۲۰۱۶، اژې سمندر کې د ژغورنې واسکټ. انځور: پېکچر الاینز، اې پي فوتو، لي پيتاراکیس
۲۰۱۶، اژې سمندر کې د ژغورنې واسکټ. انځور: پېکچر الاینز، اې پي فوتو، لي پيتاراکیس

یوناني چارواکي وايي د هغه ۶ کلن ماشوم پلار یې نیولی دی چې تېره ورځ یې جسد د ساموس ټاپو په ساحل کې موندل شوی و. چارواکو زیاتوي چې دغه سړي له ترکیې څخه یونان ته د رسېدو په موخه د خپل ماشوم ژوند په خطر کې اچولی دی.

دغه ۲۵ کلن افغان مهاجر او ۶ کلن زوی یې د هغو ۲۵ کسانو په ډله کې ول چې تېره یکشنبه د ساموس ټاپو په ساحل کې وموندل شول. د یونان ساحلي ځواکونو په حواله د یاد ماشوم جسد د ساموس په هغه ساحلي برخه کې موندل شوی چې لاسرسی ورته مشکل دی.

پاتې مهاجر د ساحل په نورو سیمو کې موندل شوي ول. چارواکو پرون ویلي وو چې د یکشنبې په ورځ یې۷ تنه له سمندره ژغورلي دي. دغه راز ځینو مهاجرو په لامبو سره ځان ساحل ته رسولي دي. د انا خبري اژانس له مخې یوه ښځه هم د کښتۍ د ډوبېدو ځای ته نږدې موندل شوې ده.

بیا ولولئ: یونان له ترکیې سره پر پوله د خنډونو د جوړولو لړۍ پیل کړې

د یونان د ساحلي ځواکونو په خبره مهاجرو ورته ویلي چې د ترکیې له ساحل څخه یې په یوه کوچنۍ بېړۍ کې خپل سفر پیل کړی دی. خو تر اوسه دا معلومه نه ده چې پېښه څرنګه رامنځ ته شوې او یاد ماشوم ولې مړ شوی دی.

ساحلي ځواکونو تېره ورځ ویلي وو چې یو ۲۳ کلن سړی یې چې د مهاجرو بېړۍ یې چلولې وه د کډوالو د قاچاق په تور نیولی دی. دغه راز د وژل شوي ماشوم پلار په دې تور نیول شوی چې د یو کمسن کس ژوند یې په خطر کې اچولی دی. د تور د ثابت کېدو په صورت کې ښایي نوموړی په ۱۰ کلونو بند محکوم شي.

هر کال په زرګونو اسیایي او افریقایي مهاجر اروپایي ټولنې ته د رسېدو په موخه یونان ته ځآن رسوي. ډېری مهاجر په کوچنیو کښتیو کې د ترکیې له سواحلو څخه یوناني ټاپوګانو ته د رسېدو لپاره هڅه کوي، خو اکثره وختونه دغه سفرونه له ګواښونو ډک دي.

که څه هم یوناني چارواکي په معموله توګه هغه کسان نیسي چې د مهاجرو کښتۍ یې چلولې دي، خو دا یوه نادره خبره ده چې د کښتۍ د ډوبېدو په صورت کې د وژل شوي ماشوم مور پلار ونیول شي.

«د پناه غوښتنې له حق سرغړونه»

په ورته مهال د مهاجرو د حقونو مدافع ټولنې یا هېلپ رفیوجیز بنسټګړ جوزي ناتون ویلي چې دغه تورونه «د پناه غوښتنې له حق څخه سرغړونه» بلل کېږي. د نوموړي په خبره دا د منلو نه ده چې «یو ماتم لرونکي پلار ته ځان او خپل ماشوم ته د امنیت د موندلو په خاطر سزا ورکړل شي.»

د مهاجرو د دغې کښتۍ تر ډوبېدو وروسته د کډوالو مدافع بنسټونو د یاد ماشوم پر مرګ خواشیني څرګنده کړه. د بې سرحده ډاکټرانو ادارې پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل: «موږ په ۲۰۲۰ کې یو خو خلک لا هم د اروپا په سرحدونو کې مړ کېږي.»

بل پلو د مهاجرو اروپایي شورا ویلي چې دغه نوې غمجنه پېښه ښيي چې د مهاجرت لپاره «امنو او قانوني لارو» ته اړتیا شته.

د ۲۰۲۰ په لومړیو ۹ میاشتو کې ۱۲۲۸۹ کسان یوناني ټاپوګانو ته رسېدلي دي چې د تېر کال د همدې مودې پرتله یونان ته د رسېدونکو مهاجرو په شمېر کې کموالی ښيي. مهاجر ساموس ته تر رسېدو وروسته واتي کمپ ته استول کېږي چې نږدې ۴۰۰۰ کسان پکې اوسېږي. 

 

نورې ليکنې