د چک جمهوریت پولیسو په لسګونو مهاجر نیولي دي
د چک جمهوریت پولیسو په لسګونو مهاجر نیولي دي

د چک جمهوریت له پلازمېنې پراګ څخه د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د پنجشنبې په ورځ د دغه هیواد ادارو په یوه ترکي بار وړونکې لارۍ کې ۴۸ تنه پناه غوښټونکي موندي چې احتمالا غوښتل یي له سوریې څخه اروپا ته لاړ شي.

د چک جمهوریت د پولیسو ویاند بوهومېل مالازک، د فرانسې خبري آژانس ته وویل دي کله چې د ګمرک کارمندانو په لارۍ موټر کې پر بار توکو رڼا واچوله دغه پناه غوښتونکي یې په کښې ؤموندل.

د پولیسو د دغه ویاند په حواله مهاجرو پولیسو ته ویلي چې دوی له سوریې څخه راغلي دي. په دوی کې ۴۷ تنه ناروينه او یوه ښځه هم موجوده ده. دغو پناه غوښتونکو آلمان او هالنډ هیوادونه د خپل مهاجرت د اصلي هدف په توګه یاد کړي دي.

د چک جمهوریت پولیس اوس هڅه کوي د دغو کسانو دقیق هویت معلوم کړي. مالازک، په دې باور دی چې ممکن دغه کسان په چک جمهوریت کې د پناهندګۍ غوښتنه وکړي او یا هم د چارواکو له خوا هغه هیواد ته بیرته واستول شي، چې چک ته د راتلو مخکې هلته وو.

د اروپایي اتحادیي غړی هیواد چک جمهوریت په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرت د بحران له هم هغه پيل راهیسې له منځني ختیځ او افریقا څخه د پناه غوښتونکو د منلو مخالفت کوي.

آ. ش.ن

 

نورې ليکنې