انځور: پېکچر الاینز
انځور: پېکچر الاینز

تبه، توخې، د ساه اخیستلو ستونزې... هغه کسان چې د سړکونو پر غاړو شپه سبا کوي، بې سنده دي او امکاناتو ته اړتیا نه لري، د دغو نښو د لرلو په صورت کې څه باید وکړي؟ کډوال نیوز معلومات ورکوي.

تبه، توخې، سردرد، د خوند او یا بوی حس له لاسه ورکول د کورونا ویروس نښې بلل کېدای دي. خو د ډاډ ترلاسه کولو لپاره باید د کورونا ویروس ټسټ وکړئ.

سرپناه نه لرونکي او بې سنده مهاجر څرنګه د کورونا ټسټ کولی شي؟ بشپړ معلومات.

کوم ځای کې باید ټسټ وکړئ؟

د کورونا د ازموینې د ترسره کولو لپاره پاس یا د روغتیا دایمي مرکزونو ته ولاړ شئ. دغه مرکزونه هغو کسانو ته ځانګړي شوي چې روغتیایي بیمې نه لري.

د پاس د موندلو لپاره د سازمانونو هغه کارکوونکي له تاسو سره مرسته کولی شي چې د مهاجرو په کمپونو او یا کمپونو ته څېرمه فعالیت کوي. .

ازموینه څنګه ترسره کېږي؟

د کورونا معموله ازموینه د پوزې معاینه ده. دغه ازموینه بدخونده ده خو تاسې درد نه احساسوئ. وینه نه اخیستل کېږي.

ایا د هویت اسنادو ته اړتیا شته؟

د امکان په صورت کې، هو.

که پېژندپاڼه یا پاسپورټ لرئ، صحي مراکزو ته د ورتګ په وخت یې له ځان سره ولرئ. که ممکن وي، د ټولنیزې بیمې کارتونه (PUMA ،CMU...) او یا د اې ام او (AME) کارت هم له ځان سره ولرئ. خو د کارت د نه لرلو په صورت کې هم ټسټ کولی شئ.

د ټسټ لپاره کومو معلوماتو ته اړتیا شته؟

  • ستاسې تخلص
  • ستاسې نوم
  • ستاسې د زېږېدو نېټه
  • ستاسې روغتیایي ستونزې
  • ستاسې اوسنی وضعیت (د بېلګې په توګه، ایا په یوه کوټه کې له نورو کسانو سره اوسېږئ، له نورو کسانو سره تر خیمې لاندې ژوند کوئ...)

ایا ازموینه وړیا ده؟

هو. ازموینه وړیا ده: د ټولنیزې بیمې د لرلو په صورت کې ازموینه ۱۰۰سلنه وړیاد ده.

که ټولنیزه بیمه نه لرئ او پاس ته مراجعه کوئ، بیا هم وړیا ده.

که ټولنیزه بیمه نه لرئ خو عواید لرئ، د ښار ټولو لابراتوارونو ته مراجعه کولی شئ.

په ټولیزه ټوګه د ازموینو پایلې دوه درې ورځې وروسته درکول کېږي (د ایمیل، تېلېفون او یا پیغام له لارې).

مثبته پایله

که د ازموینې پایله مو مثبته وي، تاسې باید ځان له نورو سره جلا وساتئ. باید ماسک وکاروئ. روغتیایي ډلې به تاسو ته ووایي چې ځانګړو مرکزونو ته ولاړ شئ. دغه مرکزونه هم وړیا دي.

که نښې جدي وي (لکه د ساه اخیستلو ستونزې)، سامو (۱۵) ته زنګ ووهئ او یا د روغتونونو عاجلو څانګو ته مراجعه وکړئ.

منفي پایله

تاسې په کورونا اخته نه یاست.

خو کېدای شي چې لږ وروسته پرې اخته شئ. د ناروغۍ نښو ته پام کول مهم دي.

که شک لرئ، یو ځل بیا ټسټ وکړئ.  

 

نورې ليکنې