کندهار کې د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو د جګړو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو اواره شوې. انځور: د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت
کندهار کې د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو د جګړو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو اواره شوې. انځور: د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت

د افغانستان جنوب کندهار او هلمند ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ روانه جګړه ۱۲۷۵۰ کورنۍ خپلو کورنو پریښودو ته اړ کړي.

افغان چارواکي وايي چې په کندهار کې تازه ۵۵۰۰ کورنۍ او هلمند کې د جګړو له پیله بیا ۷۲۵۰ کورنۍ لښکرګاه ښار ته بې ځایه شوي.

د افغانستان د کډوالو او راستیندونکو چارو وزارت د دغو کورنیو ستونزو ته د اندیښنې په څرګندولو سره وايي چې د کندهار ډیریو بې ځایه شویو کورنیو ته ځکه نشي کولای مرستې ورسوي چې د دولت له ولکې وتلې سیمې دي.

د سرچینې په وینا یوازې یو شمیر هغو کورنیو ته يي مرستې پیل کړي چې د کندهار د میوند او ارغنداب په ګډون له یو شمیر جګړه ځپلو ولسوالیو د دغه ولایت مرکز ته کډه شوي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو زارت د ویاند مرستیال رضا باهر نن سه شنبه مهاجر نیوز سره په خبرو کې وویل: «ډیرۍ کورنۍ د کندهار هغو ولسوالیو ته بې ځایه شوې چې د دولت هلته ولکه نه لري او د وسله والو مخالفیونو تر ولکې لاندې سیمې دي.د ناامنیو له امله نشو کولای هلته مرستې ورسوو. یوازې هغه کورنۍ چې کندهار ښار ته بې ځایه شوې د اړمنو کورنیو د پیژندلو په موخه د هغوې سروې پیل شوې او د مرستو ویش لکه خوراکي او غیر خوراکي مواد هم جریان لري.»

نوموړي د هلمند د بې ځایه شویو په اړه وویل، له یوې میاشتې راهیسې د جګړو له پیل څخه ۷۲۵۰ کورنۍ چې په اوسط ډول هره کورنۍ ۷ تنه غړي لري د نادعلي، ناوې او ګرشک له ولسوالیو څخه لښکرګاه ښار ته بې ځایه شوې.

نور ولولئ: هلمند کې جګړې نږدې ۴۰ زره افغانان خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي

د باهر په وینا د دغو کورنیو د سرپناه لپاره لښکرګاه ښار ته نږدې یو موقت کمپ هم جوړ شوی.

د کډالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۵۹ زره کورنۍ چې ۳۵۰ زره تنه کیږي د روان کال له پیل راهیسې د جګړو او تاوتریخوالو له امله خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي.

 

نورې ليکنې