ننګرهار ولایت خلک د پاکستان ویزو ته دانتظار پر مهال. انځور:ننګرهار ولایت رسنیو دفتر
ننګرهار ولایت خلک د پاکستان ویزو ته دانتظار پر مهال. انځور:ننګرهار ولایت رسنیو دفتر

د افغانستان په خیتځ ننګرهار ولایت کې د شاوخوا ۳۸ زره تنو له ډلې چې په دې وروستیو کې يي د ویزو غوښتنه کړې وه، ۱۸ زرو تنو ته يي تیره ورځ د پاکستان د کنسولګرۍ لخوا یو کلنه ویزه ورکړل شوه.

د ویزو دغه ویش له هغه وروسته ده چې د تیر اکتوبر په ۲۱ مه د جلال اباد فوټبال سټیډیم کې د دغو ویزو د ترلاسه کولو په موخه زرګونه تنه راټول شوي ول چې د ډیرې ګڼې ګوڼې له امله ۱۲ کسانو چې ډیرې یې میرمنې وې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر تیره ورځ د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل:« د راجستر شویو پاسپورټونو څخه هره ورځ ۱۸۰۰ تنو ته پاسپورټونه توزیع او په سبا يې قونسلګرۍ ته د ویزې اخېستو لپاره معرفي کيږي، چې تردې دمه په تېرو لس ورځو کې ۱۸۰۰۰ پاسپورټونه اعلان ته ورکړل شوي او ترلاسه کوونکو قونسلګرۍ ته په ورتګ سره یو کلنې ویزې ترلاسه کړي دي.»

ډیرۍ د ویز غوښتکي د افغانستان دختیځو ولایتونو ننګرهار، کنړ، لغمان او نورستان ولایتونو اوسیدونکي دي چې پاکستان ته د درملنې په موخه ورځي.

د ویزو په ویش کې درغلۍ

د پاکستان د ویزو اخیستلو په ویش کې درغلي یوه نوې خبره نه ده بلکې له دې وړاندې هم د درغلۍ راپورونه ورکړل شوي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په دې وروستیو کې ویلي و چې د ځینو مشخصو کړو لخوا په ورځ کې ۱۰۰ زره امریکايي ډالره د پاکستان د ویزو د خرڅلاو په بدل کې اخیستل کیږي. صالح وویل« پوهیږو کومې کړۍ د پاکستان وړیا ویزې په کمیشن کارۍ بدلې کړې دي.»

نوموړي له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې د هرې ورځې د ویزو شمیر دې معلوم کړي ترڅو خلک له دغه عذاب څخه وژغورل شي.

نور ولولئ: جلال اباد ښار کې د پاکستان د ویزې د ترلاسه کولو لپاره لسګونه کسانو خپل ژوند وبایله

بل پلو بیا تیره ورځ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال معین ناب په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره د ویزو ویش د ستونزو د هواري په موخه خپلې طرحې د و یډیو کنفرانس له لارې شریکې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي:« معین ناب د ویزو د ویش د ستونزو هوارول د دواړو هیوادونو د اړیکو په براختیا کې اغیزمن وبلل او د دواړو لوریو ګډو طرحو ته په پام په دې برخه کې دیو معقول حل لارې غوښتنه وکړه.»

د یادولو ده چې دوه میاشتې وړاندې د پاکستان کابینې لخوا افغانانو ته د دغه هیواد ویزې ورکولو لپاره یوه نوې تګلاره اعلان کړه چې له مخې به يي افغانانو ته د کاروبار او پانګونې لپاره، ناروغانو او محصلینو لپاره د ویزو یوه ځانګړې ګټګوري رامنځ شي.