سن دني کمپ د فرانسې پلازمېنې پاریس ته څېرمه موقعیت لري او نږدې ۲۰۰۰ مهاجر پکې ژوند کوي. خو دغه کسان مهاجرو ته د سرپناه برابرولو عمومي سیستم د نشتوالي له امله له یو بل څخه واټن نه شي اخیستلی. په ورته مهال د نړۍ ډاکټرانو سازمان وایي چې د وېرو او اندېښنو سره سره تر اوسه پورې دغه کمپ کې د ناروغۍ کومه جدي پېښه نه ده ثبت شوې.
پاریس ته څېرمه سن دني کمپ کې نږدې ۲۰۰۰ مهاجر اوسېږي، خو تر دې دمه دا معلومه نه ده چې د دغو کسانو له ډلې څخه څو تنه یې په کورونا ویروس اخته دي.
پاریس کې د نړۍ ډاکټرانو سازمان غړی لوی باردا وایي: «فکر کوم چې د مثبتو پېښو شمېر زیات دی، د نورو ځایونو په څېر سن دني کمپ کې هم خلک په کورونا اخته کېدای شي. خو د ازماېښتونو د کموالي له امله د اخته شویو کسانو شمېر لا نه دی معلوم.»
د نړۍ ډاکتران یا هغه یوازنی سازمان چې دمګړۍ دغه کمپ کې فعالیت کوي وایي چې د ازمایښتونو ترسره کولو ته لومړیتوب نه ورکوي. لومړی په دې دلیل چې دغه سازمان کافي وسایل او ظرفیت نه لري. باردا زیاتوي: «موږ له لابراتوارونو سره د همکارۍ تړون نه لرو، د ازمایښتونو د ترسره کولو لپاره کافي وسایلو ته هم لاسرسی نه لرو. دا د حکومت دنده ده.»
بل دلیل دا چې کمپ کې د اخته شویو شمېر معلومول مانا نه لري. لوی باردا وایي: «ازموینه ترسره کېږي او پایله یې معلومېږي، خو دا معلومه نه ده چې په دې ترڅ کې اخته شوي کس له څو تنو سره اړیکه نیولې ده، د ناروغانو د تجریدولو امکان هم نشته، په داسې حالت کې د اخته کسانو شمېر معلومول څه ارزښت لري؟»
پر مهاجرو ماسکونه وېشو، خو ماسکونه کافي نه دي
د نړۍ ډاکټران یوازې هغو کسانو ته رسیدګي کوي چې د دغه سازمان کلنیک ته مراجعه کوي. لوی باردا وایي: «موږ د احتمالي ناروغانو د موندلو لپاره کمپ ته نه ځو. خو که دوی په خپله سیار کلینیک ته مراجعه وکړئ، ورته رسیدګي کېږي.»
دغه سازمان زیاتوي چې د شک په صورت کې احتمالي ناروغانو ته د خوندي ځای د موندلو لپاره هڅه کوي. د نړۍ ډاکټرانو غړی وایي: «موږ شکمن ناروغان د کووید په نامه مرکزونو ته لېږدوو.» خو ځینې کسان نه غواړي چې دغو مرکزونو ته ولاړ شي ځکه چې نه غواړي چې له خپلو خپلوانو څخه لرې شي. ځینې کسان هم بیا مرکزونو کې نه پاتې کېږي. د ښاغلي باردا په حواله: «موږ خپلې ټولې هڅې کوو. دوی ته وایو چې ماسکونه وکاروي، له نورو څخه واټن واخلي او خپل لاسونه ومینځي. خو دوی هېڅ ډول امکانات نه لري او دغه تدابیر نه شي مراعاتولی.»
د نړۍ ډاکټران زیاتوي چې د کمپ پر اوسېدونکو د ماسکونو وېشل ناممکن دي. لوی باردا وایي: «په هرو ۴ ساعتونو کې باید نوي ماسکونه وکارول شي. خو د ۲۰۰۰ مهاجرو لپاره ورځ کې ۷۰۰۰ ماسکونو ته اړتیا شته.»
«ځوان مهاجر چې روغتیایي وضعیت یې نسبتاً ښه دی»
تر دې دمه کمپ کې روغتیایي وضعیت ګواښوونکی نه دی. خو تر کوم وخت پورې؟ لوی باردا وایي: «د کمپ اوسېدونکي هغه ځوان مهاجر دي چې روغتیایي وضعیت یې نسبتاً ښه دی. تر اوسه ناروغانو کې جدي پېښه نه ده لیدل شوې.»
د نړۍ ډاکټرانو له مخې تر دې دمه څوک له دې کمپه روغتون ته نه دی تللی.
د یاد سازمان غړی زیاتوي چې مهاجر د سړکونو پر غاړو ژوند کوي، په ازاده هوا کې. دا هغه عامل دی چې د وبا شدت کمولی شي. د همدې وجه کمپ کې د ویروس د خپرېدو چانس د نورو ځایونو پرتله لږ دی.
خو د ژمي په را رسېدو او د هوا په یخېدو سره سم سرپناه نه لرونکي مهاجر سرپناوو ته اړتیا لري. کمپ کې د کورونا نه علاوه د نورو ناروغیو نښې لیدل شوې دي.
د نړۍ ډاکټران ټینګار کوي چې دغو ۲۰۰۰ کسانو ستونزو ته باید رسیدګي وشي. لوی باردا زیاتوي: «زه نه پوهېږم چې د لومړي ګرځبندیز د تجربې سره سره حکومت ولې سرپناه نه لرونکو کډوالو ته د اوسېدو ځای نه دی برابر کړی؟ د ګرځبندیز پر مهال ډېری هوټلونه خالي دي. مانا یې دا چې د اوسېدو ځای شته.»