سوریایي مهاجر په لبنان کې په ډير بد وضعیت کې قرار لري
سوریایي مهاجر په لبنان کې په ډير بد وضعیت کې قرار لري

له بیروت څخه د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ یو ځل بیا یوه سوریایي مهاجر په لبنان کې ځان ته اور اچولی دی. په ظاهره کې هغه دا کار د خپلې کورنۍ د خراب اقتصادي وضعیت له امله کړی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې یوه سړي د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ (UNHCR) دفتر مخې ته ځان ته اور اچولی دی.

امنیتي کسانو هغه وژغوره او بالاخره د مدني دفاع په وسیله په ټپي حالت کې روغتون ته انتقال کړای شو.

د لبناني رسنیو په حواله دغه مهاجر د دې له پاره ځان ته اور اچولی وو، چې د خپل مریض لور د تداوۍ وس یې نه درلود. خو دغه جزویات د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې نه بیا دي تائید کړي.

له دغې پيښې لږ وروسته د سوریایي مهاجرو یوې کوچنۍ ډلې د ملګرو متلونو د دفتر مخې ته په اعراض لاس پورې کړ او د ژوند د شرایطو د ښه کیدو غوښتنه یې وکړه.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ په حواله په اوس وخت کې شاوخوا ۸۸۰۰۰۰ سوریایي مهاجر په خپل هیواد کې د روانې کورنۍ جګړې له امله له سرحد څخه په تیریدو ګاونډي هیواد لبنان ته مهاجر شوي دي.

د دغو مهاجرو حقیقي شمیر ممکن تر دې لوړ وي.

په اوس وخت کې په لبنان کې چې په تیرو لسیزو کې یې ډير بد بحران تر شا پريښې دی، اقتصادي لرلید یا په اصطلاح روښانه راتلونکي ته خوشبیني ډیره کمه ده.

د لبنیان د پولي واحد پونډ ارزښت ډیر ټيټ شوی دی او د خوراکي توکو او نورو بیې ډيرې لوړې شوي دي. همدا د اپریل په میاشت کې هم په لبنان کې یوه مهاجر ځانته اور اچولی وو چې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه کس هم په لبنان کې د کړکیچ له امله د خپلې کورنۍ د تغذیه کولو وس یې نه درلود.

د ډيرو سوریایانو له پاره په لبنان کې وضعیت ناهیله کونکی دی، ځکه ډیري وختونه دوی د روزمزد په توګه کار کوي او یا هم هیڅ کار ورته نه پيدا کیږي.

د آلمان خبري آژانس: ش.ن

 

نورې ليکنې