د مهاجرت او پناه غوښتنې له پاره د آلمان د فدرالي ادارې بامف دفتر
Photo: picture-alliance/Geisler-Fotopress
د مهاجرت او پناه غوښتنې له پاره د آلمان د فدرالي ادارې بامف دفتر Photo: picture-alliance/Geisler-Fotopress

د رسنيو د راپورونو له مخې د هغو چارواکو پر ضد تفتيش او تحقيق پېل شوی چې د «بامف افتضاح» په هکله يې پلټنې کړي وې. پر بامف تور لګول شوي و چې په ناحقه يې مهاجر قبول کړي.

د آلمان په برېمن کي د مهاجرت او پناه غوښتنې له پاره د آلمان د ځانګړي فدرالي ادارې بامف د څانګي پر وړاندي سخت تورونه لګول شوي و. شکونه پردې ول چې د یادې ادارې یو شمیر مسولینو په ناحقه توګه ځینو مهاجرو ته قبولي ورکړې وه.

د رسنيو د تازه راپورونو له مخې اوس د هغو تفتيش کوونکو پر ضد حقوقي اقدامات شوي چې د «بامف د افتضاح» په هکله يې پلټنې کړي وې. د «زويد دويچه څایتونګ» او اېن ډي آر د راپورونو پر اساس پر دغو تفتيش کوونکو شک دی چي دا ټوله موضوع يې په ناسمه توګه وړاندي کړې وه او دا چي تر حقيقت يې ډېره جدي او لويه ښودلې وه. پر هغوی دا شک هم دی چي يو شمير هغه اسناد يې له پامه غورځولي ول او د ناحق قبولي په تور کسانو د سپينولو او برأت ترلاسه کولو له پاره مهم ول.

د برېمن څارنوال، اېن ډي آر رسنۍ ته پخلی کړی دی چي د نامعلومو کسانو پر ضد پلټنې پېل سوي ځکه چي اټکل کيږي چي اسناد يې پټ ساتلي يا په قصد له پاره غورځولي ول. زياته سوې چي دغه تحقيقات د هغه وروسته پېل سوي دي چي يو داسي چا په دې هکله معلومات وړاندي کړي چي نوم يې پټ ساتلی دی. د دغه کس په هکله ويل سوي چي پخپله د پلټونکي ډلې له غړو څخه دی. زياته سوې چي دغه معلومات وړاندي کوونکي کس د خپلو همکارانو د ناسم او يا غيرمسلکي چلند لامل د نژادپالنې سره تړلي مقاصد بللي دي.

نور ولورلئ: د پناه غوښتنې د دوسيو پروسه اوږده سوې ده

په لومړي سر کې د يادي افتضاح په هکله تور لګول شوی و چې ګواکې تر ۱۰۰۰ څخه په زياتو دوسيو کي د بامف د ځايي څانګې مسؤلې اولريکه ب په غير مسؤلانه او ناحقه توګه پناه غوښتونکو ته قبولي ورکړې وه. خو د دغي پيښي د پلټنې پر وخت دغه تورونه ناسم او نژدې ټولې اړونده فيصلې او دوسيې سمې ثابتې شوې.

تېره جمعه د نومبر په ۶ مه د برېمن اړونده محکمې وويل چي اولريکه ب بايد اوس په ۱۴ دوسيو يا تورونو د ځان سپیناوی وکړي. د هغه وخت د وکيلانو په وړاندې لا هم ځینې تورونه پر ځای پاتې دي.

اولريکه ب د ۲۰۱۶ کال په جولای مياشت کې د تور لګېدنو له کبله له خپلې دندي څخه لرې کړل شوې وه. د کورنيو چارو وزير هورسټ زېهوفر په برېمن کي د پيښو له کبله د بامف عمومي رئيسه، يوټا کورډټ هم په ۲۰۱۸ کال د جون په مياشت کي له دندې ليري کړې وه.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې