د فرانسې په کالې کې د لاریو موټر بریتانیا ته د تګ په حال کې دي. انځور: رویټرز
د فرانسې په کالې کې د لاریو موټر بریتانیا ته د تګ په حال کې دي. انځور: رویټرز

د پاریس او بریتانیا ترمنځ د «la Pierrefitte connexion» په نوم د انساني قاچاقچیانو یوه فعاله شبکه، تیره اونۍ د اوو غړو له نیول کیدو سره سم له مینځه یو وړل شوه. د شبکې تنظیم کوونکي هغه مهال و نیول شول چې د فرانسې د بورګوندي په لویه لاره کې يي کډوال بریتانیا ته د استولو په موخه په لارې کې ځای پر ځای کول.

د فرانسې خبري آژانس ته د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۹ مه د پولیسو یوې سرچینې وویل چې د انساني قاچاقچیانو د یوې شبکې چې د پاریس او انګلستان ترمنځ فعاله وه اوه غړي نیول شوي.د نیول شویو کسانو له ‌‌ډلې درې تنه يي له شبکې سره د لاس درلودلو په تور په بند محکوم شوي او څلور تنه نور بیا تر قضايي څارنې لاندې دي.

کډوال په ځانګړې ډول کورنۍ او نارینه چې ډیرۍ يي ځوانان او د عراق، ایران، افغانستان، سوریې او پاکستان وګړي ول، په پاریس کې تر څارنې لاندې نیول شوي ول او له دې ځایه بیا هغو لویو لارو ته و لیږدول شول له کومه ځایه چې دوې په لاریو کې انګلستان ته د خپل سفر د پیلولو هوډ درلود.

د فرانسې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي مرکزې ادارې (OCRIEST ) مرستیال ژان آرویو وايي: «اټکل کیږي چې دغه شبکه د ناقانونه کډوالۍ له قاچاق څخه د ۱،۵ څخه تر درې میلیونه ډالره ګټه ترلاسه کړې او هر کډوال اړ دی چې د خپل سفر لپاره ۳۰۰۰ یورو دوې ته ورکړي.»

د شپې لخوا د شبکې فعالیت

ژان آرویو وايي د دغې شبکې غړي چې په اصل کې د عراق له کردانو دي، په فرانسه کې په قانوني ډول استوګنه لري او د شبکې مشري یوتن عراقي کوي چې د پاکستاني تبعې لخوا يي ملاتړ کیږي.

نور ولولئ: د مانش کانال له لارې برتانیا ته د مهاجرو ۱۲ قاچاق وړونکي نیول شوي

د یادې شبکې لخوا کډوال پاریس ته نږدې د سن دني سیمه کې چیرې چې شبکه ډیره فعاله وه ځای پر ځای او د دوی له ملاتړ څخه برخمن کیدل. د محققینو لخو ا دغې شبکې ته د «la Pierrefitte connexion» نوم ورکړل شوی و. له دې ځایه کډوال د شپې لخوا د بورګوندي لویې لارې ته ولیږدول شول ترڅو له هغه ځایه بیا د لاریو له لارې انګلستان ته واستول شوي.

ژان وايي: «په مشخص ډول دغه پیښه د بورګوندي د A5 او A31 د لویې لارې په سیمه کې د نورو شبکو په مرسته رامنځ ته شوې وه. یو ماشوم مې ولید چې د ټیلر موټر د جوړ شوي سوری له لارې د لارۍ موټر په چت کې يي ځان پټ کړی و.»

«د لاریو د تګ راتګ په ډیریدو سره د پوله ساتو ځواکونو څارنه کمزوری کیږي»

د بورګوندي سیمې انتخابول چې د فرانسې په شمال کې په لرې واټن کې پرته ده او په کالې کې د مانش کانال له تونل څخه ۶۰۰ کیلومتره فاصله کې لري یوه غوره استراتیژي ده.

کمیشنر آرویو زیاتوي: «هر څومره چې د لاریو بارول د کنټرول له سیمې لرې وي په همغه اندازه د پوله ساتو ځواکونو هوښیاري کمه او د لاریو د چلونکو هوښیاري ډیره وي.»

د یادونې ده چې بریتانیا ته د کډوالو د اوښتو د هڅو له ډیریدو سره سم، د اکتوبر په لومړیو کې د ناقانونه کډوالۍ یو بله شبکه چې په مانش کانال کې يي فعالیت درلود، ړنګه شوه. په اوسط ډول د کډوالو د هر ځل تیرولو قیمت ۳۰۰۰ یورو اټکل شوې.

 

نورې ليکنې