د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د بوسنيا هرزګووينا مشر سيفک زفيروويک تر وراندې هوکړه لاسليک کېږي. انځور: پي ايي ډي
د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د بوسنيا هرزګووينا مشر سيفک زفيروويک تر وراندې هوکړه لاسليک کېږي. انځور: پي ايي ډي

د پاکستان او د بوسنيا هرزګوینا هېوادونو يوه هوکړه لاسليک کړې کومه چې بوسنيا کې ميشتو شاوخوا ۳۰۰۰ پاکستاني ناقانونه کډوالو ته وطن ته د بېرته ستنېدو لاره هواروي.

دغه هوکړه د بوسنيا د «ټرای پارټيټ پريزيډنسي» یا درې اړخيزه ولسمشرۍ د رييس سيفک زفيروويک پاکستان ته د دوه ورځني سفر پرمهال د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد کې لاس ليک شوه. د بوسنيا مشر د يو لوړپوړي پلاوي سره پاکستان ته راغلی چې پکې د امنيت وزير او نور ګڼ سلاکاران شامل دي.

ياد تړون څه موده وړاندې د بوسنيا هرزګووينا د دولت له خوا وړانديز شوی و چې وروسته ورباندې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت او د بوسنيا هرزګووينا د امنيت وزارت خبرې اترې کړې وې. دا تړون پاکستاني مهاجرو ته خپل هېواد ته د راستنېدو لپاره قانوني اساس جوړوي. پاکستاني مهاجر به خپل ټاټوبې ته د «ري ايډميشن پروسې» له لارې راستون شي او د پاکستاني چارواکي به مکلف وي چې دوی بېرته ومني.  

بوسنيا هرزګووينا دا وخت د مهاجرو د کړکېچ سره مخ ده. ياد هېواد له کلونو راهيسې انساني قاچاقبرانو لپاره اروپا ته يوې مهمه لار ده. د بوسنيا چارواکې وايي چې بوسنيا ته راغلو مهاجرو کې ۲۳ سلنه پاکستانيان دي چې شمېره يې لږترلږه ۳۰۰۰ پورې ده. د اپريل په مياشت کې د پاکستان او بوسنيا هرزګووينا چارواکو په دې سلسله کې خبرې پېل کړې وې چې په پايله کې دواړو اړخونو په هوکړه لاسليک کولو موافقه وکړه.  

سږ کال د جنورۍ په مياشت کې بوسنيا هرزګووينا کې ګېر پاکستاني مهاجرو مسله په اول ځل د پاکستان په سنا کې د بحث لاندې راغلې وه. د پاکستان د کورنيو چارو زارت يو چارواکي سنا کې جوړې يوې خصوصي کمېټې ته ووېل چې د ژوندانه د لومړنیو اسانتياوو د نشتوالي سره سره د بوسنيا په ووچیاک کمپ کې شاوخوا ۳۰۰۰ پاکستاني کډوالو خپل وطن ته د ستنېدو څخه انکار کړی دی. يادو کډوالو دې سلسله کې د پاکستان د دولت له خوا د کومک وړانديزونه رد کړي دي.

پاکستاني کډوال چې زياتره ځوانان دي د اروپا د پولې سره جخت ووچياک نومي ځای کې ځنګل مهاجر کمپ کې په دې اميد پراته دي چې که چرې دوی اروپا ته واوړي او ښه روزګارونه ترلاسه کړي. بل خوا ځینو مهاجرو خپلو خپلوانو ته پېغامونه رالېږلي دي چې دوی وژغوري او خپل ټاټوبې ته د ستنېدو سلسله کې يې ورسره مرسته وکړي.

 

نورې ليکنې