د ۲۰۱۹ د اکټوبر ۳۱مه. کالې ښار کې د مهاجرو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل
د ۲۰۱۹ د اکټوبر ۳۱مه. کالې ښار کې د مهاجرو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل

د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۲۹مه کالې ښار کې د کډوالو د یو کمپ تر تړل کېدو وروسته ۱۱ مهاجرو او ۸ سازمونونو د پا دو کالې قومندانۍ پر وړاندې محکمې ته شکایت کړی دی. یاد کمپ کې نږدې ۸۰۰ کسان اوسېدل.

کالې ښار کې ۸ سازمانونو (اوبرژ دو میګران، کابن ژوریدیک، د ابې پیېر بنسټ، هېلپ رفیوجیز، پروجکت پلېس، سلام، سکور کاټولیک او یوتوپیا ۵۶) او ۱۱ مهاجرو د پا دو کالې د قومندانۍ پر وړاندې محکمې ته شکایت کړی دی.

دوی وایي چې د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۲۹مه د هاسپیټل جنګل په نامه د مهاجرو د کمپ خالي کولو عملیاتو قانوني بڼه نه درلوده.

د دغو سازمانونو استازې مې اېو تیفري په خبره: «د پا دو کالې قومنداني وایي چې د څرګندوالي پر بنسټ یې دغه کمپ خالي کړی دی.» خو نوموړې زیاتوي چې څرګندوالی له کمپه د مهاجرو د اخراجولو په مانا نه دی.

بیا ولولئ: فرانسه: کالې ښار کې د کمپونو د خالي کولو عملیات ادامه لري

اټکل دی چې شکایت کوونکي ډېر ژر د بولونی سور مېر محکمې ته حاضر شي. د کابن ژوریدیک غړې مارګو سیفر په دې هکله وایي: «موږ پر دې کار اعتراض کوو چې د کمپ د خالي کولو عملیاتو قانوني بڼه نه درلوده، مانا یې دا چې قومندانۍ له خپل قانوني واک څخه بهر عملیات ترسره کړي.» تمه ده چې د محکمه د نومبر پر ۱۸مه غونډه وکړي.

چارواکي په نادره توګه څرګندوالی د خپلو عملیاتو د قانوني بنسټ په توګه کاروي. په عادي حالاتو کې د غیرقانوني کمپونو خالي کول د قومندانۍ او یا ښاروالۍ د فرمانونو پر بنسټ ترسره کېږي. دغه فرمانونه باید صادر او په دیوالونو یا لوحو نصب شي تر څو مهاجر خپل وسایل راټول کړي.

مارګو سیفر وایي چې څرګندوالی د کمپ د تخلیه کولو په مانا نه دی.

د سازمانونو په حواله تېره سپټمبر میاشت د مهاجرو د دغه کمپ د خالي کولو عملیات تاوتریخجن وو. «مهاجر سهار وختي دې ته اړ شوي وو چې هغو سرویسونو کې سپاره شي چې د کالېزي لېرې پرتو مرکزونو (تولور، نیس، برېست...) په لور روان وو، پولیسو دغه راز کمپ محاصره کړی او بشردوستانه سازمانونو ته کمپ ته د لاسرسي اجازه نه ورکوله، هغه مهاجر یې هم نیول چې نه غوښتل یې بسونو کې سپاره شي.»

د سازمانونو په خبرپاڼه کې د شکایت کوونکي مهاجر محمد له قوله زیاته شوې: «پولیسو په سلګونو مهاجر د حیواناتو په شان سرویسونو کې سپاره کړل. دا یوه ډاروونکې صحنه وه. زه له خپلو ملګرو سره له کمپه لرې ولاړ وم، له وېرې مو کمپ پرېښودلی و. یوه ورځ مو تر باران لاندې تېره کړه. ډوډۍ مو نه لرله. د نیول کېدو له وېرې له یو ځای نه بل ځای ته تلو.»

موږ غواړو چې د خلکو اساسي حقونو ته باید درناوی وشي

د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټونو په حواله د سرپناه ورکولو عملیات نه بلکې د عملیاتو د ترسره کولو طریقه مهاجرو ته مشکل جوړوي.

مارګو سیفر وایي: «موږ غواړو چې د خلکو اساسي حقونو ته باید درناوی وشي.»

سازمانونه هیله لري چې تر دغه شکایت وروسته د پا دو کالې قومنداني اړه شي چې د سرپناه ورکولو عملیاتو پر مهال لازم تدابیر ونیسي: مهاجر په سمه توګه وپېژني - د سپټمبر پر ۲۹مه کمسنه مهاجر هغو مرکزونو ته لېږدول شوي وو چې بالغو کسانو ته ځانګړي شوي - او رضایت یې ترلاسه کړي.

مارګو سیفر زیاتوي: «موږ نه شو کولی چې د مهاجرو د میل خلاف دوی د فرانسې له یوې سیمې بلې سیمې ته ولېږو. د سپټمبر پر ۲۹مه د پولیسو تر عملیاتو وروسته مهاجر بېرته کالې ته راغلل. او اوس یې شمېر یو ځل بیا زیات شوی دی.»

 

نورې ليکنې