د کروشیا د کډوالو په یو کمپ کې د پولیسو لخوا ټپې شوی کډوال. انځور: ارشیف DW
د کروشیا د کډوالو په یو کمپ کې د پولیسو لخوا ټپې شوی کډوال. انځور: ارشیف DW

اروپايي ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د هغو تورونو په اړه تحقیقات پیلوي چې له مخې يي پر دغه کمیسیون د کروشیا پر پوله د کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لاس لرلو تورونه لګول شوې و.

د اروپايي ټولنې کمیسیون د بشري حقونو دفتر دغه تحقیقات وروسته له هغه پیلوي چې په دې وروستیو کې د بښنې نړیوال پر یاد کمیسیون تور لګولی و چې د سرحدي عملیاتو لپاره يي د خپلې بودیجې په لګښت کې د خلکو اساسي حقونو ته درناوی نه دی کړی.

د اروپايي کمیسیون د بشرې حقونو دفتر د سه شنبې ورځ د نومبر په ۱۰ په خپله اعلامیه کې لیکلي : « تیرو څو کلونو کې د بخښنې نړیوال سازمان او ګڼ شمیر سازمانونه د کډوالو پر وړاندې د سرغړونو ګڼې پیښې لکه وهل ټکول، د کرواسي پولیسو لخوا چې له اروپايي ټولنې معاش اخلي د کډوالو شکنجه يي ثبتې کړي.»

په اعلامیه کې ویل شوي:« د نن ورځې اعلان به اروپايي ټولنې ته دا اجازه ورکړي چې په شفاف ډول او په داسې خلکو بودیجه ولګولوي چې له بشري حقونو اطاعت يي کړی وي.»

د سپټمبر په ۲۰ مه، د بښنې نړیوال سازمان له خپلو تحقیقاتو وروسته، د اروپايي ټولنې پر کمیسیون تور پورې کړ چې د پولیسو د تاوتریخوالو د ګڼو پرله پسې راپورونو يي سترګې پتې کړي. همدارنګه د دغه سازمان تحقیقات و ښودل چې کمیسیون نه دی توانیدلی چې د کروشیا د سرحدي پولیسو د اقداماتو چې بودیجه يي د اروپايي ټولنې له اظطراري بودیجې ورکول کیږي د څارنې یو مناسب میکانیزم رامنځ ته کړي.

نور ولولئ: د بخښنې نړیوال سازمان کروشیا د کډوالو په شکنجه کولو تورنوي

اروپايي ټولنې هیله ښودلې چې د دغه تحقیقاتو له لارې به ډاډ ترلاسه کړي ترڅو مالي مرستې يي د هغو عملیاتو لپاره نه کارول کیږي چې د اروپايي ټولنې پر پولو د ښځو، ماشومانو او نارینه وو پر وړاندې د تاوتریخوالو لامل کیږي.

د یادولو ده چې د اکتوبر په میاشت کې د ډنمارک د کډوالۍ اداره، د کروشیا په خاوره يي د کډوالو پر وړاندې د جنسې تیرې قضيي، د وهلو ټکولو، شکنجه کولو او سپکاوي پیښې مستندې کړې او له اروپايي ټولنې يي غوښتنه وکړه چې په دې اړه تحقیق وکړي.

 

نورې ليکنې