د میترانې په سمندر کې د نومبر په ۱۱ مه د کښتۍ ډوبیدنې پیښه. انځور: اوپن آرمز
د میترانې په سمندر کې د نومبر په ۱۱ مه د کښتۍ ډوبیدنې پیښه. انځور: اوپن آرمز

د «اوپن آرمس» مرستندويه بېړۍ په مديترانه کي د مهاجرو د يوې کښتۍ څخه يو شمير مهاجر وژغول چي پکښي يو ماشوم او د هغه مور هم شامله وه.

شپږ مياشتنی ماشوم او د هغه مور د مهاجرو په هغه کښتۍ کي سپاره ول چي په مديترانه کې ورته حادثه پېښه شوه. په ټوليزه توګه په دغه کښتۍ کي د سلو په شاوخوا کي مهاجر سپاره ول. د پروتستانت خبري آژانس د خبر له مخي د «اوپن آرمز» مرستندويه بېړۍ د نورو مهاجرو تر څنګ دغه ماشوم هم له اوبو وژغوره. خو ماشوم په ياده مرستندويه بېړۍ کي ساه ورکړه. 

د ماشوم د ژغورنې له پاره د باندنۍ مرستي غوښتنه شوې وه. خو د مرستې له رسیدو وړاندې يي ساه وکړه. دا معلومات د هسپانوي مرستندويه سازمان اوپن آرمز له خوا د چهارشنبې (د ۲۰۲۰ کال د نوامبر ۱۱مه) په ماښام په ټويټر کي خپاره کړل شول.

د ايټاليې د سمندري سرحد ساتونکي ځواک له خوا ويل سوي چي د ډاکټرانو يوه ډله يې له لامپېدوسا څخه د ليبيا د ساحل سره د نړيوالو اوبو هغه ځای ته استولې وه چيري چي د مهاجرو کښتۍ د ستونزو سره مخامخ سوې وه.

 د اوبن آرمز مرستندويه سازمان بېړۍ د مهاجرو د کښتۍ د حادثې وروسته له دغه ځای څخه د غرمې پر وخت ۵ د مهاجرو مړي هم له اوبو را ايستلي. ويل سوي چي د ګينيا هيواد سره تړاو لرونکي مېرمني شپږ مياشتنی ماشوم د هغه باوجوده ومړ چي په اوپن آرمس بېړۍ کي ورته طبي مرسته ورسېدله.

له يادي حادثې څخه صرف څو ساعته وروسته د اوپن آرمز بېړۍ ۶۵ نور مهاجر له بلې کښتۍ وژغورل.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې