د پاریس ښاروالۍ د لومړۍ پاریس په سیمه کې چې د دغه ښار په زړه کې پروت دی د ډسمبر میاشت په لومړیو کې د کډوالو د هرکلي یو نوی مرکز پرانیزي. د اوس لپاره کډوال یوازې کولای شي د ملاقات اخیستلو له لارې د دغه مرکز له روغتیايي خدمتونو برخمن شي.
همدارنګه کډوال به په دغه مرکز کې د حمام کولو له ګټو برخمن شي خو هیڅ څوک نشي کولای هلته شپه تیره کړي.
د پاریس په ښار کې د نړۍ د مشهور موزیم « لوور» ته نږدې د halte humanitaire بشر دوستانه دفتر به د ډسمبر په لومړیو کې د کډوالو لپاره خپلې دروازې پرانیزې.
دغه مرکز وروسته له هغه د کډوالو او پناه غوښتونو سره د مرستې په موخه جوړیږي چې اکتوبر په ۱۴ مه د « La Chapelle » د کډوالو د ملاتړ مرکز خپلې دروازې و تړلې.
د اوس لپاره دغه مرکز ته په مستقیم ډول د تللو اړتیا نشته ځکه یوازې یوه برخه یې خپل کار پیل کړی. دغه مرکز یوازې د ملاقات اخیستلو له لارې د لاسرسۍ وړ دی.
د l’Armée du salut دفتر چې د دغه مرکز چارې پر غاړه لري یو تن رییس "امانوئل اولیویه" وايي :« د اوس لپاره دغه مرکز په پوره ډول نه دی خلاصه شوی، کډوال نشي کولای د مرکز مخې ته پرته له ملاقات اخیستلو راشي.»
په مرکز کې مخامخ ملاقاتونه
د اوسمهال لپاره یوازې د ډاکتر دفتر په مرکز کې جوړ شوی چې د ملاقات له لارې کولای شي په ورځ کې ۱۰ کسان وګوري.
امانوئل اولیویه وايي چې ملاقاتونه په مستقیم ډول په مرکز کې زمونږ د همکارانو Samu social اوMédecins du monde دفترونو لخوا ورکول کیږي.
د l’Armée du salut دفتر مسولین وايي چې د روغتیايي بحران محدودیتونو ته په پام سره له ډسمبر میاشتې نه به پرته له قید او ملاقات اخیستلو کډوال و منو.
دغه نوي مرکز شاوخوا ۲۰۰ خلکو ته حمام او روغتیايي آسانتیاوې برابروي. همدارنګه د انټرنیټ وای فای له شتون سربیره دغلته به د فرانسوي ژبې کورسونه، د تیاتر او د نڅا ورکشاپونه هم شتون ولري.