کالې ښار کې د کډوالو کمپ. انځور: آرشیف/ مهدي
کالې ښار کې د کډوالو کمپ. انځور: آرشیف/ مهدي

د فرانسې دولت لخوا قرنطین د اکتوبر په ۳۰ په داسې مهال اعلان شو چې لاهم شا و خوا ۸۰۰ کډوال د فرانسې جنوب کالې په کوڅو کې ژوند تیروي. ایا د چارواکو لخوا په دې اړه کوم تدابیر نیول شوي؟ په کمپونو کې د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره څخه پلانونه په پام کې نیول شوي؟ د مهاجر نیوز دغو پوښتنو ته د پا- دو- کالې پولیسو قومندانۍ ځواب ویلی.

مهاجر نیوز: د کالې د سړک غاړې کډوالو لپاره څه پروګرامونو په پام کې نیول شوي؟

پا- دو- کالې پولیسو قومندان: د قرنطین په موده کې، په کالې کې پنجشنبه د نومبر ۵ مې راهیسې کډوالو لپاره د داوطلبانه سرپناه وړاندیز پیل شوی.

بیلابیلې سیمې د دوې د اړتیاوو پوره کولو لپاره مشخصې شوي. د ۳۱۵ شته ځایونو سربیره چې په پا دو کالې کې د هرکلي او آزموینې ( CAES) لخوا موجود دي، د کډوالو د سرپناه لپاره ۳۰۰ نور استوګنځایونه جوړشوی. دغه ساختارونه تر کار لاندې دي. لومړۍ ساختار يي د پنجشنې په ورځ د مرلیمونت په سیمه کې پرانیستل شو.

سربیره پردې، له تیرو دریو کلونو راهیسې د هر کال په څیر، په سختو موسمي شرایطو کې به د پا دو کالې قومندانۍ لخوا د سرپناه یو ګرم سیستم هم ځای پر ځای شي.

مهاجرنیوز: کډوال له دغه سیسم څخه څنګه خبریږي؟

پا- دو- کالې پولیسو قومندان: کډوالو ته په دې اړه د معلوماتو د وړاندې کولول په موخه، زمونږ د مامورینو لخوا په ګرځند ډول د معلوماتو کمپاین ترسره کیږي. د کډوالو لپاره زمونږ د ګرځند ټیمونو ماموریت له ۲۰۱۷ کال نه را په دیخوا هیڅ نه دي درول شوي. هره ورځ له دوشنبې تر جمعې پورې زمونږ دغه کار جریان لري.

که څوک د سرپناه ستونزه ولري نو هغوې لپاره اونۍ کې څو ځلې د سرپناه وړاندیز کیږي. له دې سربیره، اوسنۍ رامنځ ته شوی روغتیايي بحران ته په پام سره دغه اونۍ، د سره صلیب، د نړۍ ډاکټرانو ادارې او یو شمیر نورو روغتیايي ادارو په مرسته یو روغتیايي ګرځند ټیم خپل کار پیلوي.

دا پروګرام په اونۍ کې دوه ځلې وړاندې کیږي او هغو خلکو ته چې درملنې ته ارتیا لري د اوږد مهال لپاره د کالې په روغتون د درملنې امکانات برابروي.

نور ولولئ: فرانسه: کالې ښار کې د لا وي اکتیو په نامه سازمان په سیار ډول پر مهاجرو خواړه وېشي

مهاجر نیوز: ایا د قرنطین په دغه موده کې د Active Life دارې لخوا خوراکي مواد ویشل کیږي؟

پا- دو- کالې پولیسو قومندان: د کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه خوراکي مواد د دولت او Active Life لخوا هر ورځ ویشل کیږي او دا پروسه هیڅکله نه ده درول شوې. هره ورځ شاوخوا ۱۷ زره خوارکي مواد ویشل کیږي.

سربیره پردې، د کډوالو د ملاتړ غیردولتي سازمانونه کولای شي د خپلې ادارې لخوا د تصدیق په درلودلو سره خپل بشري ماموریت ته دوام ورکړي.

 

نورې ليکنې