د اروپا د بهرنیو پوله ساتو ځواکونو آژانس ( فرونتکس) د هغو تورونو پر وړاندې چې د یونان د سمندري پوله ساتونکو لخوا په غیر قانوني ډول له پولو د مهاجرو د بیرته ګرځول شوي، د یو کمیسیون وړاندیز کړی.
د يونان د سمندري پوله ساتو ځواکونو له خوا د مهاجرو د غير قانوني بېرته لېږد په تړاو راپورونو کې د فرونتکس د ښکېلتوب خبره هم شوې ده.
اوس د فرونتکس مشر، فابريس لېګري وړانديز کړی دی چي د دغو تورنو د څېړلو له پاره دي يو پلټونکی کميسيون جوړ کړل شي. دا وړانديز د سه شنبې په ورځ د نومبر په ۱۰ د فرونتکس لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې شوی.
په اعلاميه کي د لېګري له خوا ويل شوي چې د نړیوالو قوانیو خلاف هر ډول ناسم چلند او بنيادي حقونو څخه سرغړاوي تورونه دې په جدي ډول و څیړل شي. د نوموړي په وينا په دې اړه به پلټنې وشي. د ليګري له خوا وړانديز شوی کميسيون بايد د فرونتکس له خوا د سمندري پولو څارنه وپلټي. د وړانديز له مخي دغه کميسيون بايد چي د اروپايي کميسيون له خوا انسجام کړل شي.
د اروپايي اتحاديې د کورنيو چارو کميساري، يلوا جوهانسون د دغې اتحاديې د کميسيون د رئيسي، اورزولا فون دېر لاين سره په همږۍ په يوه غونډه کي د فرونتکس له مشرتابه يوه غوښتنه کړې ده. د دغې غوښتنې له مخي فرونتکس بايد پر پوله د مهاجرو د بېرته جوابولو يا بېرته ګرځولو د راپورونو په تړاو بايد پلټنې وکړي.
د آلمان «شپيګل»، «ريپورټ ماينڅ» او يو شمير بهرنيو رسنيو د اکتوبر په مياشت کي راپور ورکړی وو چي د يونان پوله ساتونکي پر ربړي کښتيو سپاره مهاجر په آژه کي بېرته د ترکيې پر لور شړي.
يادو رسنيزو راپورونو کي د ويډيويي موادو او د اړونده مهاجرو څرګندونې د معلوماتو د منبع په توګه يادې شوې وې. د راپورونو له مخي د ۲۰۲۰ کال د اپريل مياشتي راهيسي په رامنځ ته شوو دغو قضيو کي د يوناني پوله ساتونکو د ياد عمل پر وخت د فرونتکس چارواکي هم نژدې حاضر ول.
په راپور کي راغلي چي په نورو ويډيوګانو کي ليدل کيږي چي د يونان د سمندري پولي ساتونکي دغه ربړي کښتۍ د ترکيې پر لور بېرته شړي. تور لګول شوی چې په يوه بله پېښه کي د فرونتکس څارونکي يوې الوتکي پر داسي يوه موقع برسېره الوتنه کړې ده. د بشري حقونو سازمانونه پر اتن تور لګوي چي په ناقانونه توګه له پولۍ د مهاجرو د جوابولو يا بېرته لېږدولو ته يې اجازه ورکړې ده. خو اتن دغه تورونه ردوي.