د ويانا د بريدونو وروسته پر سرحدونو کنټرول ټينګ کړل سوی دی | Photo: picture-alliance
د ويانا د بريدونو وروسته پر سرحدونو کنټرول ټينګ کړل سوی دی | Photo: picture-alliance

په دوشنبې د اُتريش په پلازمېنه ويانا کي د ترهګر بريد وروسته د مهاجرت د پاليسۍ په تړاو بحثونه تاوده سوي دي. د آلمان د ښې اړخي AfD ګوند په شمول يو شمير اروپايان د مهاجرت د لارو د تړلو غوښتنه کوي.

د دوشنبې په شپه چي کله په ويانا کي ترهګر بريد تر سره سو او په نتيجه کي يې د بريدګر په شمول ۵ کسان ووژل سول، د اروپايي او نړيوالو مشرانو د اُتريش د خلکو سره خپل پيوستون اعلان کړ. 

د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل دفتر په ټويټر کي وليکل چي «اسلامستي ترهګري زموږ مشترک دښمن دی. د دغو قاتلينو پر ضد جنګ هم زموږ مشترکه مبارزه ده.»

د هسپانيې لومړي وزير پېدرو شانچيس وويل چي «کرکه به هيڅکله هم زموږ ټولنې پر ګونډو نه کړي. اروپا د ترهګرۍ پر ضد په ټينګښت ولاړ دی.»

دغه بريد چي پکښي لږ تر لږه ۲۳ انسانان ژوبل سول د داعش ډلې د يو ځوان غړي له خوا تر سره سو. بريدګر د اُتريش او د شمالي مقدونيې غبرګ تابعيتونه لرل.

د آلمان په درېسدن، د فرانسې په پاريس او ايټاليې په نيس کي د بريدونو وروسته په ويانا کي ترهګر وسله وال بريد تر سره سو. دا په اروپا کي په نژد اونيو کي وروستی ترهګر بريد ؤ.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د اُتريش سره د خپل پېوستون ښودلو په مقصد پر ټويټر خپل پيغام په آلماني ژبه خپور کړ: «د فرانسې وروسته اوس يو دوست تر بريد لاندي راغلی دی. دا زموږ اروپا ده. دښمنان بايد پوه سي چي دوی د چا سره سر او کار لري. موږ به پر شا نه سو.»

د مهاجرو سره تړاو نه لري

د اُتريش حکومت د مهاجرت په تړاو سخت دريځ لري. خو د ويانا د وسله وال ترهګر بريد وروسته يې د مهاجرت سره د دغې پيښي تړاو او ربط رامنځته نه کړ.

د اُتريش صدراعظم زيبستيان کورڅ وويل: «دا د مسيحيانو او مسلمانانو تر منځ يا د اتريشيانو او مهاجرو تر منځ لانجه نه ده... نه، بلکه دا د مدنيت او بربريت تر منځ جګړه ده.»

د ويانا ښاروال، ميشايل لودويګ، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د هغو دوو ترکي الاصله کسانو سره يې وليدل چي د بريد پر وخت يې يو پوليس وژغوری.

ښاروال لودويګ پر ټويټر ليکلي: «ترهګري هميشه د دموکراسۍ د بې ثباته کولو کوښښ کوي او غواړي هم په فيزيکي توګه او هم په رواني توګه خلګ ژوبل کړي... پروند ما د ترکي شاليد لرونکو هغو دوو کسانو سره وليدل چي د پوليس چارواکي د ژوند ژغورلو له پاره يې خپل ژوندونونه په خطر کي واچول.»

لږکۍ د مهاجرت د نوي پاليسۍ غوښتنه کوي

په داسي حال کي چي د ويانا د ترهګر بريد په تړاو اکثريت غبرګونونو کي د مهاجرت موضوع له يادولو څخه ډه ډه سوې ده، يو لږ شمير غبرګون ښودونکو په اروپا کي د مهاجرت د پاليسۍ د سختولو غوښتنه کړېده.

د بلغاريې د حزب اختلاف ورځپاڼي «دوما» د چهارشنبې په ورځ وليکل چي د ويانا بريد د پرانستلو دروازو او د مهاجرو په شمول خلکو د آزاد تګ راتګ د پاليسۍ ستونزه لا روښانه کوي. د يادې ورځپاڼي معلومات د آلمان خبري آژانس په خپل يو خبر کي خپاره کړل.

د آلمان ښې اړخي، د آلمان له پاره بديل ګوند (AfD)، چي د پارلمان دريم لوی ګوند دی، د مهاجرت د نوي پاليسۍ څو غوښتني يې وکړې. د دغه ګوند وياند تينو کروپالا وويل: «د وچي او سمندر لاري بايد د مهاجرت پر مخ وتړل سي.» نوموړي په خپل فيسبوک کي مخ په وړاندي ليکلي: «د پناه غوښتنې نظام بايد تعديل سي او و سوريې ته پر اخراج ممانعت بايد ليري کړل سي.»

د اکتوبر په ۴مه نېټه د آلمان په درېسدن ښار کي د چړې تورن بريدګر يو ځوان سوريايي کس ؤ چي د اسلامستي توندلاريتوب سره يې اړيکه لرله. د دغې پيښي وروسته داسي ږغونه پورته سول چي ګواکي هغه سوريايان چي په جنايت لاس پوري کوي، بايد چي اخراج کړل سي. د آلمان د ليبرال ګوند (FDP) رئيس، کرستيان ليندنر د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي په خپل غبرګون کي «پر مهاجرت د زيات کنټرول راوستلو» غوښتنه وکړه.

ايټاليې خپل سرحدي کنټرول ټينګ کړ

په عيني حال کي د ايټاليې حکومت اعلان کړی دی چي د يادو بريدونو په غبرګون کي به پر خپلو پولو کنټرول زيات کړي.

ايټاليا په داسي حال کي ياد اعلان کوي چي له تونس هيواد څخه ورته د غيراصولي مهاجرت بهير روان دی. د هيواد د کورنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ وويل چي د تونس سره د انساني قاچاق او د غيراصولي مهاجرت د مخنيوي په ترڅ کي به د همکاري زياتولو کوښښ وکړي.

د تونس د هيواد تابعيت لرونکی ۲۱ کلن کس چي په نيس کي یې بريد وکړ، د سپيتمبر په مياشت د ايټاليا د لامپېدوسا ټاپو له لاري اروپا ته داخل سوی ؤ.

په بريد تورن کس د کښتۍ له قرنطېن څخه تښتېدلی ؤ او هغه امر يې له پامه غورځولی ؤ چي بايد دغه هيواد پرېږدي.

د ايټاليې د بهرنيو چارو وزير، لوييګي دي مايو، د مساجدو او «د مهاجرت د غير قانوني بهير» د تر څار لاندي نيولو ږغ کړی دی چي په وينا يې د ترهګرۍ مخه ونيوله سي.

د ډي پي اې او کې اېن اې څخه