له مراکش څخه کډوال قناري ټاپو ته له رسیدو وروسته، له اطلس اقیانوس څخه د تیریدو پر مهال. ۲۰ اکتوبر. انځور: picture alliance/AP Photo
له مراکش څخه کډوال قناري ټاپو ته له رسیدو وروسته، له اطلس اقیانوس څخه د تیریدو پر مهال. ۲۰ اکتوبر. انځور: picture alliance/AP Photo

د اروپايي اتحاديې د کورنيو چارو کمیشنرې، يلوا جوهانسون د هسپانيې قناري ټاپوګانو ته د رسېدونکو مهاجرو د مخ په زياتېدونکي شميرو په هکله اندېښنه ښودلې قناري ټاپوګانو ته د رسېدنې لاره يي «وژونکې» بللې.

جوهانسون د آلمان خبري آژانس ته ويلي چي پر دغه لاره د مهاجرو د حرکت زياتېدنه د دې څرګندويي کوي چي د پناه غوښتنې او مهاجرت په سياست کې د ريفورم ډیر اړتيا شته.

قناري ټاپوګان د هسپانيې هيواد سره تړاو لري او په اقيانوس سمندر کي واقع دي.

جوهانسون په بروکسل کي د آلمان خبري آژانس ته د مهاجرت او پناه غوښتنې په تړاو د نوو اروپايي اصولو پر مسوده هم څرګندونې کړي دي. جوهانسون او د هغې کميسارۍ ياده مسوده د سپتمبر په مياشت کې وړاندې کړه چي اوس اروپايي پارلمان او د اروپايي اتحاديي غړي هيوادونه پرې غور کوي. د جوهانسون په وينا دغه نوي اصول کولای شي چې د مهاجرت د ننګونو له پاره چټک او اړين ځواب واوسي.

نور ولولئ: د قناري ټاپوګانو په ساحلي اوبو کې د نوي زېږېدلي ماشوم جسد پیدا شوی

د اروپايي اتحاديې د کميسيون دغې غړي ويلي چي اوس بايد قناري ټاپوګانو ته د رسېدونکو مهاجرو تر منځ هغه کسان بېرته په اغیزمن ډول و ايستل شي چې پناه غوښتنه يې رديږي او له نړيوال محافظت څخه هم برخمن نه وي. جوهانسون زيته کړې ده چي د کرونا پاندمي له کبله بايد د تازه رسېدونکو مهاجرو او په همدرانګه د قناري ټاپوګانو پر اوسېدونکو يو ډول بنيادي روغتيايي معيارونه عملي کړل شي.

د هسپانیې دغو ټاپوګانو ته په نژدې تيرو ورځو کي د کښتۍ په مرسته رسېدونکو مهاجرو شمير خورا ډیر شوی. د روان ميلادي کال له پېل راهيسي نژدې ۱۴ زره مهاجر په سرخلاصه کښتيو کي له افريقا څخه د اقيانوس سمندر پر لار دغو ټاپوګانو ته رسېدلي دي. دا د تېر کال په پرتله نژدې ۷ برابره زيات شمير دی. 

 

نورې ليکنې