!»
خیاطۍ کې مې کار وموند
خو هغه وخت د یونان پولې تړلې وې او موږ دې ته اړ وو چې ترکیه کې پاتې شو. تصمیم مو ونیوه چې کار پیدا کړو. یوه خیاطۍ کې مو کار وموند. بیا مو له نورو مهاجرو سره یو بل کور ته کډه وکړه. د کارفرمایانو چلند له موږ سره ښه او انساني و. دوی پوهېدل چې موږ له سختیو او جګړو څخه تښتېدلي یو. څلور میاشتې مې هلته کار وکړ، بیا مې قاچاق وړونکي ته وویل چې اوس چې د یونان لار تړلې ده غواړم د بلغاریا له لارې اروپا ته ولاړ شم.
بلغاریا ته مې سفر د شپې له خوا پیل شو. لومړی د آق سرای په نامه سیمې ته ورغلو. بیا مو یو ځنګل کې ۵ ورځې پیاده مزل وکړ. له ترکیې څخه مو څښاک او خوراکي توکي اخیستي وو. قاچاق وړونکي یوه قیچي درلوده او ازغن سیمونه یې پرې کول. کله چې لویې لارې ته ورسېدو، دوه موټرونه راغلل او موږ یې صوفیا ته انتقال کړو. خو هلته پولیسو ونیولو او رانه یې تحقیقات وکړل. بیا یې په یوه میني بس کې یو تړلی کمپ ته انتقال کړو.
کمپ کې مو د بندیانو په شان ژوند کاوه. په ورځ کې مو یوازې یو ساعت له کوټې څخه د وتلو اجازه درلوده. پولیسو بیا یو بل ځای ته انتقال کړو چې پرانیستی کمپ و. موږ ته یې یو میاشتنی سند راکړ او زموږ د ګوتو نښې یې هم واخیستلې.
افغان پارک یا بلګراد کې د افغان مهاجرو مرکز
خو له نېکه مرغه چې له دغه کمپ نه مو د وتلو اجازه درلوده. موږ ښار ته ورغلو او له قاچاق وړونکي سره مو اړیکه ونیوله. نوموړي موږ صربیا ته انتقال کړو. لویې لارې ته د رسېدو لپاره مو دوه ورځې مو پیاده مزل وکړ. بیا پلازمېنې بلګراد ته ورغلو. د قاچاق وړونکي موټر یو پارک ته نږدې ښکته کړو. دا هغه ځای دی چې افغان پارک نومېږي. هلته ډېر سازمانونه او رضاکاران هم وو. دغه پارک کې مو یوه میاشت تېره کړه. د شپې له خوا مو د اورګاډو اډه کې خوب کاوه.
د یوې میاشتې تېرېدو وروسته مو له قاچاق وړونکي سره تماس ونیوه. هغه د سرویس ټکټونه واخیستل او موږ هنګري ته څېرمه سنبر ښار ته ورغلو. د شپې له خوا مو د پولې څخه د تېرېدو هڅه وکړه. خو پوله کې ازغن تارونه لګول شوي وو او ګزمه کوونکي هم سیمه کې حاضر ول. وروسته بیا مو کرواسيا ته د تلو هڅه وکړه. پولیسو ونیولو او اخراج یې کړو. هغه وخت د کرواسیایي پولیسو چلند له مهاجرو سره تاوتریخجن نه و. خو بیا کله چې له پولې څخه د تېرېدونکو مهاجرو شمېر زیات شو، دوی هم خپل چلند کې بدلون رامنځ ته کړ.
بیا ولولئ: د صربستان او هنګري پر پوله د کډوالو هیلې نیمګړې پاتې شوې
ناهیلي شوي وو
اته میاشتې په یو کمپ کې اوسېدو. وار وار مو له پولې څخه د تېرېدو هڅې وکړې. تقریباً ناهیلې شوې وو. غوښتل مو چې یونان ته ولاړ شو. خو یو ځل بیا مو کوښښ وکړ. دا ځل مو ۳ شپې او ۳ ورځې پیاده مزل وکړ. یو سیند ته ورسېدو. په لامبو سره مو ځان وچې ته ورساوه.
دوې ورځې وروسته مو بالاخره د ایټالیا تریست ښار ته ځان ورساوه. له تریست نه مو په اورګاډي کې میلان ته سفر وکړ. هلته زیات شمېر افغانان اوسېدل.
میلان کې قاچاق وړونکو ویل چې له ایټالیا نه تر فرانسې پورې د هر یو مهاجر د انتقالولو لپاره ۱۰۰ یورو اخلي. خو ما له خپلې ملګرې سره د رېل ټکټونه واخیستل. د فرانسې په پوله کې پولیس رېل ته وننوتل او موږ یې ونیولو. پوستې ته یې انتقال کړو او رانه یې تحقیقات وکړل. بیا یې خوشي کړو.
اوس مقصد ته رسېدلی یم
موږ بالاخره پاریس ته راغلو. څو میاشتې مو لا شاپل کې تېرې کړې. کله چې زه پولیسو ته ورغلم، دوی ما ته وویل چې دوبلیني شوی یم او باید انتظار وباسم. خو له نیکه مرغه چې د دوبلین موده څو میاشتې وروسته پای ته ورسېده او رسیپیسې مې ترلاسه کړه. بیا پولیسو له لا شاپل څخه یو جمنازیم ته انتقال کړم. چارواکو یوه اونۍ وروسته یو هوټل ته ولېږدولم چې اورسۍ ښار کې یې موقعیت درلود. ۳ نور افغانان هم راسره ول. بالاخره مونتبېلیارد ته راغلو.
که څه هم زما د پناه غوښتنه رد شوې وه، خو ما د پناه غوښتنې ملي محکمه یا سي ان دي اې کې د استیناف غوښتنه وکړه. یو کال وروسته مې مثبت ځواب ترلاسه کړ. اوس د جانبي محافظت د سند خاوند یم او د مونبېلیارد د مهاجرو په یوه استوګنځي کې اوسېږم. پلان مې دا دی چې ډېر ژر د فرانسوي ژبې زدکړې پیل کړم. سفر مې ډېر اوږد او له ګواښونو ډک و، خو اوس منزل ته رسېدلی یم.»
- مستعار نوم