په ۲۰۱۹ کال په آلمان کي د ټولو نوو تشبثونو څخه ۲۶فيصده يې د هجرت ريښې لرونکو له خوا رامنځ سوي
په ۲۰۱۹ کال په آلمان کي د ټولو نوو تشبثونو څخه ۲۶فيصده يې د هجرت ريښې لرونکو له خوا رامنځ سوي

په آلمان کي په ۲۰۱۹ کال د خپل کاروبار پېلوونکو يا تشبث ته مخه کوونکو څخه يوه برخه يې بهرنۍ رېښې لرونکي کسان ول.

د بيا رغونې له پاره د آلمان د قرضه ورکولو بانک (KfW) وايي چي دغه هيواد په تيرو کالونو کي له دې څخه ګټه ليدلې ده چي بهرنۍ ريښه لرونکو کسانو په دغه هيواد کي خپل کاروبارونه پېل کړي يا په اصطلاح تشبث يې کړی دی. دا د هغه باوجوده چي ټول نوي ثبت شوي تشبثونه بريالي نه دي. 

د (KfW) د يوې څېړني د پايلو پایلې ښیې چې له بهر څخه ورتلونکي کډوال د المان د اقتصادي ودې لپاره ډیر اغیزمن و. د يادې ادارې  ونډه د آلمان د اقتصاد په پياوړي کولو کي مهمه ده. د ياد بانک يوې لوړپوړي اقتصادپوهي، فريڅې کيوهلر ګايب ويلي چې د مهاجرو له خوا په تشبث کې ونډه اخيستنه د آلمان د اقتصاد د بيا نوي کولو او د راتلونکي له پاره د وړ ګرځولو په لاره کېډېر مهم دي.

د ګايب په وينا له همدې کبله آلمان له تیرو څو کالونو راهيسې په پرله پسې توګه له دې څخه ګټه ليدلې ده چي مهاجر نارينه او مېرمنې خپل کاروبار پېلوي.

د څېړنې د پايلو له مخي په ۲۰۱۹ زېږديز کال کې په آلمان کې په ټوليزه توګه ۶۰۵ زره نوي کاروبارونه ثبت شوي ول چي له دې ډلې ۱۶۰ زره کاروباریان د خارجي ريښه لرونکو کسانو له خوا رامنځ ته شوي ول. له دې سره د ۲۰۱۸ کال په پرتله په ۲۰۱۹ کال کې په دغه هیواد کې د کاروبار په ډګر کې د مهاجرو ونډه په پنځه فيصده زياتېدو سره ۲۶ فيصدو ته رسېدلې.

د ګايب په وينا په تشبث کي د مهاجرو ونډه ښيي چي هغوی د نوښتونو په رامنځ ته کولو او اقتصادي پیاوړتیا کې لیوالتیا ښوولې.

د څېړني په پايلو کي راغلي چي زيات مهاجر ځکه تشبث ته مخه کوي چې د کار په بازار کې اکثره وخت ښه چانسونه نه لري. د دې تر څنګ به مهاجرو کې تشبث ته د تمايل يو لامل دا هم بلل شوی چي ګواکي مهاجر د تشبث سره تړلو ممکنه خطراتو ته هم زيات چمتو وي. ويل شوي چي د دې چي په مهاجرو کي زيات تبشث رواج دی او له دې کبله خپلوان يو له بل څخه هم دغه زده کوي او پخپله هم تشبث ته مخه کوي.

د (KfW) بانک ويلي چې د کرونا پاندمي له کبله په عمومي توګه زياتو هغو کسانو چي غوښتل يې تشبث ته مخه وکړي، د خپل دغه پلان عملي کول ځنډولي دي. د ګايب په وينا البته دغه بحران په تشبث کې د لا زياتو نوو مفکورو او نوښت لامل کيدلای شي. 

دمګړی د مهاجرو له خوا د تشبث په برياليو مثالونو کي د (Biontech) شرکت خورا مشهور شوی دی. دغه لومړی شرکت دی چي په آلمان کي ښايي تر بل هر شرکت مخکې د کوويد ۱۹ ضد واکسين بازار ته وړاندې کړي. ويل کيږي چي د خپل امريکايي شريک شرکت په مرسته په آلمان کې دغه شرکت داسې واکسين جوړ کړی چي ۹۰ فيصده له کوويد ۱۹ څخه ساتنه کوي. 

دغه شرکت د اوګور شاهين او د هغه د مېرمنې اويزلوم تيوريچي له خوا تاسيس سوی وو. شاهين چي په ترکيه کي زېږېدلی دی وروسته د خپل مور او پلار سره آلمان ته راغلی دی او د آلمان په کولون کي يې دوکتورا کړې ده. د هغه مېرمنې د آلمان په هومبورګ کي خپله دوکتورا کړې ده.

 

نورې ليکنې