آرشیف انځور
آرشیف انځور

څلورو تنو مراکشیانو د هسپانیې د اکسکلاوه مېليلا د فاضلابو کانال له لارې هسپانیې ته د ځان رسولو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سیمه ایزو چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې څلور تنه سړي په مراکش هیواد کې له ګاونډي بندر بیني اینسار څخه روان شوي وو.

د دریو تنو مړي له دغه کانال څخه را ایستل شوي دي او څلورم تن بیا په روغتون کې سا ورکړې ده. مراکشي ادارو د پيښې په اړه پلټنې پيل کړي دي.

د معلوماتو له مخې مخکې هم پناه غوښتونکو له دې لارې هسپانیې ته د ځان رسولو هڅه کړې وه.

میليلا هم لکه د هسپانیې د فاضلابو(د بدرفت اوبه) د دویم کانال اکسکلاوا په څیر په دغه شمالي افریقايي ساحل کې موقعیت لري.

د اروپایي اتحادیي بهرني سرحدونه یوازې د دغو دوو ښارونو په اطرافو کې د افریقا له لوې وچې سره وصل دي. همدا علت دی چې پناه غوښتونکي په پرله پسې ډول هڅه کوي له مراکش څخه د سرحدي تاسیساتو له لارې ځانونه د اروپا خاورې ته ورسوي.

د فرانسې خبري آژانس/ ش.ن

 

نورې ليکنې

Webpack App