د میترانې په سمندر کې د نومبر په ۱۱ مه د کښتۍ ډوبیدنې پیښه. انځور: اوپن آرمز
د میترانې په سمندر کې د نومبر په ۱۱ مه د کښتۍ ډوبیدنې پیښه. انځور: اوپن آرمز

د « اوپن ارمز » په نوم یوه بشردوستانه کښتۍ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۲۰۰ کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي په دوو جلا عملیاتو کې د لیبیا له سواحلو ژغورلي.

د چهار شنبې په سهار شاوخوا ۱۰۰ تنه کډوال د لیبیا په سواحلو کې هغه مهال وژغورل شول چې د دوې کښتۍ د ډوبید له ګواښ سره مخامه وه.

د اوپن ارمز موسسې بنسټ ایښودونکی « اسکار کمپز » په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې له دغې پیښې یوازې څو ساعته وړاندې په یوه بله پیښه کې هم د سه شنبې په ماښام د مرستې کښتۍ لخوا ۸۸ تنه د مدیترانې له اوبو ژغورل شوي.

د اسکار په وینا دوه باردارې میرمنې هم د ژغورل شویو په ډله کې ول.

اسکار په خپله ټویټر پاڼه کې همدارنګه لیکلې :« په نړیوالو اوبو کې یوه کښتۍ چې د ډوبیدو له ګواښ سره مخامخه وه د اوپن ارمز کښتۍ لخوا وژغورل شوه. ژغورل شوي کډوال په ډیر بد حالت کې و.»

د اوپن ارمز بشر دوستانه کښتۍ د نومبر په ۴ مه د کډوالو د ژغورلو په موخه يي د لییبا په سواحلو کې خپل فعالیت پیل کړ. د اوسمهال لپاره دا د کډوالو د ژغورلو یوازینۍ کښتۍ ده چې دغلته فعاله لري.

د یادولو ده چې د سه شنبې په ورځ هم ۱۳ تنه چې له لیبیا څخه تیښتې ته اړ شوي ول د کښتې ډوبیدنې پیښه کې ووژل شول.

 

نورې ليکنې