د سوریې ولسمشر بشارلاسد تیره چهارشنبه د نومبر په ۱۱ مه یو دوه ورځینۍ ورکشاپ پیل کړ. د غه هیواد ته د سوریايي کډوالو بیرته ستنول د کنفرانس موخه بلل شوې. دا په داسې حال کې ده چې لاهم په سوریه کې جګړه روانه ده.
په دغه کنفرانسه کې چې روسیه يي ملاتړ کړی د سوریايي کډوالو د بیرته راستنولو او په دې برخه کې د امکاناتو پر برابرولو خبرې کیږي.
د سوريې ګاونډی هيواد لبنان هم په دغه کانفرانس کي ګډون کوي. لبنان هغه هيواد دی چي ورته تر يو مليون څخه زيات د سوريې د کورنۍ جګړې څخه په تېښته کي سوريايي مهاجر ورغلي دي. دغه هيواد ياد کانفرانس ته خپل د ټولنيزو چارو وزير استولی دی.
ملګري ملتونه به دغه کانفرانس د يو څارونکي په توګه بدرګه کړي. اروپايي اتحادیه هم په دغه کانفرانس کي د ګډون له پاره بلل شوې، خو د دغې اتحاديې د بهرنيو چارو مسؤل مامور جوزېف بورېل ويلي دي چي اروپايي اتحاديه به په دغه کانفرانس کي ګډون ونکړي.
د اروپايي اتحاديې چارواکي بورېل په دې استدلال کي چي اتحاديه ولي په دغه کانفرانس کي ګډون نه کوي ويلي دي چي سوريې لا تر اوسه هغه شرايط نه پوره کوي د مهاجرو د خوندي بېرته ورته د ستنېدو له پاره مهم دي.
په سوريه کي لا تر اوسه جګړه ادامه لري. خو د بشارالاسد ځواکونه توانېدلي دي چي د دغه هيواد تر ۷۰ فيصدو څخه زياته برخه تر خپلې ولکې لاندي راولي.
په ۲۰۱۱ کال له پېلېدو راهيسي د سوريې بحران د دغه هیواد له نیمايي ډیر وګړي خپل هیواد پریښودو ته اړ کړي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس ۵،۵ مليونه سوريايان له دغه هیواد څخه نورو هيوادونو ته مهاجر شوي.